راغلــــې پسرليــــه د سرو ګلوو دي اثر نشته
ګونګ دې بلبلان دي چې غزلو کې هنر نشته
وکـــــرل وخــــــــتونو د ذقومو د ريښو فصل
وچ شو ه چـــــمنونه د ګــــــــياه کرلو کر نشته
تور ديبان راکډه سول له تورو تورتمـــــــــو سره
اوس خو د سهار د روښنايي بيلکل خبر نشته
وخوړل وحشي ليوانو ټول ښايسته غرڅه دغــــره
زموږ و ژوندو ژوو ته لا ژوند پر لر او بر نشته
راکړه پسرليه لاس له ژمي نه مو خلاص کړه ژوند
زموږ کنګل نفاق ته لا تر اوسه يو رهبر نشته
موږ لـــــــــــــه ډيره وخته د پرديوو پسرلي لمانځو
کلي کې کعبې د پسرلي ته هيڅ ممــــــــــبر نشته
ستا د ګونګۍ ژبې باوري چيغې زه اورمــــــــــــه
نه اوري کاڼه پسرلي ټکۍ مې باور نشتـــــــــــــه
١٣٨٨ لمريز کال لمړۍ شپه
بلجيم
وروستي