په ولسي جرګه کې د کرزي د دوو وزیرانو د استضاح او په دې وروستیو کې د ځینو دولتي جوړښتونو او خپلواکو کمېسیونو په اړه د ولسي جرګې له پرېکړو څخه راوروسته داسې ښکاري چې د هېواد د دولتي سیسټم دننه دوه حکومتونه رامنځته شوي، یو د کرزي تر مشرۍ لاندې مرکزي حکومت او بل د قانوني تر مشرۍ لاندې د اولسي جرګې یا پارلمان حکومت. د پام وړ ټکی دا دی چې دا دواړه قوې (حکومت او پارلمان) د قضایي قوې د پرېکړو په ړواندې د بې تفاوتي او بې حسي ښکاره سرغړونه کوي، دا په داسې حال کې چې د نړۍ په هره ولسواکۍ کې قضایي قوې ته د سیاسي نظام یو ډیر با حیثیته او لوړ مقام په سترګه کتل کېږي �
�و په هر سیاسي نطام کې که هغه ریاستي، پارلماني او ولوکه نیمه ولسواک وي د قضا پرېکړې وروستۍ پرېکړۍ ګڼل کېږي؛ د بيلګې په توګه د پاکستان د سترې محکمې له خوا د مشرف د پرېکړې په خلاف د قاضی القضات بېرته ټاکل کېدل.
اما زموږ د ولسي جرګې ځینو غړو ته د ملت د استازو نه زیات ځانونه مافوق وزیران، قانون پوهان، قاضیان او قانون څیړونکي ښکاري، تردې چې یو ملاډوله شیخ خو په پارلمان کې نېغ په نېغه دا څرګنده کړه چې دا ښاغلی یو قوي قانون پوه دی. اما دا ښاغلی خدای پاک پر دې نه دی پوه کړی چې د څو دلیلونو په ویلو سره څوک نه قانون پوه کېږي.
هره انساني ټولنه د بنسټیز اساسي قانون تر چتر لاندې د ولتي قوانین، مدني قوانین، عرفي قوانین او مذهبي قوانین لري چې ټول د یو پیچلي سیسټم دننه سره رایوځای شوي چې تفسیر او شننه یې د مذهبي شیخانو او د چریکي غلو د چوپړیانو کار نه دی. یو څوک په تشو تخلصونو قانون پوه نه جوړېږي، د قوانینو څیړنه، تشریح او تفسیر ځانګړې زده کړې غواړي او ځانګړي کارپوهان د دې وړتیا لري چې قوانین وڅیړي او تفسیر یې کړي او له دې لارې دولتي جوړښت کې د هرې قوې مسؤولیتونه، واکونه او کړنلارې په ګوته کړي.
موږ باید په ولسي جرګه کې ناست جنابان پړه ونه ګڼو ځکه چې هغه ځای کې چې دوی ناست دي او د ملت استازیتوب کوي په اصل کې ډیر لوړ مقام دی او پر دغه څوکۍ ناسته لوړ کاري ظرفیت، ژور څیړنیز اندونه او لوړه پوهه غواړي او چې یو څوک دغه ځانګړتیاوې ونه لري او په دې څوکۍ کې ناست وي نو ځان ترې ورک کېږي او د افلاطون او فرعون نخرې به کوي، ځینې ښځینه وکیلانې به یې د نړۍ د ښایست د ملکو نخرې پیل کړي او د ملت کور ته به داسې راځي لکه د نکروزو د شپې ناوې او ځینو خوبه یې پښې اسمان ته نیولې وي چې ګواکې اسمان هسک د دوی پر پښو ولاړ دی او دا دې لا بله چې مشر ښاغلی یې ملت او حکومت په دې ننګوي چې د پارلمان دروازې به وتړي او دا ملت کور به دی په خپله وتړي. (له دې سره به څوک پړی راکش کوي)
دلته بحث په دې نه دی چې ولسي جرګې د کرزي د کابینې دوه وزیران په قانوني اویا ناقانوني ډول له واک څخه محروم کړل، که رښتیا ووایوو نو دا جوته ده چې د کرزي مصلحتونه تر دې کچې رارسېدلي چې د کابینې نه یې د شغالانو کور جوړ کړی، له بهر څخه راغلي وزیران د مسلکی تکنوکراتانو او دموکراتانو تر نامه لاندې خپلې ډرامې پیل کړې، شعله یانو او ستمیانو ملت دښمنو د ځینو بې فرهنګیانو په مرسته ځانونه د کرزي تر ګیري پورې رسولي دي او حتی چې د ولسمشر تر دفتر پورې یې خپلې ډلګۍ جوړې کړې دي په داسې حال کې چې مجاهد او مقاومتي خو سره له دې چې د جمهوری ریاست تر کفالت پورې رسیدلی خو ب
