د فطرت هېنداره

فطرت په خپل انځورګرو ﻻسو سره یو ځل بيا وږمې اورنګونه په نڅا کړل اود ښکلا په لمن کې يې سپرلي ته ډالۍ کړل.پسرلي هم ډالۍ په وياړومنله، ځلا يې پرې وشيندله او ځمکه يې پرې ونازوله او د لمرزرینووړانګو ته يې د اوو رنګونوروښانه سيوری وباښه. پسرلي د ځمکې هر ګوټ ته د فطرت ډالۍ په نياو سره وېشلې وه. ګلانو  خپلې رنګينې غيږې د بوراګانو پرمخ پرانيستي وې او د وږمو مسکايې پر پاڼو خورې وې. ځنګله داسې  شنه ځلا خپروله،  لکه د زمردو خزانه چې د لمر پلوشو ته خاندي. د اوبو ښاپېرۍ به د غره له څوکې سر را ښکاره کړاو ورو ورو به د غره پر لمنې را ښېوه شوه اوپه خپل سندريز غږ به يې د سپرلي نغمه غږوله او کله به يې د غره له پرخو سره لوبې پيل کړې  او له لرې نه به يې د پښو شرنګهار غوږونه نازول.
د فطرت همدې زرين او ښايسته انځور ته حيرانه وم او په انند سره مې ورته کتل چې، له لرې نه مې د شنه ځنګل په منځ کې پر يوې جګې وچې اورژيدلي ونې سترګې ولګېدې. د ونې پاسني ځوړند ښاخونه داسې  ښکاريدل لکه  يوغم ځپلي بنيادم چې د سوچونو په ګرېوان کې خاطرې لټوي. دې ونې زما ټول پام ځان ته ورواړوه، په زړه کې مې عجيبې پوښتنې غوټه شوي وې او غوښتل مې په هر ډول چې وي خلاصې يې کړم. ورو ورو د ونې پر خوا روانه شوم،  د ګلابو او کشمالوله بستره ورواوښتم  او د ونې په ننداره شوم .د ونې وچ، مات اوراځوړند ښاخونه او پرې پرې تنه داسې ايسېدله لکه د زمان هريودرد ته يې چې د پرهار په ژبه يوه کرښه ليکلي وي. هرې وچې او رژېدلې څانګې يې  ځان ته يو داستان بيانولو. د ونې په تنې مې ﻻس وکېښ او څو ځله پې راتاو شوم او په لوړغږ مې ترې وپوښتل:
ته ولې د نورو ونو په څېر مسته، شنه او خوشاله نه يې؟ ولې دې ﻻ هم د مني بادونه او د ژمي يخنۍ  پر ښاخونوخپلې نښې غځوي؟ ته څومره غم ځپلې يې او ولې دې د وجود په هره کرښه کې د دردونو کيسې فرياد کوي او څانګو دې له ډېرې ناهيلۍ د  بيا زرغونېدو وس له ﻻسه ورکړی. ريښې دې داسې ستومانه ښکاري لکه يو ډېر اوږد مزل دې چې تر شا پريښودلی وي. داسې ښکاري چې د اوښکو پر ځای دې خپلې ټولې  پاڼې تويې کړې وي. کاش پوهېدلی، چې پر تا څه تېر شوي؟
يو ګونګ او ارام غږ مې د ونې له ښکالو څخه تر غوږ شو، چې:
زه ستا د ژوند هېنداره يم. زه يواځې د هغه څه انځور يم چې پر تا تېر شوي دي.خو زما او ستا تر منځ توپير دا دی، چې ته خپله کيسه د مسکا په نقاب کې پټوې او زه ځان هغسې څرګندوم ، لکه څنګه چې يم .
هو!زه ستا د ژوند رښتوني هېنداره يم....
 
12.03.09