
دپښتو سندريز شعر او ادب زمو نږ د ټبر يو مهم تخنيک دی چې زموږ لرغونو او تاريخي شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ريخی الها مات دمحيط او بشر په ژبه څر ګند کړي دي.
زموږ دملي شاعرانو خپل تا ثيرات او احساسات دملي آوازونو په قا لب کې داسې ځای کړي دي چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسيږی ، همدغه دليل دی چې زموږ شفا هي ادبيات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او اذها نو کې به ثبت او هېڅکله به هېر نشي .
عا ميانه شاعرانو زيات زحمتونه ګاللي دي يعنې دملنګ جان تر وخته پوری زيات پړاوونه وهلي دي ، ډېرې تجر بې يې طی کړي دي ، ډېر مو ضو عات يې پخپله غېږه کې ځای کړي دي او ډېر آهنګونه يې خپل کړي دي ، خو کله چې ملنګ جان پر دې ډګر ور ګډشو ، نو عا ميانه شاعرۍته يې هم دتر نګ او داهنګ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخی نوی خوځښت او تحريک ورکړ.
ملنګ جان دپښتو په عا ميانه شاعرۍ کې دژور سياسی شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنګونو کې يې خپل ولس اوملت ته ورسول ، دده نغمې او ترانې اوس ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرګیکړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړ یدونکی چیغې اوهنګامې تودی او ولاړيکړی او خوږې نغمی یې دتل لپاره خو ږې پا تې شوی څرنګ چې دپښتو عا میانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوی دشا عرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنګ جان د خپل وخت ضد سیا سی مسا یل او جر یانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته یې رسول او دادپښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کې دده امتیاز و اړ همدا امتیازدیچې مونږ دپښتو په عامیانه شاعرۍ کې دنوی تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللی او دحاس حماسی شاعر لقب ورکړ شوی .
ارواښاد استاد قیا مالدین خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبر یت )کې ملنګ جان یو نا بغه بللی دی.ځکه ده ذده کړی نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې تو ګه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه .
دی ځوان و شاعري یې ځوانه وه ،ډیره هیله یې لرله چې دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې نورۍ زیاتونې وکړی او نوره ګټوره پا نګه را منځ ته کړی ،خو نا څا په مړ ینه او ځو نیمر ګۍ نه یوازی دی ځوانیمرګ کړ بلکه دده شاعرۍ یې هم ځوانیمرګه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ دیو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپیړۍ تیریده به هم داتشه ډکه نه کړي. .