
څو ورځی وړاندی می له یو ملګری سره له ډیر وخت وروسته مخ شوم له ښه راغلاست او د کورنی د احوال له پوښتنی وروسته يې رانه د دندی په اړه پوښتنه وکړه کله چی پوه شو زه په داسی یو ځای کی کار کووم چی زما د لوستی فاکولتی سره اړخ نه خوری نو يې د مسلک او مسلکی توب په اړه یو ښه اوږد لیکچر را کړ د خپلو خبرو په یوه برخه کی يې وویل که معاش يې کم هم وی په خپل مسلک کی کار کول غوره دی توصیه يې داوه چی په خپل مسلک کی کار وکړم، زه يې غوره مسلکی معرفی کړم او له ما نه يې غوښتنه دا وه چی په خپل مسلک کی خپلو خلکو اولس ته له اوس نه ډیر چوپړ کولی شم د ملګری خبرو می زه یو موضوع ته متوجی کړم او په ذهن کی می یو لړ پوښتنی را ولاړی شوی:
اول دا چی په اوسنی وخت کی په افغانستان کی مسلکی وګړی لرو؟دوهم په افغانستان کی مسلک او مسلک ته احترام شته؟
زه په دې اند یم چی په افغانستان کی نه مسلک او نه هم مسلک ته احترام شته! د افغانستان په نږدی ټولو پوهنتونونو کی تدریسی بهیر ډیری ټکنی او سولیدلی دی له همدی وجی فارغین يې نه په مسلک پوهیږی او نه هم په خپل ځان د مسلکی توب اطمنان لری، زما په اند يې د نه مسلکی توب عوامل له لاندی ځایونو سرچینه اخلی:
۱. د پوهنتونونو د نږدی ټولو پوهنځیو تعلیمی نصاب زوړ او تر ډیره ځایه ناقص او د نن ورځی د غوښتنو سره عیار ندی.
۲. تدریسی بهیر یو طرفه او استاد محوری دی او محصلین ډیری وخت غیر فعال وی او په تخنیکی برخو کی د عملی کار د امکاناتو نه شتون
۳. د لومړنیو او ثانوی زده کړو د ناقص والی او ټیټ کیفیت له وجی پوهنتون ته کامیابه شوو محصلینو د ظرفیت ټیټ والی ( بی سوادی)
۴. د ۱۷ اونی سمستر نه یواځی ۱۰ اونی هم تدریس نه ترسره کیدل دوه دری اونی د سمستر په سر همداسی په منځ او د سمستر په اخیر کی د امتحانونو ته د امادګی په نوم د څو هفتو له لاسه ورکول
۵. د استادانو دوه دری ځایه بوختیاوی، غیر حاضری او نه شتون
۶. د تدریسی بهیر لپاره د دیپارتمنت او استادانو سره د منظم پلان نه موجودیت او د پلانونو نه هماهنګی( د ډیپارتمنت د مفراداتو او استاد د تدریس شوو مفاداتو ترمنځ لوی توپیر)
۷.د تدریسی میتودونو ناکاره والی د زیاترو استادان لخوا د دیکتی (املا) په ډول تدریس
۸.د محصلینو بی ځایه بوختیاوی په سپورت، د انترنیت بی ځایه کارونه، تلویزیونی بی شمیره چینلونه او ګرځنده سینماوی(موبایلونه) او داسی نور .....
پوهان وایی چی هر مسلک په ۶ کلونو کی نږدی تر ۲۰٪ پوری تغیر کوی او نوی کیږی، نو هر مسلکی شخص ته پکار ده چی د خپل مسلک دا نویوالی او تغیرات د دوامداری مطالعی، تحقیق او پلټنی په اساس ترلاسه کړي، مګر زمونږ په لوستو او مسلکی کسانو کی به ډیر کم داسی وی چی دا چاره يې عملی کړی وی او د خپل وخت یوه برخه يې ورته ځانګړی کړی وی.
