نه ښکاري اشنا کې ددلبـرو نښـــې نــــه ښــــکاري
نن ورځ پښتانـــو کـــې لــرو برو نښې نه ښــکاري
هغـه لوړه نښــه چــــې ويشته به يې دلو ړ ســــــــره
اوس په اوربلو کې دسرو ګلو نښــــې نه ښکاري
غــــږ به يــــې چې وکړ هر ځلمی به وتيــار ورتــــــه
نن په پښتنـــو کــې درهبــرو نښــــــې نـــه ښــکاري
هر څو که درمنډه کړم بيا هم راتــه پــــردی وايـــي
نن ورځ مو په زړو کې څه دخپلو نښې نه ښکاري
سوی مو وطن سوی موبڼ سوی مو غرونــــــه دي
اوس مو په باغو کې د سندرو نښــې نه ښکاري
( د څنار تر سېوري لاندې )
اديسه اوکرائين ٠
وروستي