
د سې شنبه په ورځ 17.03.2009 زکال دکابل پر مهال لس بجې په ارګ کې د دافغانستان دلومړني جمهور رئيس ارواښاد داود خان او دده د ورور محمدنعيم خان جسدونو ته رسمي تعظيم اداء شو .
په دغه مراسمو کې دافغان ولسمشر حامد کرزي ، دکابينې او دپارلمان له غړو سربېره په افغانستان کې دبهرنيو سفارتونو مېشتو ديپلوماتاتو ګډون کړی وو .
په دغه مراسمو کې دوه جالبه خبرې وې يوه دا ، چې په کابل کې دروسيې سفير ضمير کابلوف له ټولو سفيرانو وړاندې د داود خان تابوت ته ودريد خو کله ، چې دارواښاد تابوت دمراسموميدان ته راوړل کيده له ضمير کابلوف پرته نور ټول ګډونوال ددرناوې په دود ودريدل . دسفير له دغې کړنې جوته شوه ، چې دوی اوس هم افغانستان ته په اوبو کې خوله کيږي .
دوهمه خبره ، چې په يادونه ارزي جهادي مشران ، چې اکثره خلک ورته جنګسالاران وايي د ارواښاد په جنازه کې نه وو دبېلګې په توګه عبدالرسول سياف ، برهان الدين رباني ، محمد محقق ، احمد ضياء نه وو .
دغو مراسمو ته دارواښاد داود خان دکورنۍ څلويښت تنه راغلي و ، چې يوه يې په کې دده لور درخانۍ داود هم وه .
له درناوي وروسته دارواښاد داود خان او نعيم خان جسدونه د الوتکو پر وسيله دسکارټ غونډې ته وليږدول شول .