زمونږ تر مخه کار :
دا د نوي دور د مسلمانانو حال دې اوس زمونږ تر مخ د څیړنې دوه اړخه دي او په دې کتاب کې ددغې دواړو اړخونو لحاظ ساتل شوې دې .
لمړۍ دا چې مونږ باید ټولو انسانانو ته ، که مسلمان وي او که دبل فکر خاوند، د اسلام د ژوند ټولنیز نظام ( ژوند دود) تشریح کړو او دا ورته ووایو چې په دې نظام کې د حجاب احکام د څه له پاره را غلي دی .
دوېېم دا چې مونږ ددغه نوې زمانې د مسلمانانو په وړاندې د قرآن او احادیثو احکام او د غربي تمدن او ژوند دود نظریات وړاندې کړو او دهغوی دواړو پایلې یو دبل مقابل لورې ته کیږدو تر څو هغه منافقانه تګلاره چې هغوې خپله کړې له منځه ولاړه شي او دوې د نورو شریفو خلکوپه څیر دددې دوا ړو نه یوه لاره خپله کړي . نو که مسلمان پاته کیدل غواړي نو د اسلام لار به خپله کړي او که نه ، نو داسلام سره به اړیکي پرې کړی چې په دې صورت کې به د شرم نه د ډکو هغو پایلو منلو ته تیار وي دکومو لورې ته چې غربي نظام ددې بوتلل غواړی .
آندونه :
دکومو لامولونو په بنسټ چې د پردې مخالفت کیږي هغه یوازې په سلبي توګه ، بلکه پر یو ایجابي بنسټ بنا شوې دې . دهغې اساس یوازې دا نه دې چې خلک ښځه په کور کې پاته کیدل او د نقاب سره بیرون ته تلل یو ناروا قید وبند ګڼي او دهغې له منځه تلل غواړي بلکه د هغوې له آنده ژوند د ښځې له پاره یوه بله نقشه ده. دښځې او نارینه تر منځ د اړیکو په هکله هغوې خپل یو ازاد لید لري . هغوې غواړی چې ښځې دې داسې نه کوي بلکه څه نور دې وکړي او په پردې باندې نیوکې ېي څه داسې دې چې ګویا ښځه په کور کې په ناسته او(یا په بهر کې په ) مخپټونې سره نه دخپل ژوند نقشه بدلولې شي او نه نور څه کولې شي.
اوس مونږ وینو چې دا نور څه، څه دي؟ او دهغې تر شا کوم لید او اصول شتون لري ؟ او هغه تر کومه ځایه درست او معقول دي؟ او په عملي توګه دهغه څخه کومې زبیښې تر لاسه شوي دي ؟ ښکاره ده چې که دهغوې آندونه لکه څنګه چې دي همغسې و منل شي نو بیا به پرده او هغه ټولنیز نظام چې پرده یې یو برخه جوړوي له یوه سره غلط و ګرځي خو مونږ پرته له کوم تنقید ، او عقلي او عملي ازموینې ولې دهغوې آند و منو؟ آیا یوازې نوښت ، یا یوازې دا چې يوه پیښه په نړۍ کې په زوږ او شور سره روانه وي ددې خبره له پاره بسنه کوي چې انسان د پلټننې او تحقیق پرته دهغې منلو ته سر ټیټ کړي ؟
داتلسمي پیړۍ د ازادۍ آند:
لکه څنګه چې مخته مور ورته اشاره وکړه په اتلسمې پیړۍ کې چې کومو فیلسوفانو ، طبیعت پوهانو او د ادب خاوندانو د اصلاح اواز پورته کړې و هغوې د تمدن د داسې یوه نظام سره په مقابله کې وو چې په ډول ډول بندیزونو رانغښتې و. په هغې نظام کې هیڅ ډول نرمي نه لیدل کیده ، د نامعقوله رواجونو ، جامدو اساساتو او د عقل او فطرت پر خلاف د څرګندو تناقضاتو څخه ډک و .
