خوست کې نوی تازه دمه بهرنيوسرتيريو ته د قوماندې سپارلو انځوريز رپوټ


   په خوست كې د ناټو په مشرۍ د پخوانيو سرتيريو پرځاى درې زره پنځه سوه نوي او تازه دمه سرتيري ځاى پرځاى شول.
  د قوماندوسپارلو پدې مراسمو كې د ناټو ځايي چارواكو وويل، لومړنۍ هڅه به يې دا وي چې د افغان ځواكونوسره  د كاري وړتيا په لوړولو كې كار وكړي او بيا به د شكمنو كورنو د تلاشۍ واك هم افغان سرتيرو ته وركړي.

   د قوماندو بدلولودا مراسم چې د خوست صحراباغ  په سيمه كې د ناټو ځواكونو په نظامي اډه كې جوړ شوي وو، له پكتيا، پكتيكا اوخوست ولايتونو ځايي چارواكي هم ورغوښټل شوي وو، په همدې مهال د يادو ځواكونو مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن سيبر وويل چې اوس دغې نظامي اډې ته درې زره پنځه سوه نوي اوتازه دمه سرتيري راغلل او له دې ځايه به په دروو ولايتونو يانې پكتيا، پكتيكا او خوست كې تنظيميږي.
وياند زياته كړه چې په لدغه ځايه د يادو ولايتونو ترڅنګ وردګ، غزني او لوګر ولايتونه هم كنتروليدل خو دا چې هغو ولايتونو ته هم نوي سرتيري راغلي او د سرتيرو په زياتيدو سره به اوس يواځې درې ولايتونه له دغه ځايه كنتروليږي.
نوموړي وويل چې د نويو ځواكونولومړنى كار به دا وي چې له افغان ځواكونو سره لا نوره همغږي هم رامنځ ته كړي، او دويم كار به يې د افغان سرتيرو پياوړي كول او د وړتيا  لوړول  وي، د ده په خبره لدې وروسته به د تلاشيو او عملياتو واك هم افغان ځواكونو ته وسپاري.

د ياده ولوده چې له غونډې وروسته په همدې سيمه څلور توغندي هم وتوغول شول، د ځواكونو په خبره چا ته يې زيان ونه رسولو.
 له دې وړاندې هم ناټو بهرنيو ځواكونو په څو څو ځله ويلي چې نور به د شپې پرمهال شكمن كورونه افغان سرتيري پلټي خوپه عمل كې  يې تر اوسه هم دې كار ته د عمل جامه نه ده وراغوستې.