د لیسانس په دوره کی یو مضمون د سمینار او مونګراف لیکنه ده چی په ترڅ کی يې باید محصلین د سیمینار او مونوګراف له موخو سره اشنا او وکولی شوی په راتلونکی کی د خپل مسلک په برخه کی خپلی نوی تجربی او لاسته راوړنی له نورو سره د علمی مقالو او اثار په مټ شریکی کړی، مګر متاسفانه د لیسانس په دوره کی د استادانو له لوری مونږ د سمینار او منوګراف په موخو باندی نه وو پوه شوی او لکه د نورو مضامینو ورته سطحی توجه کیدله او لا تر اوسه ورسره کیږی.
محصلین پرځای ددی چی د پوهنځی لخوا د سمینار او مونوګراف ورکړل شوی موضوع د خپل فهم او بصیرت چی د پوهنځی د څلور کلني دوری په اوږدو کی يې ترلاسه کړی په کار واچوی او ورکړل شوی موضوع د عینی او مسلکی دلایلو په نظر کی نیولو سره په هر اړخیزه توګه تشریح او په مناسب شکل يې ترتیب کړی، محصلین پرځای ددی د نورو محصلینو لخوا پخوانی لیکل شوی سیمنارونه د ښار د قرطاسیه پلورونکو نه د پیسو په بدل کی ترلاسه کوی، د پوهنځی له ادری زاړه پټوی او یا يې په نور لیکی، ۹۰ سلنه محصلین ددی جرآت نه لری چی سمینار په خپله ترتیب کړی او د نورو په مخکی يې لږ تر لږه ارائیه او وړاندی کړی....
په افغانستان کی که مسلک وی او یا لږ تر لږه ورته احترام کیده نو زمونږ د ژوند ټولی که نه وی نږدی نمایی ستونزې به حل شوی وی، د بیلګی په ډول کله چی ډاکټر ته لاړی په ځای ددی چی روغ شی ناروغی دی نوره هم زیاتیږی همداسی که د پوهنی بهیر را واخلی هلته خو هر څه اوبو وړی له ۱۲ ټولګی به فارغ وی عبارت به لیکلی او لوستلی نه شی، د حساب لومړنی اساساتو باندی به نه پوهیږی، همداسی نجار، بنا، اونور ټول هسی په توکل د خدای روان دی که سم شو او که ناسم په قیسه کی يې نه دی
د افغانستان ټولی اداری او په ځانګړی ډول ملکی اداری د کارونو د پرمختګ لپاره نه منظم پلان لری او نه هم د هغی د ترلاسه کولو لپاره د مدیریت درسته او منطقی لاره، له شته منابعو نه سمه ګټنه نه کیږی چی ډیری وخت خپلو لومړینو موخو ته هم نه رسیږی زما په اند لاملونه يې د مسلکی، لایقو او مناسبو افرادو کمبود، په سپارل شوو دندو کی بی غوری او د کار سره د علاقی نه لرل او نور دی.
په افغانستان کی تر ټولو جدی ستونزه مسلک ته نه احترام دی هر څوک د هر چا په کار کی کار لری پرته لدی چی خپل کار او مسلک ته پاملرنه وکړی د بیلګی په ډول کله چی کوم کوچنی ناروغ شی معمولا د نارینه سره یوځای يې زنانه ډاکټر ته بیایی مخکی لدی چی ډاکټر ناروغ معاینه کړی مونږ ورته پوره لیکچر ورکوو ګولې مه ورکوه، ګولی يې نه تیریږی په هغه پیشو چاپ شربت نه ښه کیږی، پوډری شربت مو پری خلاص کړی ستنی ورته ولیکه او......... زمونږ د دومره جرآت اصلی لامل زما په نظر د ډاکټر په خپل ځان نه باور او د مسلکی اعتماد نه شتون دی همدا سبب شوی چی مونږ ته ورته ډیر نور د ډاکټر په کار کی کار لری او هغه هم ورته تسلیمیږی.
هیله می داده چی زمونږ ټول لوستی کسان خپل مسلک ته پاملرنه وکړی او په خپل مسلک کی ځان ورسوی او د نورو په چارو کی له بی ځایه لاس وهنو نه ډډه وکړی، د داسی یو ورځی په هیله چی افغانستان د ژوند په ټولو برخو کی په خپلو خپو ودریږی او د نورو له احتیاج نه خلاص شی.