د ټولنې پنځوس سلنه برخه او ټاکنې

 د۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ نېټه به افغانان د رایې اچونې مرکزونو ته ځې او د خپل هېواد لپاره به نوی ولس مشر ټاکي چې وروسته له هغه به زموږ هېواد له لوی سیاسي بدلون سره مخامخ شي او د ټاکنو په دوو دورو کې به دا په لومړی ځل وي چې له یوې سیاسي ډلې څخه بلې سیاسي ډلې ته واک لېږدول کېږي. دا چې دا سیاسي بدلون به څومره موثر وي دا خو له وخته مخکې خبره ده چې نوی حکومت به په هېواد کې د یو لوی سیاسي او ټولنیز بدلون راوستلی شي. خو په ټولنو کې د یوه سیاسي او ټولنیز بدلون راوستل د هغه هېواد په وګړو پورې اړه لري چې دوی څرنګه کولای شي چې خپل راتلونکی وټاکي او کوم داسې شرایط دي چې د هغه په پوره کولو سره د دوی د خپل ښه راتلونکي ضامن شي. دا ټاکنې له څو اړخو مهم دي او خلک به داسې ولس مشر ټاکي چې دوی په سمه توګه رهبري کړي. ځکه له بهرنيو قواوو څخه د امنیت لېږد هم په دغه کال کې بشپړېږي چې تر ټولو لویه ننګونه ده او حکومت له دغه ننګونې سره په پوره مېړانې سره مقابله وکړي. سره له دې چې افغانان د د ټاکنو په په واسطه د حکومت د بدلولو دېره لرې مخینه نه لري او دوی یوازې به دو دورو ټاکڼو سره مخ شوی او په ډاوړو دورو کې د یوې سیاسي ډلې په واک کې قدرت پاتې شوی او کوم ډول چې خلکو تمه درلوده هغسې اړتیاوې یې نه دي پوره شوي .دا ځل د ټاکڼو بڼه بدله ده ځکه خلک د نویو نوماندو له څېرو سره اشنا شوي او هر نوماند د خپل ټاکنیزو پلانو سره د یو نوې نظام د جوړلو ژمنې کوي او په عامه اصطلاح خلکو ته زرین خوبونه وروینې .اوس پوښتنه دا ده چې دا زرین خوبونه به کوم نوماند په واقعیت بدلوي او خلک به څنګه له نوماندو څخه غوره نوماند غوره کړي؟ بله کومه پوښتنه چې په ټاکنو کې مطرح ده چې څومره خلکو د رایې کارتونه اخیستي دي او څومره خلک به رایه واچوي او تر ټولو مهمه چې ښځې به د ټاکنو په ورځ  له کور را ووځي  داسې شرایط به برابر شي چې دوی رایه واچوي؟ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړه وي،چې زموږ په ټولنه کې یې ډېرې ستونزې او ننګونې مخ ته  پراته دي. په تیرو ټاکنو کې چې امنیتي حالات بهتر و ښځې رایې اچونې ته له کورونو رابهر شوې رایې یې واچولې خو اوس د تیرو دورو په نسبت امنیتي حالات ښه نه دي دوی به له کومو ننګونو سره مخ شي چې دا حالت د اندېښنې وړ دی او که د یوې ټولنې پنځوس سلنه برخه په پراخه توګه رایې وا نه چوي د ټاکنو برخلیک به څه وي.
د جمهوري نظام په تېرو دوه دورو کې که ډېر بدلون د افغانانو په ژوند کې نه دی راغلې خو بې رنګه هم نه دی پاتې شوی او په تیرو دولس کلنو کې یې د پام وړ پرمختګونه شوي دي خو په سیاسي لحاظ دا پرمختګ بې رنګه دی او ښځو ته په حکومتي پوستونو کې کمه ونډه ورکول شوې ده چې دا په خپله لویه تشه ده او په ډواړو دورو کې د دولتي پوستونو کې ښځې یوازې تر یوه وزارته محدودې پاتې شوې دي. خو له ښه مرغه دا ځل په ټاکنو ځینو نوماندانو ځیني ښځینه څېرې د خپلو معاونینو په ټوګه نومولي دي چې په سیاسي لحاظ دا لوی بدلون دی او دغه بدلون ښځې دې ته هیله مندې کړي چې که دا نوماندان ټاکنې وګتي نو د دوی په ټولنیز ژوند کې به هم بدلون راشې.
رایه د هر چا خپل حق دی او هر څوک یې د خپلې خوښې نوماند ته ورکوي خو داسې هم پېښږي چې د نوماندانو د یو ډولیزه پلانونه رایه اچونکی دوه زړی کوي چې چا ته رایه ورکړي په ځانګړي ډول ښځې به کوم نوماند وټاکي چې رایه ورکړي.هغو نوماندو چې مېرمنې یې مرستیالې دي ښځې به دې ته اړ کړي چې هغو ته رایه ورکړي او که ښځې به له فکره کار واخلي تش د ښځو په مرستالۍ به تېر ونه وځې او هغه چا ته به رایه ورکوي چې واقعیي توګه ښځو ته د یو ښه برابر ټولنیز نظام جوړولو ته ژمن وي.

پاکیزه ارزو