د پیړیو پیړیو پر لپسې انحطاط هر لورې ته دهغوې پر مختګ ستونزمن کړې و ، د یوه اړخه نه عقلي او علمي بیدارۍ د ټولنې په منځۍ طبقه کې، په ذاتي کوښښونو ولاړه ، د پرمختګ جذبه را پاروله او د بله اړخه د امیرانو او مذهبي مشرانو طبقه وه چې د ځواک په چوکیو ناست د رواجی بندیزونو غوټي یې نورې هم ورکلکولې . دکلیسا ،پوځ ، محکمو ، د کرڼې او مالي را کړې ورکړې ادارو ، ټولنیزو ارګانونو بلکه دژوند ټولو شعبو په داسې ډول کار کاوه چې د نوي را پورته شوې زیارایستونکې ګارګرې طبقې دکار او کو کښښ ټول محصول او ګټه د یوې ځانګړې طبقې لاس ته ورشي . هر هغه هڅه به چې ددې حالت د اصلاح له پاره کیده د ځواکمنې طبقې د غرور ، جهالت او خپل غرضۍ په اساس به د ناکامۍ سره مخ کیدله . دهمدې لاملونوپه اساس په اصلاح او بدلون غوښتونکوکې ورځ په ورځ یو ړوند انقلابي جوش را پیدا کیده . ان تردې چې د دغه ټول ټولنیز نظام او د هغې د هرې څانګې او هر اړخ پر خلاف د بغاوت او تیري جذبه خپره شوه او د شخصي ازادۍ داسې افراطي غوښتنې عوامي مقبولیت پیدا کړ چې د ټولنې په مقابل کې یې وګړي ته مطلق خپلواکي ورکوله . غوښتنه کیدله چې باید وګړي ته د پوره خپلواکۍ سره دا حق ور په برخه وي تر څو هر کار یې چې زړه و غواړی ویې کړي او کوم کار یې چې زړه و نه غواړې پریږدي یې . ټولنې ته دهغه وګړي د شخصي ازداۍ د سلب کولو هیڅ حق نه شته .
د ازادۍ دغه افراطي آند چې په حقیقت کې د یوه ظالمانه ټولنیز نظام پر خلاف د قهر او غضب پایلې وې ، پخپله پخپل ځان کې د ډیر ستر فساد جراثیم او مکروبونه درلودل ، کومو خلکو چې دا فکر راوړاندې کړې و هغوې پخپله هم د هغې د منطقي پایلو څخه بې خبره نه وو او که چیرې دهغې پایلې ورته له مخکې نه په تمثیلي ډول تر مخ ایښودل شوې واې دکومو په نتیجه کې چې داسې بې قیده ازداي او داسې خپل سرې انفرادیت منځ ته راته ، نو روح به یې په جسم کې په لړزه راغلي واې . هغوې د ازادۍ دا شعار د هماغه ناروا ستونزو او دغیر معقولو بندیزونو د ماتولو له پاره د یوې آلې په توګه استعالوو چې په هغه وخت کې دهغوې په ټولنه کې موجود وو خو با لاخره دغې آند دغربي ولس په ذهنونون کې ریښې ټینګې کړې او وده یې په کې پیل کړه .
