نن د هندوستان د موټر جوړولو مشهور شرکت ( ټاټا) د نړۍ تر ټولو ارزان بيه موټر نندارې ته وړاندې کړ. دغه موټر چې دوه سلنډه لري او په ساعت کې 105 کيلومتره چټکوالی لري يو لک هندوستاني کلدارې چې شاوخوا 2500 ډالره کيږي ، بيه لري. د دغه ډول موټر په اړه د ټاټا رييس پنځه کاله وړاندې خپله طرحه وړاندې کړې وه ، خو نن يې هغې ته د عمل جامه ورواغوسته.
وروستي