جنسي تیري

له بشري حقونو څخه د سرغړونې د تاوتریخوالي خبرې به مو ډېرې اورېدلې وي او د بشري د حقونو لپاره به مو د مدافعینو ویناوې هم ډېرې اورېدلې وي، نه خو له بشري حقونو سرغړونې بندې شوې او نه هم د مدافعینو ویناوو اغېزه وکړه. له بشري حقونو څخه سرغړونه او تاوتریخوالی په بیلابیلو ډولونو اورنګونو سرته رسېږي. وهل ټکول، بیلابیلو دودونه ته قرباني کېدل، په تیزابو سوځول او بلاخره وژل کېدل. دا هغه ناوړه عملونه دي چې له کلونو کلونو راهیسې زموږ په ټولنه کې ښځې او نارینه ورسره مخامخ کېږي،یو نظام هم په دې وتوانیده چې د داسې پېښو مخ ونیسي او یا دې د دغو پښو عاملینو ته جزا ورکړي. خو هغه څه چې زموږ په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې په دې وروستیو کې تر سره کېږي تر ټولو ناوړه او شرمناک جنسي تیری دي، چې کله نا کله دا کرغېړن عمل په ماشومانو باندې هم کېږي. جنسي تیری داسې یو عمل چې د خپل دین او د خپل ملي غرور په څېره تر ټولو کرغېړن داغ دی. زه دا نه وایم چې پورته یاد شوي عملونه تر دغه غوره دي او دا ډېرناوړه دی، بلکې دغه له شرمه ډک عمل زموږ په ټولنه کې سابقه نه لري. که هر ډول زور زیاتی د به د بشر په مقابل کې کېده خو د جنسي تیري کرغېړنه پښه به نه وه پښه شوې.
څو کله وړاڼدې په پاکستان کې اوسېدم، او کله چې به مې یو نیم اخبار د لوستلو لپاره پیدا کړ، د جنسي تیري خبر به پکې حتما و، د داسې پښو د خبر لوستل بیخي نوی موضوع راته ښکارېده ځکه ما مخکې داسې څه په خپل هیواد کې نه و اورېدلې او په لوستلو به یې ډېره خپه کېدم او د رواني حالت په لحاظ به یې ډېر منفي تاثیر راباندې کاوه. او د دغو کرکجنو پېښو قربانیانو ته د انصاف ورکول د خوب د لېدلو په شان و. د دغسو پښو پېښدل د پاکستان او هندوستان غوندې ګڼ نفوسو هیوادونو کې تقریبا معمول و. چې تر ټولو ناوړه پېښه یې ډلیز جنسي تیری وي.
خو اوس له بده مرغه داسې پېښې زموږ په هیواد کې هم پېښږي چې اوس دا تیري په نارینو هم کېږي چې تیره ورځ په یوه ماشوم د جومات د ملا خو تیری وو چې خبر یې خپور شو خو کله چې داسې پښې وشي دا پېښې نه څوک غندې او نه دا پېښې تعقیبېږي د ښځو په معاملې کې د ښځو په نوم جوړ شوی وزارت له داسې معامعلو سره بیخي علاقه نه لري کله مې نه دي اورېدلې چې دغه وزارت په رسمي توګه دا ډول پېښې غندلې وي او د بشري حقونو د کمیسون کار یوازې خبري کنفرانس جوړل او غندل دي او دا داوړه لوړ پورې ادرارې دا فکر کوي چې خپل حق یې ادا کړ. دا بې خبرې په داسې هیواد کې چې د ښځو په نوم مستقل وزرات جوړ وي او د بشر او د ښځو د حقونوڅخه د دفاع په موخه په میلونونه ډالرونه مرسته کېږي د حیرانۍ وړ دی. پوښتنه دا ده چې، هندوستان ، پاکستان او افغانستان داسې هیوادونه دي چې دودیزې ټولنې لري او لا تر اوسه د دودونو نا لیکلی قانون پکې پلی کېږي. د دغو ټولنو وګړي اوس هم دودونو ته قرباني
کېږي نو ولې هلته د هغوی لپاره مظاهرې کېږي او موږ اوس هم دا مسله شرم ګڼو او نه غواړو چې خبرې پرې وشې؟ که خبره دغیرت وي او افغانان نه غواړي چې داسې خبرونه خپاره شي نو دا تر ټولو لویه بې غیرتي ده چې زناکاران دي په خلاص لاس وګرځي او څوک دې غږ نه ورته کوي. که خبره د دین وي نو ۳۵ کاله کېږي چې دین لپاره جنګېږيږو زموږ سپېڅلی دین دا حکم کوي چې زناکاران دې سنګسار شي.خو له بده مرغه د دغو پېښو غندل یوه دود غوندې دی چې کله پېښه شي له ریس جمهوره نیولې بیا تر عام وګړي دا پېښه وغندل شي او بس.
که په داسې مسایلو کې عام وګړي ځانونه دخیل کړي او په ډېر قوت سره خپل توان د دغو وحشیانو په خلاف ښکاره کړي او داسې پېښو قربانیانو څخه ملاټړ وکړي،د دوي په حق کې مظاهرې وکړي او عامیلین د قانون منګلو ته وسپاري او دولت دې ته اړ کړي چې په دغو کسانو قانون پلي کړي. پایله به دا وي چې موږ به هم د یوې قانونمندې ټولنې خاوندان ووسو. او بیا دا ډول ناوړه پېښې نه پېښږي.
ترپرونه ښځې دودونه ته قرباني کېدې او دا فیصلې به جرګو کولې، د جرګې پریکړې به د قانون حیثت درلوده خو د همدغو نارینه وو جوړې جرګې تیري کونکو ته هیڅ جرګه نه جوړېږي او نه کوم زناکار ته سزا ورکول کېږي. پرون مو له دودونو سرغړونه نشوای کولای د خپلو پلارونو میراثونه مو خوندي ساتل او نن دود هم پالو و ځان د خپلو پلارونو په نست بېوسه هم ګڼو. نن ځان بې وسه ګڼو چې قانون نه پلی کېږي، پرون مو ځان بېوسه ګڼل چې له رواجونو مو بغاوت نشوای کولای. که د پرون بېوسې مو د نن شي او د نن مو د سبا شي نو ایا موږ به د یوه ژوندي موجود په توګه سبا ته شتون ولرو؟
لیکواله: پاکیزه ارزو