د امریکا
د پوځي قواو د عسکرو هغه کرغیړن
عمل چي د یکشنبې د ورځي په سهار یې د کندهار
ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د زنګ اباد د سیمي د الکوزو په کلي کښي د ۱۶ بیګناه
خلګو او ماشومانو
په وینو لاس سور کړ ، په کلکو
ټکو غندو
. هغوۍ چي د نړۍ د یوه دیموکرات
او اولسواک ملت په څیر ، او هغوۍ چي په نړۍ کښي د اولسواکۍ او دیموکراسۍ
لپاره ټټرونه وهي ، نن د یوه غریب ملت ، د یوه بی وسه اولس پر بی دفاع
خلګو ماشین ګڼي چلوي . بلجیم
میشتي افغانان باور لري چي که چیري امریکایان داسي زړه
بږنونکي حادثی تکرار او بیا تکرار کړي نو د افغان
اولس کرکه او عقده به د هر افغان سره تر مرګه مله وي . دا کرکه او عقده یوازي تر ننني نسله نه محدودیږي بلکه دا د تاریخونو
زړونو ته ننوزي ، چي بیا یی پاکول ډیره بیه غواړي .افغان
کلتوري بهیر او اړوندان یی امریکایي ستراتیژیستانو
او د پوځ مشرانو ته مشوره ورکوي چي افغان اولس په داسي
مرګونو نه ختمیږي
! تاسو د ځان او غلیمانو ژرندي ته اوبه او ژوند بخښۍ . تاسو هم ځان ته کنده باسۍ او هم موږ
جنګ ځپلو ته .
په دی هیله چي افغان اولس د یوې ریښتني لاري لاروي شي ، او دې ریښتني لاري ته یو مدبر لارښود
پیدا کړي .
په بلجیم کښي د افغان کلتوري
بهیر مشرتابه جرګه
وروستي