وحید مژده په افغانستان باندی د روسي فوځونو د یرغل په مهال دحزب اسلامی د فرهنګی کمیټه کارکونکی و او د طالبانو تر راتګ سره سم وحید مژده له طالبانو سره ملګری شو خو دا لا معلومه نده چی ولی طالبانو په داسی حال کې داسی یو حزبی ته خارجه وزارت کې ځای ورکړی و چي باور یی دا ؤ چي حزبیان ټول واجب القتل دی دۍ کې هم کوم شک نشته چي وحید مژده له ډیر پخوا د جاسوسې په کارونو بوخت و هم د پاکستان او هم د ایران له استخبارتی شبکو یی عاید تر لاسه کول خو څومره چی زه وحید مژده پیژنم او د ده له وروستنیو څو مخه کارونو تر سره کیدو ثابته کیږی چی د نوموړی فعالیت د غڼی د جوړښت په ډول دی په هره ډله او جاسوسی کړیو کې یي بدن ورغورزولي دی وحید مژده د طالبانو د تحریک په هکله استخباراتی معلومات هم تهران ته ورکول او هم قومندان احمدشاه مسعود ته د یو نامقدس فلمی لوبغاړی په حیث يې ډبل رول اداکولو ډیرو مجلسونو کې ویل کیدل چي د۲۰۰۱ کال لومړیو کې وحید مژده د طالبانو د پیلانونو په هکله ډیر دقیق معلومات ایرانیانو ته سپارل دا هم ویل کیدل چي د بشیرخان بغلانی د نیولو قضیه کې هم نوموړی دخیل و شاید غوښتل به یي چی د بشیر او طالبانو ترمنځ اړیکی وشلوی ده له حزبیانو سره تر اخره کوړک کوړک کول خو هګي يې بل چیری آچولي .
د طالبانو د رژیم له سقوط روسته وحید مژده د همغه باور او خدمت له مخۍ کابل کې پاتی شو چي هم د شمال ټلوالی تر ترحم لاندی و او هم دتهران د سفارت وحید مژده د ژبنی تعصب په زهرو لړلی شخص ده په ډیرو مجالسو کې ې له د حامد کرزی او حکمتیار پسی بد رد ویل او ملا عمر به ې د بیسیوادانو مشر باله د کابل له سقوط نه روسته په ۱۳۸۱ ه ش کال کې ېي یو کتاب هم له چاپ راووت چي نوم ې (افغانستان و پنج سال سلطه ء طالبان)نومیږی، د دغه کتاب اهداء ې داسی ده (به روان پاک سپهسالار جهاد،سالار شهداء و قهرمان ملی کشور ((شهید احمدشاه مسعود) وحید مژده په ډیرې بیشرمی او بیعلمۍ سره داسی عقیده لری چي قومندان مسعود له پیغمبرانو مبارکو ، صحاباؤ ، تابعینو ، تبع تابیعینو، د اسلامی اومت د نورو شهیدانو ،غازیانو او ریښتنیو اتلانو په شمول د افغانستان له شهداؤ، غازیانو او ملی اتلانو هم لومړی مسلمان ،لومړی شهید ،لومړنی غازی، لومړنی اتل او قهرمان و د خپل کتاب په سریزه کې ېي طالبان جاسوس ،له خوارج سره پرتله،مزدور او یو نامعلوم حرکت معرفی کړي دي (طالبان و ظهور انان از وقایع پیچیده و مرموز درتاریخ معاصر کشور ماست،بدور شخصیت مرموز و ناشناخته ئی ګرد آمدند ،به دشمنان دین موقع دادند تا به نام استناد به اعمال وکنش های آنان ،بر اسلام وباور هی دینی بتازند،به نام تطبیق شرع با شلاق به جان مردم افتادندوبه نام تطبیق احکام دین،بر ملت و بر دین جفا کردند و در پایان کار حتی نزدیک ترین یاران شان نیز آنان راتنهاګذاشتند،د خپلۍ سریزۍ په(و ز) صفحه