
د پيژند ګلوې په لومړيو کې مو په خوږو او مينه ناکو سترګو په تښتېدلو وازو شونډو په خلا صه او هواره ټنډه په تخنيدلي او خندان مخ د اخلاص او صداقت په ښوولو د مينې او محبت په څرګنده ولو په صلا او رغبت په کراتو مراتو په شپو او ورځو مو له يو بل سره خواله کول .
په همدې وجه مو اړيکې سره نژدې او ټينګېدې ،ورځ تربلې يو پر بل مو باور او ډاډ ډېرېده.
هر کړنه مو د ترحم او مرحمت په اساس نه بلکې د برابرۍ،عدالت او حقیقت په بنياد کوله . د ظلم، زور، تېري ،رټنه او غندنه د بې کسه ،بې وسه، او مظلوم ستاينه او پالنه مو لوی آرمان ،ريښتيا او حقيقت ويل مو د پيوند ټکی وه .
هو !ريښتيا چې د انسان زړه د پياز په شان په ۵۲ پردو کې پيچلی او پټ دی.
د زړه راز، حال اواحوال معلومول د خولې د وينا له مخې ناشونی دې .پدې چې د خولې ژمنې د يخ پر مخ د کرښې او د زړه ژمنې د کاڼي د کرښی په ما نا ده .
ګوره ملګريه : د تا دوه انتخابه وه ،د خولې انتخاب دې زه وم او د زړه دې زما د کړنې برعکس لوري وه .
د ګټو تر شېبو دې ستايلم
پدې موده کې تا زه څټلم ماته- زه په شاتو ککړ وم. ته په زهرو. ته په خوږو خوږمن شوی – زه په زهرو مسموم .
بلجيم
محمد نقيب ۲۰۰۹/۳/۲۴