د زرو په قدر زرګر پوهېږي !!

 
همدا نن مې په ځينو ويب پاڼو کې د افغانستان د ملي راديو تلويږيون د نوي مشر ښاغلي واحد نظري په هکله يو مطلب ولوست ، په لوستو يې ډېر خوشحاله شوم ، دا دحق يوه خبره وه او د حق په خبره خو بايد هم سړی خوشحاله شي .
کله چې د افغانستان نوميالی او وتلی سناريست ، طنز ليکونکی او ډايرکټر ښاغلی عبدالواحد نظري د جمهوري رياست په مکتوب د ملي راديو تلويزيون د رياست په دنده وګمارل شو ، زموږ د ټولو هېوادوالو ، په ځانګړې توګه د هنر او فرهنګ مينه والو لپاره د خوشحالۍ يو ښه زېری و.
زه د زړه له کومې په دې خوشحاله شوم چې د ګلانو بڼ د ګلانو اصلي ماليار ته وسپارل شو ، ځکه چې د ګلانو په قدر ، تر هر چا زيات ،خپله ماليار پوهېږي .
زه په دې باور لرم چې هغه تلويزيون چې تر اوسه پورې يې يوازې نوم ملي و ،خو په حقيقت کې په کې د ملي ارزښتونو او ملي مسايلو يوه نښه هم نه ليدل کېده ، اوس به که خدای کول ، په حقيقي بڼه يو واقعي ملي تلويزيون شي او د ټولو افغانانو لپاره به دمنلو وړ ګرځي .
د ملي راديو تلويزيون څوکۍ ،لکه چې ټولو ته معلومه ده ، د شپږو مياشتو لپاره تشه پرته وه ، ښايي د دې مقام لپاره به يې د کوم مناسب کس لټه کوله . له نېکه مرغه په پای کې دغه څوکۍ داسې چا ته ورکړل شوه چې د دې کار وړتيا په کې ځلېدله .
يو متل دی چې وايي : د زرو په قدر زرګر پوهېږي . نو ويلای شم چې د دې مقام په ارزښت او مسؤليت ښاغلی نظري پوهېږي . هغه کولای شي چې دغه دنده ښه سمبال کړي . ځکه هغه دغه صفتونه لري :
١.   هغه د افغانستان ملي ګټو ته وفادار دی او د افغانستان ټول خلک سره ورونه او د يو واحد وجود مټې ګڼي .
٢ .   هغه د افغانستان له ټولو قومونو سره مينه لري ، د عدالت په چوکاټ  به د ټولو د کلتوري مسايلو په برخه کې چلند کوي .
٣ .   له هر ډول تعصب څخه پاک دی او ټولو ته په يوه سترګه ګوري .
٤ .   د افغانستان ټولو ژبو ته درناوی لري او پښتو او دري ته به يو ډول خدمت کوي ، لکه چې تر اوسه يې کړی دی .
٥ .   په هنري چارو کې ځانګړی استعداد لري .
لنډه دا چې زما په نظر هغه دې چوکۍ ته يو مناسب شخص دی او د لا برياليتوبونو هيلې يې کېدای شي ، هيله ده هغه د خلکو دغه ملي هيلې لکه د تل  په څېرپه نظر کې ونيسي  .