خوست کې دنوي دولتي ميلمستون  وداني پرانستل شوه (انځوريز رپوټ)


 په خوست كې د نوي  دولتي ميلمستون  لپاره جوړه شوې وداني دروان کال دکب دمياشتې په 27 مه نېټه د يو لړ مراسمو پرمهال په  پرانستل شوه.
دا وداني چې د جوړولو چارې يې په اتو مياشتوكې بشپرې شوې، يوسايډ لخوا پرې  څه د پاسه  يوولس ميلونه افغانۍ لګول شوي دي.

  په همدې مهال جوړې غونډې ته  خوست والي حميدالله قلندرزي وويل چې تراوسه  په خوست كې داسې كومه وداني نه وه چې له ولايته بهر راغلي ميلميانه پكې اوسيدلي واى.
د دوى په وينا د دې ودانۍ په جوړولو سره به دا ستونزه تر ډېره بريده حل شي، د خوست ښار لوديځ ته د متون غونډۍ پر سر حوړه شوې دا وداني په دوو پوړونو كې اوه خونې لري او په نږدې دوه جريبه ځمكه جوړه شوې ، چې د يوسايډ يا امريكا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې لخوا پرې  څه دپاسه يوولس ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.

 خوست ښار وال سخي ميرالله اميري وايي چې تردې مهاله دوى د ولايت په كچه د بهرنيو ميلمانو لپاره له يوې داسې ودانۍ ګټه پورته كوله چې، څولسيزې وړاندې ديوې  دولتي ادارې لپاره جوړه شوې وه.
په همدې مهال ځايي چارواكو وويل چې د راتلونكي كال لپاره يې له سلو زياتې پروژې پلان كړي او له مرسنتدويه ادارو سره يې هم خبرې شوي دي، د دوى  په خبره كه له دې ډلې نيمايي هم وشي نو د خوست به بڼه كې به بدلون راولي.