دنولسمې پیړۍ بدلونونه :
دفرانسې انقلاب ۱د ازادۍ دهمدغې فکر تر اغیز لاندې منځته راغې . په دې انقلاب کې پخواني ډیر اخلاقي آندونه او دتمدن او مذهبي ضوابطو ریښې را وویستې شوې او کله چې ددې ریښو د له منځه تلل د پرمختګ اساس و ګر زید نو انقلابي دماغونو دهغې څخه دا پایلې را وویستې چې ګویا هره هغه نظریه او یا تګلاره چې د پخوا څخه را روانه ده د پرمختګ په لار کې خنډ جوړوي او دهغې د له منځه وړلو پرته مخ په وړاندې قدم نه شي اخیستل کیداې . په دې توګه چې د مسیحې اخلاقو د غلطو اصولو دماتولو نه وروسته ډیر ژر دهغوې تنقید د انساني اخلاقو د بنسټیزو آندونو په لور متوجه شو . ویل یې دا عصمت او پاک لمني څه بلا ده ؟ په ځوانۍ باندې د تقوې مصیبت ولې را نازل شوې دې ؟ د نکاح نه مخکې که څوک د چا سره محبت کوي نو څه بده به پیښه شي ؟ او د نکاح نه وروسته ایا د انسان زړه د سینې نه بهر کیږي چې د میني او محبت حق ترې وا خیستل شي؟
دا او دا ډول نورې پوښتنې په دغه انقلاي ټولنه کې هرې لورې ته خپرې شوې او په ځانګړې توګه ورته د رومانتک ادب د ښوونځې پلویانو (Romantic School) زیاته هوا ورکړه .
د نولسمې پیړۍ په پیل کې جیورج سانډ(George Sand) نومې ښځه ددې ډلې مشره وه . دې ښځې ټول هغه اخلاقي اصول ورمات کړل چې تل پرې د انساني شرافت او په ځانګړې توګه د ښځې د عزت حساب کیده. هغې په داسې حال کې چې میړه هم درلودتر څنګ یې د نکاح ددایرې څخه بهر هم ازد اړیکي درلودل . بالاخره د میړه نه جدا شوه او دهغې وروسته یې دوست په دوست بدلاوه . دهیچا سره یې ددوه کالو نه زیات وخت تیر نشو کړاې . دهغې د ژوند په لنډ تاریخ کې د شپږو داسې کسانو نومونه شته چې ورسره یې تل پټه او ښکاره دوستي او اشنایې درلوده . دهغې دهمدې دوستانو څخه یوه دهغې په هلکه لیکلي دي چې :
«جورج سانډ لمړۍ یوه پروانه (پتنګ ) ر انیسي او هغه د ګلونو په پنجره کې بندوي . دا دهغې د محبت وخت وی . بیا هغه دهغې به زبیښلو پیل کوي او دهغې د پړتکو څخه خوند اخلي ، دا دهغې د سوړتیا او مخ اړونې وخت وې . ژر یا وروسته داسې وخت هم راځې چې بیا دهغه وزرونه کاږي او ټوټه ټوټه کوي یې او دهغې پروانو (پتنګانو ) په ډله کې یې ور واچوي د کومو نه چې هغه دخپلو داستانونو د قهرمان په څیر کار اخلي .»
فرانسوي شاعر الفردو موس (Alfred do musse) هم د هغې د عاشقانو څخه و خو دهغې د بې وفاتوب څخه دومره زړه ماتې شو چې د مړیني په وخت کې یې وصیت وکړ چې جورج سانډ دهغې د جنازې لیدلو ته پرینښول شي، داد هغې ښځې ذاتي کړچار او کریکټر و چې لیکنو یې لږ تر لږه تر دیرشو کالو پورې د فرانسوي ځوان نسل په ذهنونو اغیز کړې و .
