نن د دوزره دولسم زیږدیز کال د جنوری اتمه نیټه د بلجیم هیواد د پیک په ښار کښي د افغان کلتوري بهیر بیړنی غونډه جوړه شوه لمړی حاجي امین باوري د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته د موضوع په اړه چي د المان هیواد په برلین ښار کي د وطن دښمنو او اولس دښمنو ډلو د غونډي په اړه وه ، معلومات وړاندي کړل . په غونډه کي د کابل د طبي پوهنتون د فارمسی د پوهنځي پخوانۍ استاد الحاج ډاکټر ګل افضل غونډیوال مفصلي خبري وکړی ، ښاغلي غونډیوال افغانستان یو نه تجزیه کیدونکی هیواد وباله او څرګنده یی کړل چي افغانستان یو موټی دی او یو موټی به وي ، دا د جنګ او جنایتونو سالاران نه شي کولای افغان اولسونه سره بیل کړي . ورسته الحاج حنیف هوتک د افغانستان تجزیه او یا هم د سیاسي سستمونو تجربی پر افغان اولس یو بل ناکام او د ستمي ډلو ناروا ګزار وباله . الحاج هوتک افغانستان له قومي او جغرافیایی پوله تشریح کړ . افغانستان یی یو داسي هیواد یاد کړ چي بیله مرکزي سیاسي سستم څخه بل هیڅ سیاسي سستم د افغانستان او افغانانو درد نه شي دوا کولای . په غونډه کښي ازاد نظرونه هم واوریدل شول . غونډه د یوی دعایی په ویلو سره پای ته ورسیدل . په پای کښي غونډي دا لاندي پریکړه لیک تصویب کړ :لمړی – هیڅ یو وګړی او یا سیاسي ډله د افغانانو پر برخلیک او ژوند چي د افغانانو ملي ګټو ته زیان ورسوي ، د خبرو حق نه لري . دوهم - دا اوسنۍ راغلي او یا بلل شوي کسان د افغانانو استازي نه دي او نه به هم د دوی پریکړي د عمل جامه واغوندي . دریم - افغانان تر اوسه خپل اواز نه لري ، هیڅ یو بهرنی هیواد نه شي کولای دا ډلي او ډلګۍ د افغانانو استازي وشمیري ، بلکي دا ډلي د افغانانو د وینو پوروړي دی . دا باید له همدی تالار څخه د هاګ محکمی د پنجرو شاته د افغان بیګناه اولس د وینو بهولو جواب ورکړي .څلورم - افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د المان هیواد له چارواکو ، او اولس څخه هیله کوي تر څو د المان - افغان اوږده او نیکه دوستي په داسي بیکاره او ناکامه ډلو او ټپلو ونه پلوري .پنځم - افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه ، غړي او بلجیم میشتي افغانان له افغان چارواکو او سیاسي منورینو څخه په درنښت هیله کوي تر څو د داسي یوې سیاسي غمیزي مخه ونیسي . افغان سیاسي منورین باید له نړۍ او نړیوالو سره د خبرو ور پرانیزي او د افغانستان داخلي واقعتونه هغسي چي دي وروپیژني .شپږم - موږ افغانان دا جانیان او د وینو سوداګر په نړیواله محکمه کي غواړو . د دوی غونډه غندو او په رسوا ټکو کي د المان د هیواد او هغو سیاسي حلقو غندنه کوو چي داسي مجلسونه افغان دښمنو ډلو ته جوړوي .اووم - موږ افغانان د دی مزدوري ډلي فیصلی نه منو .
وروستي