
دا دی د ۱۳۹۳ ه،
ش کال د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته د ګوتو په شمار شپی او ورځی پاتی دی او په رښتیا هم
چی افغانستان د تاریخ یوه نوی پړاو ته د داخیلیدلو په درشل کی دی، نو که افغانان (
په ځانګړی ډول روښانفکران) د ولسمشرۍ په را روانو
ټول ټاکنو کی له پوره غور او ښه دقت څخه کار وانخلی، لری نده چی هیواد او
ولس به له ډوله ډول ستونزو سره لاس او ګریوان نه شی ، نو پدی خاطر چی هیواد او ولس
مو ژغورلی وی رایه ورکړی او ښه انتخاب
وکړی .زما په اند روښانفکرانو ته په کار
ده چی موقع له لاسه ور نکړی او په یوه
خوله د یوه کاندید چی هغه عبارت له ډاکټر اشرف غنی احمدزی څخه دی تر شا ودریږی او خپلی رایی ورکړی.دا ځکه چی
داکټر اشرف غنی نظر نورو کاندیدانو ته ځینی د پام وړ ځانګړتیاوی لری چی نور
کاندیدان یی نه لری او دا د پام وړټکی چی
ډاکټر اشرف غنی یی لری هغه ته د دی
وړتیا ور په برخه کوی تر څو په هیواد کی
واقعی بدلون راولی.
هغه ځانګړتیاوی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی یی لری او نور کاندیدان یی نه لری په
لاندی ډول روښانولای شو.
لومړۍ دا چی ډاکټر اشرف غنی لوړ تحصیلات لری او
هغه یی هم له افغانستان څخه بیرون په ډیرو پرمخ تللیو هیوادونو کی تر سره کړی دی
همدارنګه یی د نړۍ په ځینو مشهورو پوهنتونونو کی نورشاګردان روزلی او په نړیواله سویه د نړۍ دوهم مفکر شخص پیژندل
شوی .
همدا رنګه یی په نړیواله کچه د ملل متحد په
چوکاټ کی په ډیرو داسی هیوادونو کی کار کړی دی چی نوموړی هیوادونه لکه زموږ ګران
هیواد افغانستان چی ورسره لاس او ګریوان دی، په هغو هیوادونو کی کار کړی دی او نوموړی هیوادو نه یی له ورپیښو
مشکلاتو راباسلی او اوس نورمال ژوند پر وخ وړی لکه سوډان، پخوانۍ یوګوسلاویا او
ځینی نور.
نو
که اشرف غنی د افغانستان ولسمشر شی د خپل هیواد په رنځونو او دردونو ډیر ښه پوهیږی
چی څنګه یی معالجه کړی ځکه موږ ته پکا ر ده چی موږ باید ډاکټر اشرف غنی تا رایی
ورکړو. پاتی د نه وی چی ډاکټر صاحب د خپل ژوند دا وروستی کالونه د افغانستان لپاره پداسی حال کی د افغانستان په
چوپړ کی تیر کړی دی چی هیڅ وخت کوم تور
ندی پری لګیدلی چی څوک ورته ګوته ونیسی په خپله ټوله ایمانداری یی خپله دنده اجرا کړی هغه که د مالی
په وزارت کی وه یا د کابل په پوهنتون کی او یا د نړیوالو څخه افغان ځواکونو ته د واک لیږد په دوره کی.
دوهم
دا چی ډاکټر اشرف غنی د خپلی پوهی او نړیوالی تجروبی په لرلو سره د دی وړتیا لری
چی یو ښه کاری ټیم په کار وګماری، چی بدبختانه دا کار په دا تیرو ۱۳ کالونو کی ندی
تر سره شوی او ټول دولتی پوستونه د روابطو
او رشوت پر اساس ډک شوی دی. د یو ښه کاری ټیم په لرلو سره به ډاکټر اشرف غنی وکولای شی هفه واټن چی د ولس او
حکومت تر منځ د تیرو ۱۳ کالونو په نتجه کی پیدا شوی دی له منځه یو سی ځکه حکومت د
ولس لپار دی نه ولس د حکومت لپاره.
