اسراييلو د توغنديو ضد يو دفاعي سېستم ازمويلی

اسراييلو د آيرن ډوم په نامه د توغنديو ضد داسې يو سېستم په برياليتوب سره   ازمايلی ، چې کولی شي په هوا کې د 70 کيلومترو په واټن يو توغندی په نښه کړي او له منځه يې يوسي . دغه سېستم کولی شي په يوه وخت کې څو توغندي په نښه کړي او له منځه يې يوسي. نوی ازمويل شوی سېستم به تر 2010 پورې پر فعاليت پيل وکړي.