(۱)[دوګړیزې ازدۍ د تخیل څخه ، اوسنې پانګه وال نظام او د جمهوري تمدن نظام او اخلاقي بې لاریتوب را پیدا شو . او نژدې یوه نیمه پیړۍ یې په اروپا او امریکا کې دومره تیرې وکړ چې انسانیت دهغې پر خلاف بعاوت ته اړ شو . ځکه چې دې نظام وګړي ته د ټولنیزو ګټو پر خلاف دخپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو واک ورکړې و او ټولنیزې ښیګړې یې د هغې تر مخ حلالې او قربان کړي وې او د ټولنیز نظام شیرازه یې خوروره کړې وه ، سوسیالیزم او فاشیزم دواړه دهمدې بغاوت نښې دې خو په دې نوي جوړښت کې هم دهماغه لومړۍ ورځې څخه داخرابوالي په یوه بڼه کې پټ پروت دې . او دا ځکه چې دا د یوه انتها علاج به بلې انتها باندې کول دي . د اتلسمې پیړۍ د وګړیزې ازادۍ کمښت دا و چې ټولنه یې په وګړی ځاروله او د شلمې پیړۍ د ټولنیز فکر کمښت دادې چې وګړې د ټولنې څخه ځاروې . ددوې تر مخه د انسان دژغورني له پاره یوه متوازنه لار لا تر اوسه هم هماغسې ورکه ده لکه څنګه چې په اتلسمه پیړۍ کې ورکه وه .]
جیورج سانډ(George Sand)په خپل یوه ناول (Lelia لیلیا) کې د لیلیا له اړخه استینو ته لیکي چې :
« څومره ډیر چې ماته د نړۍ د کتلو فرصت تر لاسه کیږي نو زه احساسوم چې د محبت په هکله زمونږ د ځوانانو افکار ډیر زیات په غلطه دي . دا ډیر غلط فکر دې چې یوازي د یوه کس سره دې محبت او مینه وکړل شي او دهغې په زړه دې پوره تسلط پیدا کړل شي اودا تسلط دې بیا د تل له پاره شتون ولري . بې له شکه ټول مختلف فکرونه باید وزغمل شي زه ددې خبرې منلو ته تیاره یم چې ځینې ځانګړې روحونه په ازدواجي ژوند کې د وفادار پاته کیدو حق لري خو زیات یې نورې اړتیاوې لری . دې ته اړتیا ده چې دواړه خواوې یو بل ته ازادي ورکړي ، یو بل وزغمي او دغه خپل غرضي د زړه نه وکاږي چې دهغې له مخې د رقابت اوبدنیتۍ لړۍ پیل کیږی ، ټول محبتونه سهي دي ، که هغه تیز او تند دی او که ارام ، شهوانې دي یا روحاني، پایښت لرونکي وې اوکه بدلون مندونکې وي ، خلک دځان وژنې په لور بوځي او یا دخوند او لذت په لور.»
په خپل یوه بل ناول (Jaccuse ژاک ) کې دهغه میړه کریکټر او کړچار وړاندی کوي چې دهغې په وړاندې د ښه میړه نمونه او مثال دې . دهغې هیرو د« ژاک» ښځه د یوه پردي سړي په غیږ کې ځان ور اچوي خو هغه د پراخ زړه خاوند میړه دهغه نه نفرت نه کوي. بیا د نفرت دنه کولو لامولونه بیانوي او وایې:« کوم ګل چې زما پر ځاې بل چاته خوشبويي ورکول غواړی نو ماته ددې څه حق دې چې هغه تر پښو لاندې و مروړم . »
او بیا مخکې د ژاک د ژبې نه راوتلي الفاظ داسې وړاندې کوي :
«ما خپل فکر نه دې بدل کړې ، د ټولنې سره مې سوله نه ده کړې ، زما له آنده نکاح په ټولو ټولنیزو اړیکو کې یوازې هغه وحشیانه لاره او طریقه ده چې تصور یې کیداې شی . زه باورلرم چې با لاخره به دا طریقه له منځه ولاړه شي ، که چیرې انسانی نسل په ریښتوني توګه د انصاف او عقل په لور قدم پورته کړي بیا به ددې ځاې یو بل رواج و نیسي او هغه به دنکاح څخه لږ څّه هم مقدس نه وي خو دهغې څخه به ډیره انساني طریقه او لاره وې . په هغه وخت کې به انساني نسل دداسې ښځو او نارینه و څخه جوړښت موندلې وې چې یو دبل په ازدۍ به هیڅ ډول بندیزونه نه لګوي. اوس خو نارینه دومره خپل غرضې او ښځې دومره بې زړه دي چې دهغوې څخه یو هم د موجوده قانون نه د بل ډیر شریفانه قانون غوښتنه نه شی کولې . بلې ! په هغوې کې چې د ضمیر او نیکۍ کمښت وي نو هغوې باید په درنو زنځیرونو کې و تړل شی .»