د ډاکټر صاحب اشرف غنی بله مهمه ځانګړتیا پدی
کی ده چی په کوم مشخص ټیم یا ګوند پوری ندی تړلی
بلکی له ولسه یی جوش خوړلی او راټوکیدلی
دی او د ولس په مټو به هم پر مخ ځی او که
ولسمشر شی نو د ملی ګټو لپاره به کار کوی نه د یو تنظیم او یا یوی ډلی لپاره.
نو که چیری د ډاکټر صاحب اشرف غنی پر ځای
د ولسمشرۍ لپار له ولاړو ۹
کاندیدانو څخه کوم بل کاندید لکه
زلمی رسول، ډاکټر عبدالله او یا عبد الرب رسول سیاف ټاکنی وګټی زموږ هیواد
به له ډیرو سختو کړاونو سره مخامخ شی دا ځکه چی دا نور کاندیدان
یی اکثرآ د ډاکټر صاحب اشرف غنی په شان پوهه تجروبه اود ملی شخصیت لرل چی
ډاکټر صاحب اشرف غنی یی لری دا پاتی نور
کاندیدان یی نه لری، همدارنګه دا نورکاندیان
به یوازی او یوازی خپلی د ګروپ او تنظیم
ګټو ته کار کوی نه ملی ګټو ته.
د
مثال په ډول که زلمی رسول چی یو ډیر عاجز او بی ژبی سړی دی په راروانو ټولټاکنو کی ولسمشر شی هیڅ واک او
اختیار به نه لری او ټول واک به چی تر شا یی کرزی او د هغه سره مافیایی ګروپ ولاړ دی په لاس کی
وی نو هیواد به د یو داسی نورین سره مخامخ
شی چی په نړۍ کی به یی ساری ونه لیدل شی، دا ځکه چی د زلمی رسول ولسمشر کیدل به د
هغه مافیه دوام وی چی دا تیر ۱۳ کاله یی د هیوادوالو وینی وچی کړی دی، ملی شتمنی
یی لوټ کړی.
بل خوا د زلمی رسول سره د نظار شورا
چی په سر کی یی ضیا مسود دی، ولاړ دی او زلمی رسول هغه د لومړۍ مرستیال په
ټوګه ټاکلی دی، د زلمی رسول ضعیف شخصیت ته په کتو دا به پدی معنی وی چی ټول واک به
د نظار شورا ته وسپارل شی او دنظار د شورا د لنډغرو تاریخ او د هغوی کارنامی خو
ټولو هیواد والو ته لکه د لمر په شان روښانه دی چی په افغانستان کی یی څه وکړل او
که بیا ټول واک په لاس کی ولریزموږ د هیواد او ولس لپاره به بدی پیلی ولری.
شاهد
ځینو دوستانو ته دا سوال هم پیدا شی چی
ډاکټر اشرف غنی خو هم یو پخوانی جګړهمار دوستم چی هم د افغانستان په تاریخ کی بد
نوم لری لومړۍ مرستیال ټکلی دی نو دا بیا ځنګه؟
زما
په اند ډاکټر اشرف غنی دوستم مهار کولای شی او تر خپل کنټرول لاندی یی روستلای شی
خو په زلمی رسول کی موږ د دی وړتیا نه وینو چی ضیا مسود د مهار کړی او بل دا چی
دوستم خو حد اقل په خپلو تیرو ګناهونو اعطراف وکړ او له ولس څخه یی بښنه هم وغوښتله ولی د نظار شورا چی په سر کی یی د
احمدشاه مسود ورور ضیا مسود دی تر اوسه د خپلوجنایتونو بښنه نده غوښتی.
نو
که د افغانستان روښانفکره طبقه غواړی چی
په افغانستان کی بدلون راشی او یو ښه او مثبت بدلون په یو اواز او یوه خوله د دی ډاکټر
صاحب اشرف غنی تر شاودریږی او دافغانستان داخلی او خارجی دښمانانو شوم پلانونه د
له خاورو سره خاوری کړی او د افغانستان د ۴۰ کالنی غمیزی ته دی د اباد لپاره د پای ټکی کیږدی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
22/03/2014