
عامه پوهوی د ټاکنو یوه مهم اصل دی چې له ټاکنو مخکې یې د ټاکنو د کمیسون چارواکي یې په لاره اچوي چې خلک د ټاکنو او رایې اچونې له لارو چارو سره اشنا کړي . د عامه پوهوي پروسه له ډېرو لارو پلي کېدلی شي او د ټاکنو کمیسون دا دنده لري چې تر ټاکنو مخکې د دغې پروسې پلي کولو ته ډېر کار وکړي چې د عامه پوهاوي کارکونکي د هېواد هر برخې ته ځان ورسوي چې خلک د ټاکنو له پروسې سره بلد کړي. خو تر کومه چې زه اټکل لګوم دا نورو ټا کنیزو دورو غوندې دا ځل هم دا پروسه په سمه توګه سر ته و نه رسېده، زه دا خبره ځکه کوم چې د تېرې دورو غوندې زما په ولایت او کلي کې یې ښځې اوس هم د کاندیدانو څېرې نه پېژني څه چې دوی په دې پوهې شي چې چا ته، چېرته او څنګه رایه ورکړي.
د لومړي دورې له ټاکنو څخه مې د خپلې یوې کلیوالې یوه خبره رایادېږي چې دېره په زړپوري ده. ورته مې ویل چې چا ته دې رایه ورکړه؟ راته وویل هغه ته چې قرقولي په سر وه. زما کلیوالې کرزی نه و لیدلی کله چې د رایې صندوق ته درېدلې وه د رایې اچونې په مرکز کې یې ویلي و چې زه هغه چا ته رایه ورکوم چې قرقولي یې په سر ده. دا چې د هغه مرکز کارکونکي به څومره صادق و چې دې ته به یې په سمه ټوګه لارښونه کړې وي په هغه هم خدای ج خبر دی او له بده مرغه دا حالت اوس هم دوام لري. داسې سړي هم شته چې د نوماندونانو له څېرو سره اشنا نه دي، ښځې خو لا پرېږده چې د نورو ټاکنیزو دورو په پرتله په دغه دوره کې بیخي بی خبره پاتې شوي او دا خبره خو لږه جالبه هم ده چې اوسنی ولسمشر خو یوه نښه درلوه چې قرقولي یې په سر وه او خلکو په دغه هم پېژنده خو اوسني کاندایان داسې څه نښه هم نه لري او که دا خبره ومنو چې که ښځې په یوه ډول د کور د نارینه وو له خوا د رایو صندوقونو ته راشي دوی به د خپلې خوښې نوماند او د رایې اچونې په طریقه پوي شي.
د ټاکنو په هلکه عامه پوهوی کیدای شي له بیلابیلو لارو وشي چې دغه دوه برخې یې دېرې موثرې دي
۱ـ عامه پوهوی د رسنیو له لارې
۲ـ د ورکشاپونو په واسطه
۱ــ رسنۍ : د رسنیو لارې یې ډېره موثره ده او په دې برخه کې یو څه نا څه تبلیغ کېږي خو ډېر کم دی او دغه تبلیغات ډېر کم نشرېږي او بله خبره دا چې رسنیو ته هم لاس رسۍ نشته او دولتي رسنۍ خو هسې هم بې خبرې دي او د ټاکنو کمیسون په دې نه دی تواندلی چې د شخصي رسنیو لارې ډېر کار وکړي.
۲ـ د ټاکنو په هکله د عامه پوهوي بله لاره د ورکشاپونو جوړول دي چې د دغه لاره ډېره ستونزمنه ده چې د امنیتي ستونزو له امله یې جوړېدل یې اسان نه دی او که جوړ شوي یې هم د ولایتونو تر مرکزونو او یا یا په امنو ولسوالۍ کې به جوړ شوي وي.
ځینې ولایتونه او ولسوالۍ د نا امنو سیمو په لیست کې راځي چې دولت یې لرې پرتې ولسوالۍ بولي چې هلته د دې امکان شته چې ټاکنې ونشي خو د ځینو ولایتونو ځینې ولسوالۍ له مرکزه دېرې لرې نه دي خو د هماغې ولسوالۍ خلک هم په تېرو ټاکنو کې د رایې اچونې له پروسې څخه بې برخې پاتې شول اوس هم له دغې بدمرغۍ سره مخ دي.
سره له دې چې د ټاکنو په هلکه د عامه پوهوي لپاره د تلویزونو او راډیو ګانې لارې تبلیغات کېږي خو هغه څه چې په عمل کې وي له هر ډول تبلیغ نه بهتر وي.کیدای شي د د عامه پوهوي لپاره کار شوی وي خو دا خبره یقیني ده چې څرنګه چې ښایي چې ښځینه د دېرو ستونزو له کبله به ونشي کولای چې په ټاکنوګډون ونه کړي او په ټاکنو به ناوړه اغیزه وکړي.
د افغانو مېرمنو مخ ته ډېرې ستونزې پرتې دي چې دوي به وکولای شي د رایې اچونې بهیر که به ګدون وکړي او که وې کړي دوی به سمه توګه دې رایې اچونې په طریقه پوې وي او هغه ځه چې ډېر مهم دي هغه دا چې ښځې دا حق لري چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي او که هغه هم د کور د نارینو په خوښه هغه چا ته ورکړي چې ورته ویل کېږي خو هغه څه چې ډېر مهم دي هغه دا چې مېرمنې د ټاکنو په روځ له کوره راووځي او رایې واچوي.
پاکیزه ارزو