
چی وړوکی ووم سهار نه تر ماښامه به مې لوبی کولی، له ښی بدی نه ووم خبر، خو چی لږ رالوی شوم پلار مې په مسجد کې د ملا سره د ینی سبق ته کې نولم او ورسره سم يې د مکتبونو په شروع په مکتب کې هم شامل کړم له هغی ورځی وروسته مې بیا یواځی کولی شول چی د جمعی او رخصتیو په ورځو لوبی وکړم، که کومه ورځ به مکتب او یا هم مسجد ته درس ته نه ووم لاړ نو د معلم ستغی لختی او د ملاصیب درنی څپیړي مې په قسمت وی له همدی وجی له لوبو را ایسار شوم، زیاتره شپی به مې په خوب کې توپ ډنډه، چوچ، ډانګ او باغکې کولی خو چی لږ را لوی شووم خوبونه مې هم په بدلیدو شو دادی ځوان شوم هره شپه بل بل رنګ خوبونه وینم کله د سرور او خوږو ډک او کله هم را باندی خپسکی لاس بری شی او ویروی مې.
اوس د خپسکی له ویری ویده کیږم نه او په ویښه خوبونه ګورم هره شپه په ځان پوه نه یم او ویده شوی یم، دی خیالونو مې د دنیا له هر انسان نه زړه تور کړی او یواځی والی خوند راکوی.مخکې مې په خوبونو کې ځانته خوښی لټوله او اوس په درد او سوز کې خوندونه لټووم زیاتره وخت مې له سترګو مړی اوښکې روانی وی او په خیال کې ډوب یم رنګ مې ورځ په ورځ زیړیږی او د خیال وهلو شوق مې لکه د چرسو د عمل له یوی ورځی بلی ته زیاتیږی.
پخوا به مې کړنګیدلی موسیقی خوښیده خو اوس مې د سوز او غم نه ډکې سندرې او موسیقی خوښیږی څه وکړم؟ څه چاره ده؟ همداسی ددی زمانی د مادیت پرسته او ځان غوښتونکو او ځان خوښونکو ملګرو نه راته یواځی والی او له کاذبی خوشحالی نه حقیقی سوز غوره دی.... همدی د خیالونو او سوز اشنایی راته خواږه خیالی ملګرې راکړی چی همیشه ورسره د زړه خواله کووم او د خپل ناکراره زړه ناکراره سندرې ورته زمزمه کووم او هغوی هم راته له خپلو ټولو حواسو سره غوږ غوږ وی.