دا هغه آندونه دي چې د ۱۸۳۳ زیږدیز کال په شاوخوا وختونو کې بیانیدل او جیورج سانډ(George Sand) هم یواځې تر همدې ځایه ولاړه او خپل دغه افکار یې اخري منطقي تومنې ته و نه شورسولاې . ددې ټولې ازاد فکرۍ او روڼ پالنې سره سره پخوانیۍ رواجي او اخلاقي تیارې دهغې په ذهن کې څه نا څه پاتې وي . نژدې دیرش یا پنځه دریرش کاله وروسته په فرانسه کې د ادیبانو ، فیلسوفانو ، ډرامه لیکونکو یو بل لښکر راپورته شو چې مشري یې الکزانډر ډوماس (Alexander Dumas) او الفرید ناکې (Alfred Nquet) کوله . دې خلکو خپل ټول ځواک ددې فکر په خپرولو تیر کړ چې:« ازادي او د ژوند نه خوند اخیستل د انسان فطري حق دې او په دې حق باندې د تهذیب او اخلاقو قیود او بندیزونه لګول په وګړي باندې دټولني تیرې دې». ددې نه مخته د وګړي له پاره دعمل د ازادۍ غوښتنه دمحبت په نامه کیدله خو ووروسته خلکو ته یوازې دا عاطفي او جذباتي غوښتنه یوه کمزورۍ ښکاره شو. په دې خاطر هغوې د وګړیزې خپل سرۍ ، بې قیدو بنده ازادۍ او اواره ګۍ ، دعشق ، فلسفي او حکمت او تدبیرد ټینګو بنسټونو د جوړولو هڅې پیل کړې . ددې د پاره چې ښځې او نارینه په پوره ازدۍ، ډاډ او احساس سره هر هغه څه چې و غواړی ویې کړي اودهغوې هر کار د ټولنې له اړخه یو روا او نیک عمل و ګڼل شې.
د اتلسمې پیړۍ په اخري وختو کې پاول آدم (Paul Adam) او هنري بتایلا (Henry Bataille) پیر لویې (Pierne Louis) او نورو زیات شمیر ادیبانو خپله ډیره ځواکمني په ځوانانو کې د جرأت په پیدا کولو کې صرف کړه تر څو پخواني اخلاقي اغیز که لږ څه پاته هم وي په مکمله توګه له منځه یوسي .
پولي اوان په خپل کتاب (Lamorale De Lamour) کې ځوانان په دې حماقت او بې عقلۍ دزړه دخلاصه ملامتوي او وایې چې: « کله چې هغوی ( هلک یا نجلۍ ) په خپلو منځو کې د محبت اړیکې پیدا کوی نو یو دبل د قانع کولو په خاطر درواغ وایې چې ګویا دهغه په خاطر ځان وژلو ته هم تیار دې او دهغې سره د زړه نه غواړی مینه وکړي او د تل له پاره غواړي دهغه یا هغې په څنګ کې واوسي» بیا وایې :
«دا ټولې خبرې په دې خاطر کیږي چې د جسماني خوندونو دغه غوښتنه چې په فطري توګه د هریوه کس سره شتون لري اوپه کې د ګناه یابدۍ کومه خبره هم نشته خو د پخوانیو فکرونو په بنسټ هغه معیوب ګڼل کیږي نو دهغې له پاره انسان خامخا ددرواغو د پردې تر شا دپټیدو هڅه کوي . دا د لاتیني ولسونو ستره کمزورتیا ده چې په هغې کې محبت کونکي جوړې یو بل ته په ډاګه دا څرګندول شرم بولې چې ووایې چې : د ملاقات او لیدنو څخه ددوې موخې یوازې جسمانی غوښتنې پوره کول او خوند اخیستل دي ».
