خوست وﻻيت کې دنوروزميلې او چاودنې په هکله انځوريز رپوټ


  پداسې حال كې چې د خوست ښار شمال ختيځ ته د كوكارك بابا زيارت ته د خوست ولايت له بېلابېلو سيمو نه په زرګونو خلك، د نوروز ورځې ميلې ته راجمع شوي وو،   

 
نږدې دوې نيمې بجې پكې چاودنه وشوه، په لومړي سركې پېښې ته نږدې خلكو ويل چې د يوه صرف موټر په وسيله ځانمركى بريد شوى، خو وروسته د خوست امنيې قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوى وويل چې دا ځانمرګى بريد نه بلكې پدې مراسموكې د ملكي وګړو په صرف،  موټرپسې بمي چاودنه شوې، اوله امله يې دوه كسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 
وسله وال طالبان وايي چې په ياده سيمه كې يې د پوليسو موټر په ماين الوځولى، د دوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعاكوي چې په موټر كې سپاره اته افغان سرتيري وژل شوي دي.