کې طالبانو ته له اسلام او دین وتلو خطاب کوئ او خوارج ېې ګڼلي دي (در سلسلهء تلاش هائی که درطول تاریخ درجوامع اسلامی برای استقرار یک نظام ایډال اسلامی برا افتاده است،پس از خوارج،طالبان تجربه ء دوم از این دست بودند،انان در انتظار ظهور یک معجزه بودند که تحقق نیافت ،درمدت پنج سال من این فرصت را داشتم تاپدیدهء طالبان از نزدیک رابطه بر قرار نمایم ،به ایم اومید که روزی امکان انتشار آن فراهم آید و سپاس خدای راکه اکنون انی مجال با همکاری نهضت ملی افغانستان فراهم آمد...( نهضت ملی افغانستان په نوم ډله د قومندان مسعود ورور کابل کې جوړه کړه خو ونه چلیده نو وحید مژده ی هم غړی و ددی کتاب به نشر کې ی ورسره مرسته کړی ځکه ترینه مننه اداکوی . بیا لیکی :در رابطه با طالبان تااکنون کتابها بسیار به رشتهء تحریر درآمده که نویسنده ګان آن کتابها از خارج به این پدیدهءمرموز نګرسته اند ولی این کتاب تمرکز بیشتر به نګرش از داخل به پدیدهء طالبان دارد وبخاطر همین ویژه ګی میتواند روشنګربرخی نقاطی باشد که تاکنون ابهام پنهان بوده است .
لازم میدانیم که از دست اندرکاران نهضت ملی افغانستان(برادران احمد شاه مسعود) که این کتاب به همت آنان به نشر رسید صمیمانهابراز سپاس نمایم .
وحید مژده
۱۲حوت ۱۳۸۰
وحید مژده د خپل کتاب په نهمه (۹)صفحه کې لیکي کله چي تورن اسمعیل خان طالبان بیرته د کندهار تر دروازو وځغلول نومرحله سرنوشت ساز بودکه شب هنګام دهها عراده پک اپ داتسون حامل سربازان پاکستانی به کمک طالبان رسیدند که همه با لباس محلی ملبس بودند،وحید مژده د ملا محمد عمر په هکله لیکی : شخصی رابعنوان امیر واحد برګزیدند که نه عالمی جید بود ونه برخوردار از قوت نطق وبیان،نه ګام درسیاست داشت و نه چهرهء برجسته يی درجهاد بود.نه در قبیلهءخودش به صفت بزرګ یارهبر قوم شناخته شده بود و نه وابسته به خانواده يی بود که در ګذشته در رهبری سیاسی یا مذهبی نقشی ایفانموده باشد.
وحید مژده د کابل میشتو حزبیانو سره هم شورای کې غړیتوب لری د هغوي غونډو او مشورو کې هم حاضر وی ،د ملی جبهی له لستوڼۍ ېی هم سر راویستی دشمال ټلوالی منځ کې هم باور لری ،ایران هم ورباندی پوره باور لری ای اس آی هم ورته درنهوی کوی ،د کویټه د طالبانو شورای هم ترینه مشوری آخلی او طالبان هم په هغو پیلانونو خبروی چي دتحریک په ضد او یا زیان وي ،د طالبانو د کویټۍ د شورای په حکم تلویزونۍ برنامو ته هم ځي او د هغوي په دستور هماغه ډول خبری کوی چی طالبان ورته واي ،موږ ټول ملت ته معلومه ده چي ملاعمر نه دومره علم درلود چي کوم لیک ولیکی او یا يې ولولی او نه له نړیوال سیاست سره بلد ده دده په نامه نشر شوی پیغامونه جعلی او دادی نن ثابته شوه چي حتی وحید مژده هم د ملا محمد عمر په نامه پیغامونو لیکلو او ترتیبولو کې طالبانو سره مشوره او مرسته کوله درلوده .
