د یوشتمي پیړی په درشل کي د نړیوال کیدلو تر شعار لاندي
دا دی د لویدیځ د سرمایداري نظام د سرمایی او استخباراتي پروګرامونو په وسیله کله
د پسرلي ! تر نامه لاندي او کله هم د سرمایداري نظام د پوځ په وسیله سره یو ځای
کیږو . د یوشتمي پیړی سیاسي لغتونه د اتلسمي، نولسمي یا د شلمي پیړی له یو شان
لغتونو سره په تعریف کي بیل سوي دي .
سیاسي ازادي، سیاسي استقلال ، ملي اقتصاد ،دیموکراسي، ملي پوځ، ملت غوښتنه،
ملت پالنه او ... هغه ویی دي چي د تیر په څیر نه تعریفیږي او نه تفسیریږي . هر کله
چي د کوم هیواد مشرتابه د داسي یوه پروګرام
د تطبیق په لاره کي خنډ سوی دی ، تر ټولو لومړی تاوان یی خپل اولس ته اړولی
دی . تونس ، لیبیا ، عراق ، سوریه او نور هیوادونه زموږ د دی خبري ثبوت دي . په دی
لړ کي دځینو اسلامي هیوادونو مشرانو سیاسي تدبیر خپل کړ او د دی لړی د کړی سره د مخالفت
پر ځای یی د هیواد او اولس د ژغورني په خاطر لاره خپله کړل او دا دی تر اوسه خپل
هیواد او اولس ته ګټي راوړي . مراکش ، الجزایر ، اردون ، عربي متحده امارات او نور
هیوادونه زموږ دا خبره ثابتوي . په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د
پریکړي پر اساس غربي او ملګري ځواکونه راغلل او د طالبانو حکومت یی ړنګ کړ . د
امنیت د شورا د پریکړي پر وخت د طالبانو نږدي ملګري لکه سعودي عربستان ، پاکستان ،
عربي متحده امارات لا د دوی پر طرف ونه دریدل او یا په بل عبارت چي ونه توانیدل چي
ملګري پاته سي . د داسي یوه عظیم قوت په وړاندي یوازي لیوني او یا هم ناپوه خلک
مقاومت ته را دانګي .
د لویدیځ د سرمایی ، پوځ او استخباراتو کړني کله زموږ د
هیواد مشرتابه په ځان دومره باوري کړي چي ځان ځیني ورک سي او د خپلو پریکړو په اړه
هیڅ تشویش نه کوي .
پوهیږم چي د امریکې د متحده ایالاتو د پوځونو او اډو
شتون به په سیمه کي د لویدیځ د سبا د یو لړ ګټو د خوندیتوب او د نړیوال کیدلو د
پروسي د چټکتیا لپاره ضروري وي ، خو دې موخي ته تر رسیدلو پوري د سیمي او نړی
هیوادونو ته د خپلو اډو د موجودیت په اړه باید دلیل ولري ، تر نړیوالو مخکي خپلو
مالیه ورکونکو هیوادوالو ته باید دلیل وړاندي کړي . دا جنګ په ریشتیا هم کنټرول
سوی جنګ دی ، په جګړه کي د ښکیلو ډلو د تمویل منبع یوه ده .
اوس به له خپل
زړه سواندي ولس مشره څخه دا پوښتنه وکړو چي که چیري موخه د جګړې اوږدول وي نو تاسو
د خپلو ملګرو (لویدیځ ) سره په تقابل کي اولس ته سوله راوستلای سی او که په
ملګرتیا کي ؟ تاسو اوس تر خپل ځان او ارګ میشتو ملګرو ، اولس او هیواد ته ډیر
تاوان رسولی او لا یی رسوی . افغان جګړه د پاکستان ، ایران او د سیمي د هیوادونو
په ملګرتوب سولي ته نه سی رسولای .
افغان جګړه چي امریکایی چارواکي او رسنی یی د پنځلسو لا
نورو کلنو د اوږدوالي اټکل کوي ، تر هغو نه ختمیږي تر څو افغان سیاسي مشرتابه
نړیوال پوځي دوکتورین ونه څیړي او د هغو سره د خپل اولس او هیواد د ګټو پر بنسټ
پریکړه ونه کړي . سیاست له احساساتو ، عاطیفې ، ځان غوښتونو څخه لیري وساتی ! .
د امنیتي تړون په مشروتي لویه جرګه کي اولسمشر یوه ډیره
پخه خبره وکړل : « موږ افغانانو هر وخت جګړه ګټلی ده خو سیاست مو بایللی دی » جګړه
فیزیکي شخړه ده او افغانانو اوس اوس دی جګړی ته لا سترګي سپیني کړي دي، زموږ
اولسمشر هم د دی جګړی یو پلو وو او اوس هم دی، خو زه بیریږم چي دا ځل به یی هم په
سیاست کي او هم په جګړه کي وبایلو . په داسي یوه غمځپلي هیواد او اولس به دا غم
راوړونکی جګړه او ناورین یوازي او یوازي ستاسو د خام سیاسي فکر او سیاسي خامو کړنو
پایله وي .
افغانان نوردنړی سره په تقابل کي مه دروی !
امبن باوري .
وروستي