ځان وژنې

 
انسان ټولنیز موجود دی او د خپل فطرت  سر سم له ټولنیز ژوند سره توافق کوي او کله چې دغه خاصیت ترې واخیستل شي له بیلابیلو راوني مشکلاتو سره مخ کېږي او یا هم داسې حالت ته رسېږي چې هر څه ورته پردي ښکاري او له دغه حالت څخه د خلاصون لپاره له ځانه بېزاره شي  یا خو به خپل نورمال حالت له لاسه ورکړي او یا به ځان وژنه کوي. د ځان وژنې پښې په وروسته پاتو ټولنو کې ډېرې پېښېږي چې چې زیاتره قربانیان یې ځوانان دي چې مختلف عوامل لري او له کومو ستونزو له امله چې دېرې د ځان وژنې پښې رامنځ ته کېږي یوه یې اقتصادي او بله یې په فردي مینه کې ناکمېدل دي.
څو ورځې مخکې مې د یوه ځوان د مرګ خبر مې ولوسته چې چا وژلی نه و بلکې خپلې یې ځان وژنه کړې وه. دغه ځوان د یوې نجلۍ په مینه کې یې تر ناکامېدو وروسته یې ځان وژنه وکړه او د یوه باسواده ځوان د مرګ د خبر اورېدل د یوه داسې هیواد لپاره چې د سواد کچه یې ډېره ټیټه ده یوه تکان ورکونکی خبردی.ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثت لري او د ټولنې راتلونکی ورپسې تړلی دی. ځوان د یوه پیاوړي ځواک په توګه په ټولنه کې موجودیت لري چې کولای شي په خپل فزیکي او معنوي ځواک د یوې ټولنې د فکري، فرهنګي او سیاسي وضعیت د بدلون باعث شي او زموږ هیواد  په اوس مهال کې د خپل ښه راتلونکې لپاره دغه ځواک  ته ډېره اړتیا لري.
افغان ځوانان په تیرو درېینمو لسیزو جګړو کې لکه د ټولنې بل هر قشر ډېر زیامن شوي دي. په ځانګړي ډول نوی نسل چې د ژوند کولو له ټولو مادي او معنوي نعمتونو او امکاناتو څخه بې برخې پاتې شول او تر ټولو لوی زیان چې ځوانانو ته ورورسېدل هغه د تعلیم څخه لرې والی دی او له دغه لوی نعمته اکثره ځوانان بې برخې پاتې شول. په اوس مهال کې به نیکمرغه وي هغه ځوان وي چې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي. ځوانان چې مختلفې او په خاص ډول اقتصادي ستونزو لري دا معلومه ده چې زده کړې په اساني نه کېږي او چې کله دوی لوړې زده کړې وکړي ثمر یې دا شي چې د یوې وړې ستونزې له امله د خپل ځان قاتل شي. ډېر د شرم ځای دی چې یو ځوانان دې په داسې بزدلانه عمل لاس پورې کړي. د یوه داسې هېواد ځوان دا کار وکړي چې په هېواد کې یې د ځوانو مرګونو کوم کمۍ نشته. هره ورځ په لسګونه میندې دهمدغه ناوړه عمل یعنې د ځان وژنکو په حملو کې بورېږي، په لسګونه خویندې د ورونو په وېر کې ناستې وي او په لسګونه ښځې سرتورې کېږي. د داسې هېواد ځوان دا کار وکړي چې لوستو کسانو فیصدي یې ډېره کمه ده. دغه ځوان ته نه یوازې د ده کورنۍ بلکې د ده هیواد هم ورته سترګې په لاره و او د هیلو په دغه درشل کې دغه ځوان د ناهیلو یو دروند بار له خپل جسد سره خپلې کورنۍ او خپل هېواد ته ډالۍ کړ. دا خبره منو چې بغیر د مینې نه ژوند سخت وي، مینه د انسان فطري غریزه ده او د مینې په واسطه الله ج د انسانو زړونه سره پیوند کړي خو دا به هم ضروري نه وي چې مینه د یوې داسې کمزوري په ډول ومنل شي چې انسان خپل ژوند په کې وبایلي. ژوند د الله ج لوی نعمت دی چې د پور په ډول موږ ته راکړل شوی دی او د دوباره اخیستلو حق یې هم صرف الله ج په واک دی او مینه د الله ج یوه معنوي ډالۍ ده چې انسان په هررنګ کې کولای شي خپل ژوند پرې ښکلی کړي او د خپل د ژودانه د بقا سبب یې وګرځوي. داسې ناړوه عمل د غندنې ده ځکه زموږ دین کې د ځان وژنه او ناهیلي حرامه ده او دغه ځوان دغه عمل دا ښي چې دی له خپل دین څخه بې خبره و. انسان اجتماعي موجود دی او د یوه انسان لپاره ژوند نه کېږي. افغان ځوانان تر بل هر وخته اوس باید ډېراحساس اووسي ځکه  هیواد یې له ډېرو نازکو سیاسي حالاتو تېریري او د زموږ دښمانو زموږ د لوستو هېوادوالو په قصدي وژنو پسې مټې رانغښتي دي. په لوستو ځوانانو پورې د هېواد ښه راتلونکی تړلی او د ښه راتلونکې مسولیت د دوي په لاس کې دی.په دې هیله چې داسې پېښې نورې تکرار نه شي او زموږ ځوانان په هېواد او په بهرینو هیوادنو کې د زده کړو له طلایي فرصتنو څخه ښه ګټه پورته کړي او په دې هیله چې زموږ ځوانان علم د خپلې لارې مشال وګرځوي او خپل هیواد کې خورې د جهل تیارې پرې رڼا کړي او د خپل وران هېواد په ابادۍ کې په خپل ځوان مټ، ځواک او فکر ونډه واخلي.
پاکیزه ارزو