افضل خان لالا پر ځان قصد يوه ځانګرې پېښه که د لړۍ يوه برخه؟

سورګل                         
 سپتمبر ۲۳ ، ۲۰۰۷
 پر محترم افضل خان لالا باندې د سپتمبر په ۲۱مه د سوات په مټۍ کې په داسې حال کې چې له ملګرو سره په موټر کې روان و، وسله وال غلچکی برید وشو چې په هغه سره د هغه په ګدون څلور تنه ټپي شول او د موټرچلوونکي په ګډون   دوه تنه تلف شول.
اوس  پوښتنه دا ده چې دا یوه ځانګړې پیښه ده که د دغسې پېښو د لړۍ یوه برخه؟ هغه د شخصي دښمنۍ له امله شوې  که د کوم سیاسي مقصد د پاره؟ د ترلاسه شویو خبرونو له مخې دغه برید د شخصي دښمنۍ نتیجه نه، بلکه د سیاسي مقصد د پاره و. د تیرو دیرشو کلونو پېښی چې په نظر کې ونیولی شي دا یوه ځانګړې پیښه نه بلکه د دغسې پېښو د لړۍ یوه برخه ده او ګمان نه کیږي چې دا به یې وروستۍ پېښه وي.
  پر افغانستان باندې د شوروي له یرغل نه وروسته چې د دریو میلیونو په شاوخواکې افغانان په کوټه، پیښور او شاوخوا سیمو کې کډوال شول هلته د پاکستان د اي اس ای ISI تر حکم لاندې راغلل. او بې شمیره  افغانان په ظاهر کې  د افغان اسلامي تنظیمونو له خوا ترور یانې ووژل شول. که دغه وژنې   د ای اس ای ISI په خوښه  نه وای ممکنه نه وه چې اسلامي تنظیمونو به هلته دغه وژنې کړې وای، هغه هم دغومره ډيرې. وژل شوی کسان نږ دې ټول پښتانه او د سر کسان وو. دوی ټول ملي، دموکرات او په خپلواکۍ مین پښتانه وو لکه پوهاند سید بهاالدین مجروح، جنت غروال، عزیز الزحمن الفت، ډاکټر نسیم لودین، ډاکټر سعادت شګیوال، استاد ذاکر، محمد ولی کړوخیل، عبدالرحیم څین زی، عبدالحکیم کټوازی، عبدالاحد کرزی او نور. د پاکستان حکومت یا په دقیق ډول ای اس ای ISI  چه د پاکستان اصلي حکومت دی د هیڅ یوه وژنه  ټینګه ونه نیوله. په همدغه   لړ کې بل ټکي دا دی چې په افغانستان  کې د شوروي اتحاد له ماتې نه وروسته پاکستان په افغانستان کې لاسپوڅی حکومت غوښته چې د تنظیمي دورې حکومت او د افغانستان کورنی جنګ تر زیاتې اندازې، نه په کلی ډول د پاکستان د همدغه سیاست نتیجه ده.
  پاکستان   دا ټول د څه د پاره کول، او لا یې هم کوي؟ یو مقصد یې د ستراتیجیکي ژورتیا په نامه د هندوستان  د احتمالي یرغل په مقابل کې دفاعي تدبیر دی چې په هغه حال کې به پاکستان خپل پوځونه افغانستان ته په شا کوي او بیا به له هغه ځایه ګوریلایي جنګونه کوي، او پاکستان به ژغوري. د دې د پاره يې باید د مخه په افغانستان کې یو لاس لاندې حکومت لرلي وي او افغانان یې دغومره ضعیف کړي وي چې د هغه مخه نیولی ونه شی.  دا چې  د افغانستان  ډول ډول ودانۍ د ملی مقاومت په بهیر کې د ای اس ای ISI په دستور ورانېدلې ، او افغانستان  په کورنۍجنګ سره  نور هم وران شو، او اوس هم ورانیږي د همدغه   سیاست نتیجه ده. د دغه سیاست له مخې ای اس ای ISI دغسې ملایان  او پیران تر خپل نفوذ لاندې   راوستي چې حاضر دي د اسلام په نامه  په افغانستان کې د هغه سیاست عملی کړي، لکه چې ملایانو او پیرانو د روښانیانو په مقابل کې  مغلي حکومت ته خدمت وکړ او دیوبندي ملایان د پاچا امان الله پرضد شوي وو. کومه هغه مرسته چې ای اس ای ISI یې د طالبانو له تحریک سره کوي د همدغه سیاست له مخې ده.