یا یې هم شونډې ځوړنده دي او ځان نه یې شڼ هاتی جوړ کړی د دولت ریس باندې تیګې غورځوي چې په دې غوبل کې بیا ځای ورکړي او نورې نادودې هم وکړي. بالاخره د دولت ریس له حکومت نه د هغه مردار شوی حیوان تنه جوړ کړی چې کوم باندې ټپوسان، کارغان، کیدړې، شغالان... راټول شوي او خپلې خیټې ډکوي. ولسي جرګې به هم کوم شغال، ټپوس او یا ګېدړه هاخوا دېخوا کړی وي خو خبر د هغه کړنلارو ده چې د پارلمان غړو له لومړۍ ورځې نه په مخکې نیولې ده، دلته خبره د هغو کړووړو ده چې وکیل صاحبان یې د ملت په کور کې ترسره کوي، دلته خبره د صلاحیتونو او مسؤولیتونو ده او بالاخره دلته خبره د هغو څرګند�
�نو ده چې په هیڅ توګه یې ملت او ولس!
نشي
هضمولی لکه څو اونۍ وړاندی چې د ولسي جرګې ریس سترګې پټې کړې او خله یې پرانیزله او ملت یې پر دې وننګاوه چې که زما غوښتنو ته د هوکې ځواب ونه ویل شو نو د پارلمان دروازې به وتړم او بیا به څوک رانه د ملت کور ته راننه وځي.
که شا او خوا پرتې نړۍ ته ځیر شو نو د اسې هېواد نه ترسترګو کېږي چې د هیواد کی دداسی بیلگی مشاهدووسو چیرته چی داولس استازی پخپله د پارلمان دروازی و تړی. هو ! پارلمانونه کیداشی په بعضی حالاتو کی ددولت د ریس لخوا منحل شی او یا په بیړنیو حالاتو کی د خلکو ټاکلی پارلمانونه ځندول کیږ ی او یا د مینحه ورل کیږ ی. خو هیخ کله د پارلمان غری نشی کولای چی د پارلمان دروازی دی وتړی . هو د پارلمان نه د احتجاج په توگه و تلای شی اما دروازه یی خوک نشی بندولی . نو که چیری د پارلمان دا په نوم ریس چی تول زوند یی د یو د ستوری گوریلای توپک سالار تر څپړی لاندی تیر کړی د خلکو د گډ کو�
� دروازه وتړی نو دی امل ته به کومه ترمینالوزی و کارول شی. دا عمل به د کوم ولسواک سیاسی نظام په چوکات کی ځای کړای شی او بالاخره خوک به ددی ضمانت ورکړی چی دا ښاغلی به په راتلونکی کی د خپلو مشروع او غیر مشروع غوشتنو د لاس ته راورلو لپاره دا وسله ونه کاروی.
دا شاغلی فکر کوی چی د ولسی جرگی دروازه هم لکه د جهاد او مقاومت په وختونو کی د هغو پلونو دی چی کله به دوی د سر امن غوښته نو په بمونو به یی والوزول او بند به یی کړل او کله به یی چی بیا خوښه شوه نو بیا به یی د استحکام پلونه له سره پری وتړل او خلاص به یی کړل. حال دا چی داسی نده پارلمان د ولس کور دی او د ولس د کور پریکړی ددستوری توپک سالارانو او کاغذی ملی اتلانو چوپړ یان نشی کولای.
دا بی قانونه شاغلی دی پدی هم نه تیروزی چی اولس او ملت به په توره دریشی او یو خو تکیو خبرو باندی تیروزی نه په هیخ دول نه .......
عام ولس او ملت اوس پدی پوه دی چی د سیاسی پروفیشنلیزم د مقیاس واحدونه نه توره دریشی ده او نه هغه یو خو ټکی چی دی جناب زده کری دی.
