که د ګلو نو ښايست تاته نه پاتی کيدله نومابه دوی دومرهنه خوښولی
که کوترو او زرکو ستا په شان قدم نه اخستی دوی ته به ما په شيبو شيبو نه کاته
که ستا نظر اسما ن ته دبريښنا پړک نه واچولی نو زه به ده دغرغر څخه نه يريدای
که ستا د جبين دستورو عکس داسمان په غيږ کی نه وای مابه په نيمو شپو تش اسمان ته نه کاته
که ستا خندا بلبلو ته غزل نه وای ښودلی ما به هغه نه اوريدی
ا خر که ستا دخولې ښيرې او دزړه دوعا ګانې نه وای مابه په ژوند کی دومره دنيکمر غۍ احساس نه وای کړی ٠
(دڅنار تر سيوری لاندی ) اديسه اوکرائېن ٠
وروستي