وحید مژده طالب مشر ته د هغو طالبانو په هکله هم غږیږی چی پروان ولایت له ادرسه ي تذکری اوپاسپورټونه جوړ شوی او د همغو طالب قومندانانو دفاریاب ادرس هم ورته معلوم ده او بیا په همدی اسنادو له پاکستان څخه حج ته تللی بیرته راغلی بیا هم چا ندی پیژندلی .
په اسلام اباد کی د افغان دولت سفیر داودزی ته دپاکستان د حکومت لخوا کوم پیام او مشوره ورکړل شوی چی باید داسی وشی نو هغه د سفارت له راز هم خبر ده او بی له شکه دا راز به ي ایران ته هم رسولی وی .
دملاعمر له ادرسه د اختریز جعلی پیام باره کی ورته واي چی دا ځل ډیر مثبت او تاثیر ي وکړ دلته کابل کی اوس هم مطبوعاتو کی همدا موضوع توده ده او بیا ورته وای تاسو یو نوی پیغام نشر کړی او دمخالفینو دی ادعا ته ځواب ولیکی چی ولی طالبان افغان حکومت سره خبری نکوی او امریکا سره ي کوی خو طالب مشر ورته وای څه ډول ي ولیکو؟ بیا وحید مژده ورته وای چی کله شوروی عسکر له افغانستان ووتل دلته ي هرڅه ګډ وډ پریښودل بیا کورنی جګړه شروع شوه اوس هم امریکا وځی دلته به بیا همغه حال راشی (یعنی طالبان او امریکا باید یو پټ جوړ جتړی وکړی) بیا ورته وای د تعلیم مسله باره کی یو پیغام نشر کړی چی د مخالفینو د تبلیغاتو مخه ونیسو چی طالبان د انجونو د تعلیم مخالف دی .
دا ځینی لیکوالانو لیکنو ته که ځواب ویل کیږی باید نوم ي ذکر نشی ځکه دوی پدی خوشحالیږی او همدا سند بیا پلمه نیسی او خارج کی پناه پری اخلی (مژده غواړی چی دا موجوده نظام سقوط وکړی او طالبان واک ته راشی او دا خلک ټول ووژنی ) بیا طالب مشر ورته وای داد عصمت قانع په څیر سپک خلک یادوی؟ مژده هو هو لکه عصمت قانع .
بیا د ازره ولسوالی په باره کی سره غږیږی او ورته وای چی دولت تلویزون کی غرونه ښی او تبلیغ کوی چی ازره مو ترینه ونیوله او پاکسازی مو کړه او تقریبا دوه سوه طالبان مو ووژل ایا دا رښتیا ده ؟ بیا طالب مشر ورته وای تیره ورځ خو می احوال واخیست هیڅ خبره هم نشته د خبرو منځ کی طالب مشر ورته وای ته غوږ شه زه له چا سره خبره کوم بیا هغه مشر بل چا سره په دویم تلیفون غږیږی او د ازره او حصارک باره کی معلومات ترینه غواړی هغه دریم کس اطمینان ورکوی چی هسی تبلیغ ده ملګری حصارک او ازره کی په خیر او خیریت دی او بیا دا راز وحید مژده سره شریکوی .