ددې نه وروسته ځوانانو ته مشوره ورکوي او ورته وایې چې:« ښه پوه او معقول انسانان شي ، دخپلو غوښتنو او خوندنو د خادمانو ۱څخه خپل معبودان مه جوړوئ ، هغه خلک ډیر بې عقله او ناپوه دي چې د محبت بوت خانه جوړه کړی او بیاپه هغې بت خانې کې یوازي د یوه بت عبادت کوي ، د لطف او خوند په هره ګړۍ کې د یوه نوی میلمه انتخابول په کار دی .»
پیرلویې (Pierne Louis) ددې ټولو نه څلور قدمه مخته ځې او اعلان کوي چې اخلاقي بندیزونه په حقیقت کې د انساني ذهن او دماغي ځواکونو د ودي په وړاندې خنډ جوړوي . تر څو چې هغه په مکمله توګه مات نه کړل شي او انسان د پوره ازادۍ سره د جسماني لذتونو څخه خوند وانخلي ، هیڅ ډول عقلي ، مادي ، علمي او روحاني ارتقاء شونې نه بریښې . (Pierne Louis) په خپل کتاب افرودیت (Afrodite) کې په ډیر کوښښ سره ددې خبرې د ثابتولو هڅه کوې چې بابل ، اسکندریه ، روم او د تهذیب او تمدن د ټولو مرکزونو د بهار ، عروج او شباب وخت هماغه و چې هلته عشق ، اواره ګي او نفس غوښتنې(Licentiousness ) په خپل اوج کې وې . خو کله چې هلته اخلاقي او قانوني بندیزونه د انسان په نفسي غوښتنو باندې و لګیدل نود غو ښتنو سره سر ه د انسان روح هم همدې بندیزونو کې را و نغښت .
پیرلویې (Pierne Louis) همغه وګړي دې چې په خپل وخت کې دفرانسي یو نامتو ادیب ، لیکوال او د ادب د یوه ازاد مکتب لارښود و . هغه د خپل قلم ټول ځواک د لوڅوالي ، بربنډتوب اود ښځې او نارینه دازادۍ په صفت کې تیر کړې . په خپل دغه کتاب کې هغه د یونان په ستانیه کې لیکي چې :
«لکه د لوڅ انسان .... پوره صورت چې مونږ یې په خپل مخکې انځورولې شو ... د چا په هکله چې مذهب مونږ په دې ډاډمن کړي یو چې هغه په خپله الله جل جلاله په خپل صورت کې پیدا کړې دې .... د یوې مقدس عصمت پلورونکي په بڼه د ټولو نازو نخرو سره یو ځاې د شل زره نندارچیانو تر مخ خپل عصمت را ښکاره کوي چې د شهوانی محبت اخري مرتبه ده ... دا هماغه بختور اسماني محبت دې چې مونږ ټول ترې پیدا شوې یو ... نه ګناه وه ، نه د شرم کوم شې و نه ناپاکه او نجسه کار و.»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)[ددې لفظ په پوهیدو کې غلطي و نه کړئ ددې څخه هدف هغه ښځې او نارینه دی څوک چې یو سړې یا یوه ښځه دخپلو نفسي غوښتنو د سړښت له پاره استعمالوي ]
او وروسته بیا په داسې حال کې چې ټولې شاعرانه پردې او رموز یوې لورې ته ږدې او په پوره بې باکۍ سره په ډانګ پیلې توګه لیکې چې : «د یوه ځواکمن اخلاقي تعلیم په واسطه ددغه مکروه فکر له منځه وړل اړین دي چې ښځې د مور په څیر په هرې بڼه د شرم نه ډک ، ذلیل او د شرف او عزت نه لویدلي کارهم ګڼل کیداې شي.»
