
د زوړ هجری شمسی کال وروستی ورځ وه زمونږ
لومړی درسی ساعت د اسلامی ثقافت وو مولوی صیب د پوهنځی له مخی لږ وړاندی د بل
استاد سره د نوی راغلی حکومت او حالاتو باندی غږیده خبرې می ورته سمی نه اوریدی خو
د لاسونو له غورځولو يې داسی بریښیده چی په اوسنی وضعه او نوی دیموکراسی باندی
راضی ندی....
زما ټولګیوالو هم د یو او بل پوری د پراخ
بنسټه په نوم مسخرې کولی ځکه د نوی راغلی تحول سره چا ږیرې لنډی کړی وی، چا خولی
له سره لیری کړی وی او ځینی خو په ځان بل ډول نخرې کړی وی مونږ پدی خبرو خپل ساعت
تیراوه او د استاد د راتلو انتظار مو کاوه، څنګه چی مولوی صیب د پوهنځی په انګړ
پښه کیښوده مونږ هم د ټولګی په لور منډه واخیسته او د څوکیو نیولو لپاره مو سیالی
پیل کړه هر چا کوښښ کاوه چی تر څو هغه د ګوتو په شمار ماتو څوکیو کی ځانته یوه
ونیسی کنه بیا ورته د وچی زمکی په سر ناسته حتمی وه......
مولوی صیب چی څنګه ټولګی ته راننوت پرته لدی
چی چی څه ووایی د نوی درس موضوع يې اعلان کړه “زمونږ د نن ورځی د درس موضوع ده اجماع او قیاس” مولوی صیب موضوع ښه په
مفصله توګه تشریح کړه او لکه د نور کله په شان يې د درس په وروستیو کی وخت پوښتنو ته
ورکړه په ټولګی که هر ځل وړومبی پوښتنه ما کوله دا ځل می هم وار ړومبی کړه مولوی
صیب لکه څنګه چی تاسی وویل چی د هری مسلی چی په شرعیت کی اصل موجود وی فروع په هغی
باندی قیاسیږی که دا اصل سم وی نو بیا که مونږ داریا او د هغی حکم ته وګورو د
رسالت په وخت کی موجوده وه او نبی کریم ص ورته اجازه هم ورکړی وه په هغه وخت کی د
موسیقی نوری الی او اسباب لکه رباب، سیتار، هارمونه، ډول او نور موجود نه وو دا د
هماغی (داریا) تغیر شکل دی ځکه ستاسی په وینا قیاس څلور ارکان لری مقیس، مقیس
علیه، مشترک علت او حکم نو پدی اساس دا هم د لرګی او پوستکی جوړ او مطلب تری د غږ
ویستل دی پدی اړه کتابونه څه وایی او ستاسی نظر څه دی؟
مولوی صیب سوال په سړه سینه واورید پداسی حال
کی چی خوله له خندا نه ټولیده څو يې چی په خوله راغلی خندا کنترولوله او وینا ته
يې ځان برابروه میر اغا سوال وکړه” مولوی صیب ځینی پوهان وایی چی موسیقی د روح غذا
ده “
مولوی صیب ددی سوال په اوریدو جدی شو او په جدی لهجه يې وویل اول دا چی موسیقی د
شیطان له مضایرو څخه ده او حرامه ده او بل دا چی د انسان وجود له دوه لارو تغذیه
کیږی یو يې جسم چی له ځمکی بل يې روح دی چی له هوا نه تغذیه کیږی د مسلمان زړه به
په ذکر الله او د قران کریم په تلاوت تسکین او روح يې پری حوشحالیږی داسی .... او
داسی نوری ډیرې خبری يې وکړی د وروسته نه یو محصل غږ کړه مولوی صیب پراخ بنسټه دی
د ډول او اتڼ په باره کی مو څه و نه ویل ځکه داریا او ډول خو یو شی دی او یو ډول
غږ لری ؟
مولوی صیب یې په ځواب کی وویل داریا منعی نده
پدی شرط چی ګنګرې ورسره ملګری نه وی او د بالغه جینکو اواز له کوره دباندی را ونه وځی یو محصل غږ کړه مولوی صیب چی دا پکی نه
وی بیا يې څه خوند وکړ مولوی صیب” ته خو تیار د خپو په سر ناست یې غوږ شه ما تاسی
ته وویل چی قیاس شرطونه لری چی دا...... دا... هیڅکله له داریا سره نه قیاسیږی” له وروسته نه غږ شو که
موسیقی د بلبل د ښه غږ سره قیاس شی د خو هغی وخت کی اوریدل شوی او ستایل شوی هم دی
پدی وخت د مولوی صیب نه لار ورکه ویل حاضری راوړی ساعت خلاص دی.
