جاپان ويلي ، چې که د شمالي کوريا فضايي سپوږمکۍ د جاپان له فضا څخه تېره شي نو جاپان به يې له منځه يوسي . شمالي کوريا ويلي ،چې د اپرېل د 4 مې او 8 مې نېټې ترمنځ به خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته واستوي. امريکا، جاپان او سويلي کوريا وايي ، چې د دغې سپوږمکۍ ازمايل غير قانوني او د نه منلو دي ، ځکه چې شمالي کوريا غواړي په دې پلمه خپل د اوږده واټن توغندی وازمايي. د سپوږمکۍ د بريالي توغولو سره به شمالي کوريا د دې وړتيا پيدا کړي چې د امريکې شمالي برخې په نښه کړي او ويې ولي.
وروستي