
د ارګ نوماند زلمی رسول ته د حامد کرزی د وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو مستند تصویرونه او رپوټ
. ۱ - دوه اونۍ وړاندی په ارګ کې د قیوم کرزی او زلمی رسول دیوځای کیدو لپاره حامد کرزی خپل سفر سریلانکا ته لغوه او څو ورځی په ارګ کې غونډی وی چی په پایله کې قیوم کرزی د زلمی رسول لپاره د حامد کرزی په فشار دخپلی نوماندی تیر شو. ۲ - دپوهنی وزیر فاروق وردک د حامد کرزی په اشاره زلمی رسول ته پراخ کمپاین شروع کړی او ټول حکومتی امکانات دده لپاره کارول کیږی. ۳ - دوه اونۍ وړاندی د زلمی رسول په دفتر کې د پوهنی وزیر فاورق وردک،، د ولس مشر سلاکاران ، د کرهڼی وزیر رحیمی او د سولی عالی شورا څو تنه غړو ناسته درلودل او زلمی رسول سره ژمنه وشو چی ټول حکومتی او د ارګ امکانات به دده په خدمت کی وی. ۳ - تیره ورځ په قندهار ولایت کې د زلمی رسول غونډه و د قندهار امنیی قومندان او او یو شمیر نور پوځی افسران ټول پر کمپاین بوخت ول .. له سپین بولدک نه خلګو ته ویل کیده چی د موټرو تیل درته درکوو تاسی ولاړ شی قندهار ته په غونډه کی ګډون وکړی او د پولیسو لخوا د زلمی رسول پوسترونه په زوره دخلګو پر موټرونو ټک وهل کیده. ۴ - دپکتیا ولایت د ښاروالی موټرونه د پوسترونو د نصب لپاره دزلمی رسول د ټیم په خدمت کی دی. ۵ - دبهرنیو چارو په وزارت کې د زلمی رسول پخوانی لوړ پوړی مامورینو پراخ کمپاینونه شروع کړی. ۶ - په مسکو کې حامد کرزی کاکا چی دا مهال سفیر دی یو شمیر افغانان تهدیدوی چی خپلو کورنیو ته وویاست چی زلمی رسول ته کار وکړی. ۷ - د ولس مشر ستر مشاورین دا مهال له دولتی امکاناتو په ګټی اخستنی پر کمپاینونو بوخت دی. ۸ - د کرهڼی وزیر په دوامداره توګه په کابل کې د زلمی رسول د یو کمپاینر کورته د شپی ورځی او بیا دولتی مامورین هڅوی چی زلمی رسول ته کمپاین وکړی هغه څوک چی کمپآین نه کوی لکه مجید قرار به له دندی ګوښه شی. ۹ - په هغه غونډه کی چی ننګرهار کې جوړ شوی وو دپوهنی وزیر لخوا د ننګرهار پوهنی ریاست چارواکو ته ویل شوی وو چی غونډی ته ورشی. ۱۰ - نن په هلمند کې دولتی مقامات والی او د ولایت مشرتابه ټولو دولتی چارواکو ته ویلی و چی غونډی ته راشی او نن یی هیڅوک نشی غیرحاضر کولی. دا هم د بیلګی په ډول د ارګ د لاس وهنو مستند شواهد. ۱۱ - کله چی زلمی رسول کوم ولایت ته سفر کوی نو له ارګ نه ولایتی چارواکو ته زنګ وهل کیږی چی په پوره زور سره ورته کمپاین وکړی او غونډو ته یی ورشی. ۱۲ - په ننګرهار کې چی د زلمی رسول غونډه و دجلال اباد ښاروال،،او څو تنه نور ریسان خلګو او خپلو مامورینو ته ویل چی غونډی ته راشی .. ان زما د کورنی څو غړو ته د یو ریس لخوا ویل شوی وو چی غونډی ته راشی.