کرزی صاحب ! کور دې آباد چې کار دې اهل کار ته وسپاره !

                                              ښاغلی واحدنظري
په دغو ورځو کې د افغانستان د ملي راديو تلويزيون رياست هغه چا ته ورکړل شو چې هغه د دغه کار اهل دی ، اکاډيميکه پوهه ، مسلکي وړتيا او په دې برخه کې د کار پوره تجربه لري .
تر کومه ځايه چې زه ښاغلی نظري پېژنم ، هغه د افغانستان د په ګوتو شمېر ډايرکټرانو څخه دی چې په خپل کار کې د زيات استعداد څښتن د ی .
د فلم ، سينما ، تياتر او تمثيل په برخه کې هغه په ټول افغانستان کې يوه پېژندل شوې څېره ده . زه په دې باور لرم چې ښاغلی نظري به د سينمايي کار په څېر د راډيو او تلويزيون په برخه کې هم خپل استعداد په ښه توګه وازمايي . زه دا خبره ځکه په ډاډ سره کولی شم چې په دغو څو وروستيو کلونو کې ښاغلي واحد نظري د راډيويي او تلويزيوني خپرونو په تنظيم او برابرولو کې هم پوره تجربې تر لاسه کړې دي . هغه په ډېر لږ وخت کې په دې وتوانېده چې آريانا تلويزيون په يوه سراسري تلويزيون تبديل کړي چې ملي او ژبني توازن ته يې هم پاملرنه شوي وي . تاسو وليدل چې له بده مرغه د آريانا هغه تلويزيون چې يو وخت يې په افغانانو کې ډېر محبوبيت تر لاسه کړی و ، اوس د شواری نظار د بدنامې ډلې په تلويزيون بدل شوی دی ، له بده مرغه د مسعود د وژنې په کليزه کې يې له هغه ملي خاينه ، (نعوذبالله) پيغمبر جوړول غوښتل . آريانا تلويزيون له دې وروسته په افغانانو کې خپل ملي دريځ په بشپړه توګه له لاسه ورکړ .
دغه راز د شمشاد تلويزيون د خپرونو د تنظيم په برخه کې هم ښاغلي نظري ، د دې تلويزيون د نشراتو د رييس په توګه ، نه هيرېدونکي خدمتونه کړي دي ، نو ځکه ويلی شو چې نوموړی به د ملي راديو تلويزيون د کارونو د ښه تنظيم په برخه کې بريالی وي .
مهمه خبره دا ده چې ملي تلويزيون بايد په لومړي ګام کې ، لکه له نامه څخه چې يې ښکاري او يو ملي ضرورت هم دی ، خپل ملي دريځ بېرته راخپل کړي چې له بده مرغه په وروستيو کلونو کې يې دغه ملي دريځ له لاسه ورکړی دی .
هيله کېږي چې نوی رييس به د ملي راديو تلويزيون کارونه او پروګرامونه په هغه ډول تنظيم کړي چې د افغانستان ټول خلک يې غوښتونکي دي .
که موږ د ښاغلي نجيب روشن د رياست دورې ته وګورو ، له بده مرغه تش په نوم يې ملي مختاړی ورسره تړلی و ، نور نو د ملي نښه هم په کې نه وه .
موږ په راديويي او تلويزيوني پروګرامونو کې نور څه نه غواړو ، بې ځايه امتيازونه نه غواړو ، يوازې ملي توازن او د ژبې توازن غواړو ، او دا د افغانستان د اساسي قانون غوښتنه هم ده .موږ همدغه ملي توازن غواړو ، نور څه نه !!!