
نامتو جرمنی هومانيست ليکوال (( يورګېن تودېنهوفر)) په فيس بوک کې يو مطلب ليکلی، چې ژباړې ته يې اړ ايستم:
ګرانو ملګرو، کله چې زه د افغانستان د ماشومانو په هکله فکر کوم، يوه کيسه راياديږي، چې يوه موده مخکې مې د ۱۲ کلنې سپوږمۍ په اړه ليکلې وه.
سپوږمۍ د تورې بوړې په بمبارۍ کې خپل مور پلار او درې خويندې له لاسه ورکړي. ما ترې وپوښتل، چې ته به څه وکړې، کچېرې له بوش سره وګورې. دې راته په ټيټ او نيولي اواز ځواب راکړ: (( که زه د امريکا پاچا سره مخ شم ورنه به وپوښتم، چې ما څه بد درسره کړي وو؟)).