لکه د تیر په شان یو ځل بیا د چهارشنبی د
ورځی د سهار څه د پاسه اته بحی دی مولوی صیب له یو پنډ کتابونو سره زمونږ د پوهنځی
انګړ ته را ننوت نن یو وار بیا مولوی صیب د درس شروع د نړی له تازه حالاتو وکړه او
د افغانستان په ټول چاپیریال وګرځیده مولوی صیب د هر سوال د ځواب ورکولو نه ډډه
کوله او نه يې غوښتل چی د هری پوښتنی توزیع او تشریح بیله بیله وکړی خو اخیر يې هم
د محصلینو ضد ته غاړه کیښوه او د جهاد د فرضیت په باره کی يې مفصل معلومات ورکړل د
خپلو خبرو په اوږدو کی يې وویل “جهاد هله فرض شی چی شی چی لا دینه قوتونه اسلامی خاوره
تسخیر کړی دار الحرب او دار الاسلام معلوم او د یو زغیم لخوا د جهاد اعلان وشی” خو په راښکلی ساه يې
زیاته کړه چی اوس حالات بدل دی او د موضوع سر زما نه هم ورک دی دا وار يې لکه د
نور کله په شان فرض عین و نه ګاڼه او موضوع يې ګونګه پریښوده.
مولوی صیب یو وار بیا خپلی زړې خبرې تکرار
کړی ویل هر هغه الفاظ چی مانا يې یوه او الفاظ يې مترادف وی د څیړنی لپاره يې چنی
مه وهی غلی کینی د هری مسلی د حل لپاره کتاب کی مواد نه وی که غواړی پوه شی د
استادانو تشریح ته غوږ کیږدی او د موضوع د
بدلولو لپاره يې د کتاب عبارت داسی په خوند په لوړ اواز شروع کړ لکه نوی مقرر شوی
نظاق چی د ځان لپاره د ځای پیداکولو لپاره په لومړی وخت کی ډیر تکلف کوی خو لا يې
دوه واری ساه نه وه اخیستی چی محصلینو یو ځل بیا پوښتنې شروع کړی.
نصیر
اغا زمونږ د ټولګی تر ټولو اوقی محصل وو مولوی صیب يې مخاطب کړ \" مولوی صیب کتاب په خپل ځای سهی دی په امتحان
کی تری سوالونه راوړه د ثقافت مضمون د همدی لپاره دی چی محصلین د نورو مسلکونو تر
څنګ د خپل دین نه خبر او خپلی ټولنی ته د اسلام په رڼا کی خدمت وکړی په هر حال زما
سوال د ځان وژنی او د هغی د عواملو په باره کی دی”؟
“
انسان تل په تجدد کی دی او غو ښتنی يې له یوی ورځی بلی ته زیاتیږی کنه د غربی نړی
هر انسان ته د ژوند ټول وسایل او اسانتیاوی برابری دی خو چی کله يې هم ذهن د خپل
ځان خلقت ته ونه رسیږی نو په انتحار لاس پوری کوی د انسان غوښتنی په دی نړی کی نه
پوره کیږی” مولوی صیب لا خپلی خبرې نه وی
پوره کړی چی ذکریا د سوال لپاره لاس پورته کړ “ دا خبری په خپل ځای
سمی دی ولی د ننی نړی د خلکو ځان وژنی ددی وجی وی چی یا يې تعلیم کړی وی کار ورته
نه پیداکیږی یا يې کورنی ورته په خپل وخت واده نه کوی او که سپینه يې ووایم جینکی
ورسره مېنه نه کوی”
مولوی صیب یو ځل بیا چی ژوره ساه يې په خندا
کی ګډه وډه شوه ګوری ظالمانو موضوع بل خوا مه وړی په اسلام کی یارانی ناروا دی
یانی ښځی به نه نیسی یاران په پټه او نه به هم
سړی پرته د خپلو محرمو ښځو بل چاته ګوری مګر دا چی د ضرورت له مخی وی یو
محصل له ورستی قطار نه غږ کړ یانی مولوی صیب “په ښکاره یارانه کولی شی” پدی وخت کی بل محصل غږ
کړ مولوی صیب د عصری نړی غوښتنه دا ده چی نارینه او ښځه دی یو بل وګوری او د اسلام
مبارک دین هم دی کار ته اجازه ورکړی چی هلک او جلۍ دی یو بل وګوری خوښ دی کړی او
چی خبره د لیدلو او خوښولو راغله زړه په خپله مېنیږی.......
مولوی صیب پرته لدی چی ځواب ورکړی ویل چپ شی
درس وروسته پاتی دی دا هرڅه یو سرحد لری او ددی سره جوښت يو ځل بیا لکه د مین طالب
په کتاب باندی غرق ورپریوته او په ترتیب سره يې د کتاب د کرښو لوستل پیل کړه.
۲/۱/۱۳۸۱ درونټه ننګرهار پوهنتون