د شلمي پیړۍ پرمختګونه :
په نولسمي پیړۍ کې د افکارو پر مختګ تر دې ځایه رسیدلې و خو په شلمه پیړۍ کې نوې باز په فضا کې را څرګند شو چې دخپلو مخکینو څخه یې هم دپورته الوتو هڅه کوله. په( ۱۹۰۸ ) زیږدیز کال پیروولف (Pierre Wolff) او ګیسټان لیرو(Gastonlerouk) یوه ډرامه د (Lelys ) خپره کړه چې په هغې کې دوه ځوانې نجونې د خپل ځوان ورور تر مخه د خپل پلار سره په دې موضوع خبرې اترې کوي چې ګویا هغوې ته د ازادانه محبت کولو حق شته . او دا چې د زړه لګیدو (محبت ) پرته یوې ځوانې نجلۍ ته د وخت تیرول څومره دردمن کارد ې . دهغې زوړ پلار خپله یوه لور په دې خبره ملامتوې چې هغه د یوه ځوان سره نامشروع اړیکې لري . د خپل پلار په ځواب کې لور وایې چې ( زه تا څنګه و پوهوم . ته په دې نه پوهیږې چې هیڅ نارینه ته دا حق نه شته چې د کومې نجلۍ څخه که څه هم دهغې لور یا خور وې دا غوښتنه وکړي چې هغه دې د محبت پرته زړښت ته ورسیږي .)
نړیوالې جګړې د ازادۍ دغه غورځنګ ته نور هم ځواک ور وباښه . بلکه د اخري مراتبو پورې یې ورساوه . د حمل د منعې کولو غورځنګ د فرانسې په ولس ډیر زیات اغیز وکړ . څلویښت کاله په پرلپسې توګه د فرانسې ولس ددکوچنیانو دپیدایښت ( ولادت) د کمښت په لور روان و . ددې هیواد د( ۸۷ ) ولسوالیو څخه یوازې شل داسې وې چې د توالد شمیر په کې د مړینې له شمیر څخه ډیر و. په پاتې ( ۶۷ ) ولسوالیو کې د مړینې شمیر د پیدایښت له شمیر څخه ډیر و ، ان تر دې چې په ځینو ولسوالیو کې د هرو سلو کوچنیانو دپیدایښت په مقابل کي د مړو شمیره (۱۴۰-۱۳۰) او ان تر (۱۶۰) پورې رسیدله . کله چې جنګ و نښت نو په داسې حال کې چې د فرانسې ولس ته د خپل مرګ او ژوند په دغه کشمکش کې دخپلې بقا او پایښت موضوع تر مخ وه ، نو دفرانسې پوهانو ته دا په ډاګه شوه چې د فرانسې په غیږ کې د جنګیالیو ځوانانو شمیره ډیره کمه ده . نو که چیرې اوس دغه کم شمیره ځوانان دفاع وکړی او خپل ولس خوندې هم کړي نو بیا به ددښمن ددویمې حملې په وخت کې د ولس خوندی کول شونې نه وي . نو همدې فکر په فرانسې کې د ولادت د زیادښت احساس د لیونتوب تر پولو پورې ورساوه او هرې خوانه لیکوالانو ، ژورنالستانو ، خطیبانو او ددې نه اخوا پوهو علماو او سیاست پوهانو په یوه اواز پورته کولو سره وویل چې: ( بچي پیدا کړئ ، د نکاح د رسمي بندیزونو پروا مه ساتئ ، هره پیغله یا کونډه چې د بچي د پیدا کولو له پاره خپل رحِم یا ګیډه په خپله خوښه وړاندې کړې ، هیڅ ډول به نه ملامتیږي . بلکه برعکس به د عزت وړ وی .