دا صیب دی پدی نه خوشباوره کیږی چی ویی کولای شول چی سیاسی دسیسه جوړولو یی د پارلمان د غړو تر مینح کار وکاوه او د کرزی دوه وزیران یی استضاع کړل. پداسی حال کی چی هغه څه ځانگړی حالات را مینځ ته شول او هغه هم د هغه چالاکی گیدړی ابتکار وه چی د کرزی تروزرو لاندی یی ځان غلی کړی. او خپلی ډرامی په ډیر مهارت سره پر مخ بوزی.
او بل داچی دا جناب دی پدی هم پوه شی چی د خلکو ځواک د خدای تعالی ځواک وی او په ولسی جرگه کښی (پارلمان) کی تر اوسه بعضی هغه درانده د خلکو استازی شته چی په رشتیا سره یی د خلکو لخوا ټاکل شوی دی او هغوی د پارلمان رښتـــنی حیثیت ښه پیژنی او هغوی به هیح کله د تا په خولی د پارلمان دروازی ونه تړی. بله د ارزشت تخنیکی خبره داده چی پارلمان ریس په قانون کی د پارلمان د نورو غړو په پرتله هیڅ لوړوالی نلری او په حقیقت کی دی چوکی ته چی دی بی قانونه صیب پری تکیه کړی په سیاسی ترمنیالوژی کی ورته د پارلمان ریس نه بلکی ویاند ویل کیږی. او د پارلمان ویاند دنده دا نوی چی دی د نور
وکیلان و هڅوی˛ بلکی د پارلمان د ویاند اصلی دنده صرف او صرف د یو اسانچاری((Facilitator ده او بس.
ژوندی بیلگی لرو لکه د امـــــــــــــریکی د کانگریس ویاند یا Speaker يا Spokesperson نومول كيږي په همدی ډول د هند د لوگ سبها ریس ته هم Speaker وایی او یا هم د روسی د دوما ویاند . پداسی حال کښی چی د پارلمان په دننه کښی بیا هر سیاسی گوند د پارلمان په دننه کښی د خپل گوندی کړو وړو د ښه سمبالښت او یو غږی کیدو لپاره ریس یا مشر ټاکی. سیاسی گوندونه د پارلمان په دننه کښی د ویاندوی د څوکی گټل ځکه د اهمیت وړ گڼل کیږی چی دا بری د همغه گوند برلاسی په پارلمان کښی په گوته کوی.خو ورسره ورسره د ویاند دنده اؤ مسولیت داوی چی ددی دندی د تر سره کولو په وخت کښی خپل ټول گوندی تمایلات شا
ته و غورزوی او په بشپړه ناپیلی توگه اسانچاری وکړی.
نو ددی په اساس خبره داده چی یو خو دا جناب په پارلمان کښی نشی کولای چی د خپل سیاسی گوند استازیتوب ددی د ویاندوی چوکی ته شا وکړی حال داچی دا بی قانونه صیب دا کار هم کوی او بله داچی دا جناب چی دی چوکی ته رسیدلی نو لکه همیش د بعضی مصلحتونو به بنیاد د کرزی لخوا ور پیژندل شوی دی.
او کرزی صیب ښایی دا فکر کړی وی چی پدی ډول وکولای شی چی ددی ښاغلی همدردی له ځان سره ولری خو افسوس چی داسی ونه شول او اوس پخپله کرزی ته د سر درد گرزیدلی دی.
په اخر کښی هیله لرم چی د ولسی جرگی درانده او پوه استازی دی دی ټکی ته پام وکړی او دده ښاغلی هغه خوشباوری ته دی د پای ټکی کیږدی چی دی ځان د پارلمان د ریس په توگه راپیژنی٠ دی نه د اولسی جرگی ریس ده او نه د اولسی جرگی د نورو استازو په پرتله برتری لری. سره له دی نه چی دی د پارلمان ویاندوی دی او دنده یی د اولسی جرگی په ناستو کښی د چارو اسانتیاوی برابرول .................دی هم دی ټکی ته توجه وکړی چی دا جناب د ولسی جرگی د ریس په نوم نه بلکی د ولسی جرگی د اسانچاری په نوم ونوموی.
وروستي