دخوست پسرلی

چې سپرلی شی ښايسته شی داخړ کلی    .
دازړه ته راتير دژوندون څلی 
  .
ميلمه کوټ په ميلمه پاله شنه جامه کی    .
دصحرا باع سرې غوټۍ ورته خندلی  .
 
په موسکا موسکا بادام په ګلو راغی .
شنی شنی ولی ورته    ښکلی نڅيدلی .
 
عليشر جونی په شنو چينو مستی کړی .
.دلکڼو غيږ کی ناڅی نازولی .
 
. دتڼيو زيړ ګلان لمر ته ستر ګک کړی  .
خيدر خيل ګوره اتڼ ته راوتلی  .
 
دځدراڼ دغرو په لوړو لوړو څوکو .
دناخترونو کی غاړی کړی بلبلی .
 
جونی ووتی په سيل دسرو جنډو شوی .
هديری شوی دګلو دباغ نه ښکلی .
 
خدايه مه راوله نور پرموږ غمونه ...
پريږده تل دوی سپرلی ښکلی غزلی
 
احمد پښتون اديسه اوکرائين