په دې وخت کې دښځو ازادي غوښتونکو وګړو ته یو طبیعي ځواک تر لاسه شو او ددې فرصت او وخت نه په ګټې اخستو سره یې ، ټول هغه آندونه خپاره کړل چې دشیطان په ځولۍ کې لا تر اوسه هم پاته وو .
د همغې وخت یو مشهور اخبار لیکونکې چې د (Republical La Lvon ) اخبار مدیر و په دې موضوع چې په زور زنا کول ولي جرم دې؟ داسې ولیکل :
[کله چې غریب وګړي د لوګې له لا سه تنګ شي اوپه غلا او لوټمارۍ لاس پورې کړي ،نو ویل کیږی چې ده ته ډوډۍ ورکړۍ نو لوټماري او غلا به په پخپله بنده شي. خو عجیبه خبره دا ده چې کله دهمدردۍ او مرستې احساس د جسم د یوډول طبیعې اړتیا و په خاطر په جوش راځي نو بیا هغه دهمدغسې یوې بلې طبیعې همدغومره مهمې اړتیا یعنې محبت له پاره ولې پراختیا نه مومي ؟ لکه څنګه چې غلا د تل له پاره د لوږې د شدت له مخې صورت نیسې په همدې تر تیب هغه څه چې زنا بالجبر ( په زور د کومې ښځې ابرو لوټول ) او زیات وختونه وژنه دهمداسې اړتیاو د زیاتو او سختو غوښتنو په پایلو کې پیښیږي چې د لوږې او تندې څخه کم طبیعي نه دې .......... یو صحت منده وګړي چې غښتلي او ځوان هم وی خپل شهوت نه شي کنترولولې ، لکه څنګه چې هغه خپله لوږه ددې وعدې په اساس ، چې په راتلونکې اونۍ کې به غذا را پیدا شي ، نه شې تم کولاې.... په داسې حال کې چې زمونږپه بازارونو کې هر څه په پوره افراط سره موجود دي . دیواځوان وګړی شهواني لوږه همدومره دافسوس وړ ده لکه څومره چې د یو وږي انسان د نس لوږه . لکه څنګه چې یو فقیر او غریب ته غذا په مفت ډول ورکول کیږی نو په همدې ډول د بل ډول لوږې څخه چې کوم خلک مري نو دهغې له پاره هم مونږ ته څه انتظام کول په کار دې ].
بس په دې باندې همدومره پوه شئ چې دا کوم د ټوکو ټکالو مضمون نه و . دا په پوره غور سره لیکل شوې و او په پوره تدبیر او پوهې سره په فرانسه کې خپور شو او ولوستل شو . په همغه وخت کې دپاریس د پو هنتون ددرمل جوړونې په فاکولته کې یو مضمون د( پي ، ایچ ، ډي) د ورکړې په خاطر غوره کړاې شو او په رسمي جریده کې خپور کړې شو چې دهغې یو څو جملې دلته را اخلو.
[مونږ هیله لرو چې هغه ورځ به هم راشي چې مونږ د دروغجنو بهانو او د شرم او حیا د احساس پرته ووایو چې ما ته په شل کلنۍ کې د سوزاک ناروغتیا پیدا شوې وه او لکه څنګه چې تاسې پرته له ویرې او تکلف نه دا وایاست چې زه یې د وینې د توکولو په خاطر غره ته ولیږلم ....دا ناروغتیا وې د ژوند څخه د خوند اخیستو قیمت دې چا چې خپله ځواني په داسې ډول تیره کړه چې د هیڅ ډول ناروغتیا اغیز پرې را ښکاره نه شو نو هغه یو نامکمله وجود دې. هغه دبې زړه توب سره دمزاجي او یا د مذهبي غلط فهمۍ په اساس د دغې طبیعي دندې د سرته رسولو څخه ډډه کړي چې ښایې دهغې په فطری دندو کې تر ټولو لومړنۍ دنده وه .
پاتې په پنځمه برخه کې ولولئ........
وروستي