   بله دا چې پاکستان چې د ختیځ پاکستان   له جلاکیدلو نه وروسته  تر پخوا نه ډیر د خپلې سلامتیا په اندیښنه کې دی له پښتنو نه ویره لري. پښتانه اوس د دیورند په دواړو خواووو کې تر څلویښت ملیون نه ډیر دي. پاکستان   د دوی د اتفاق  دښمن دی. همدغه سبب دی چې پاکستان د پخوا په شان  اوس هم  له پښتونخوا سره د انګریزانو  غوندې د یوې مستعمرې په شان  چلند کوي. هلته اوس هم د پاکستان  د اساسي قانون   پرخلاف د انګریزانو د وخت مقررې جاري دي. په نتیجه کې پښتونخوا اوس یوه ډیره  نامنکشفه او غریبه سیمه ده. څنګه   چې پاکستان  په ماهیت  کې د هندوستان، ایران او افغانستان  پرخلاف  یو مصنوعي هیواد دی نظامیانو تر ملکیانو نه ډیر پرې باندې حکومت کړی په داسې حال کې چې هندوستان  چې له پاکستان  سره یو ځای هسک شوي نظامي حکومت تر اوسه   هیڅ نه دي لرلي. په دغه حال کې  هر هغه پښتون چې د پښتونخوا د پښتنو د پاره کار کوي. ای اس ای ISI یې خپل دښمن ګڼي دا خو لا په ځای پریږده چې هغه د ټولو پښتنو د اتفاق د پاره  فعالیت وکړی لکه محترم افضل خان لالا یې چې کوي. دی پردې عقیده ولاړ دی چې ((قومونه په ژبه او کلتور باندې جوړیږي)) نو ((قومي وحدت زموږ حق دی، (او) پښتون قام به حتما یو کیږي)) خو ((د ی پر ځای چې دا کار په جبر او زور  وشي ښه کار دا دی چې د خبرو له لارې وشي،)) (له شیر اغا حرکت سره د افضل خان لالا مرکه، جون ۲۰۰۷، د قول نقل بینوا ویب پاڼه، سپتمبر ۲۳، ۲۰۰۷)
د دغه غلچکي برید نیغ مسئول لا مالوم نه دی خو له پورته بیان نه جوته ده چې هغه به د ای اس ای ISI کوم ګمارلی شخص دی. ای اس ای ISI د محترم افضل خان لالا او د هغه په شان پښتانه زغملی نه شي. ای اس ای د شوروي اتحاد د کی جی بی په شان ذ افغانستان د لاندې کولو پلان لري. د سپتمبر په شلمه د پکتیا د ادبي ټولنې مشر ډاکټر محمد هاشم مصور هم چې یو تکړه پښتون وو د نامالومو کسانو له خوا ووژل شو. دغه وژنې او د پښتنو پر ضد هغه حرکت چې په کابل کې روان دی ښئی چې پښتنی ضد قوتونو په دغه جنایت کې لاس سره ورکړي په دغه مقصد چې دغه څلویښت ملیوني قوم په دسیسو او فتنو سره تر دې حده ځپلی شوي وي چې په پای کې د پاکستان حکومت ته غاړه کښیږدي.
عکس : افضل خان ﻻﻻ