امريکا د برقي موټرو د توليد لپاره 2.4 ميليارد ډالره مرسته کوي

د امريکې دولت د برقي موټرو او پرمختللو بټريو د توليد لپاره د 2.4 ميليارد ډالرو مرستندويه بوديجه منظور کړې ده . د امريکې دولت همدارنګه ويلي ، چې له هغو کسانو سره چې غواړي برقي موټر واخلي د 7.500 ډالرو قرضې مرسته کوي. اوباما دکاليفرنيا په سويل کې د اډېسن د برقي موټرو له توليدي کارخانې څخه د ليدنې پر مهال ويلي، چې 1.5 ميليارد ډالره به د پرمختللو بټريو له توليد کوونکو سره ، 500 ميليون ډالره به د برقي موټرو د ماشينونو له جوړوونکو سره او 400 ميليون ډالره به هم د نورو برقي اجزاو لکه د چارجولو له تم ځايونو سره مرسته وکړي.کارپوهان په دې اند دي چې د اوباما د دولت دغه مرسته به له يوې خوا د زيات شمېر خلکو لپاره نوي کارونه پيدا کړي او له بلې خوا به د امريکې تکيه پر تېلو باندې کمه کړي. ټاکل شوې ، چې تر 2015 کال پورې به په امريکا کې يو ميليون برقي ګاډي په چلند کې وي .