بله رابطه کی د ننګرهار یوه هدیره کی د حاجی غالب د کورنی د ماشومانو او ښځو په وزنه بحصث کوی چی دلته کابل کی حکومت ترینه ډیره غټه مسله جوړه کړی او وای چی دا کار طالبانو کړی او د هغه وژلو شوو د کورنی مشر ادعا کوی چی زه د طالب او القاعده په نوم څو کاله ګوانتانامو کی بندی ووم ،طالبان باید په دی هکله یوه اعلامیه نشر کړی او غندنه ي وکی خو طالب مشر ورته وای طالبانو خو د هغی غندنه هم کړی چی موږ پکی لاس نلرو خو صبر وکړه زه له ملګرو پوښتنه وکړم بیا سمدستی بل چا سره دویم فون کی خبری کوی او ددی مسلی پوښتنه تری کوی مګر خبری ي زر سره شلیږی نو همدغه طالب مشر بیا وحید مژده ته وای هو دا کار طالبانو کړی هملته به طالبان وی نو سمدستی مژده لږ احساساتی لحجه ورته واي نو ولی ؟ ددی کار ګټه څه وه ؟ بیا طالب مشر ورته وای نو اوس خو شوی دی څه وکړو ؟ مژده ورته بله اعلامیه نشر کړی او غندنه ي وکړی .( یالله توبه داسی ناحقه قتلونه کوی او بیا یی رد هم کوی ،غندنه ي هم کوی چی طالبانو دا کار نده کړی له دی سره د طالبانو اصلی څیره رسوا شوه او وحید مژده ددومره بیګناه خلکو قتل ته هم جواز لیک ورکوی چی دولت ترینه ډیره غټه مسله جوړه کړی)
بله اړیکه کی ورته د قاضی ،مجاهد(عبدالحکیم مجاهد) نومونه اخلی چی دوی دلته دعوه کوی چی موږ طالبانو سره تماس کی یوو او خبری مو سره شروع کړی زما مشوره دادی چی داخلک باید تهدید شی (په مرګ وګواښل شی)تر څو مژده مطرح پاتی شی بیا مژده په خندا ورته وای د کوم طالب چارواکی نوم اخلی چی هغه د پلانی خبره دا ډیر ټیزن خلک دی که لږ تهدید شی نو ډیر ډاریږی
بیا د ازره ولسوالی کی د طالبانو له خوا د یرغمل شوی هلیکوپتر په مسله خبری کوی وحید مژده ورته وای چی ایرانیانو ما سره دلته تماس نیولی ده او د هغی هلیکوپتر پیلوټ روسی ده دپاسپورټ کاپی ي هم راکړی زه به ي تاسو ته درولیږم او هغوی واي چی طالبان هر شرط لری مونږ ي منو.بیا طالب مشر ورته واي تاته چی راغلی و هغه ایرانیان عام خلک و؟ مژده ځواب ورکوی نه نه د ایران د حکومت کسان و(کابل کی د ایران سفارت) بیا ځواب کی ورته ویل کیږی چی هغه مسله خو د خاص خلکو پوری اړه لری (خاص خلک ؟؟؟؟؟همدا ډول د ازره به وروستی چاڼیز عملیتو بحث کوی چی دولت د ازره غرونه تلویزون کی ښي چی ازره مو تصفیه کړه او دوه سوه طالبان مو وژلی دی هلته حالت څنګه دی؟ بیا طالب مشر چا سره بل فون کی خبری کوی او مژده ته واي غوږ شه زه له چا معلومات راخلم بیا د ازره او حصارک ولسوالیو باره کی مجلس کوی معلومات تر لاسه کوی او بیا وحید مژده ته ډاډ ورکوی چی نه خیر او خیریت دی ټول تبلیغات دی .
بیا وحید مژده طالب مشر ته واي چی د ملا متعصم اغاجان په هکله اعلامیه بیا هم نشر کړی او د انګلستان د ایم آی سیکس(۶) نوم حتمآ پکی راولی ځکه تر شا ی امریکا او انګلستان ولاړ ده.
بیا وحید مژده خپله د کویټه شورا ته فون کوی او ورته واي چی دماښام وخت هم ده خو یو مهمه خبره می درسره شریکوله دولت او امریکایانو ډیر خطرناک پیلان جوړ کړی دوبی نه ماته اکبربای تلیفون کړی و بیا طالب مشر ورته وای هغه دوستم سره ي چی هم جنجال راغلی و ؟ هوهو همغه یو وخت ددوستم معاون و (یعنی مهم سړی راته زنګ وهلی) هغه اوس دوبی کی ده ویل يي چی همدا اوس دلته یوه غونډه راوانه ده او غواړی چی ملا متعصم او ځینی نورو کسانو ته دوبی او ازبکستان کی دفترونه خلاص کړی دوی غواړی چی د طالبانو منځ کی یو انفجار تر سره کړی ،طالب مشر ورته واي موږ ته هم خبر رارسیدلی ده .مژده ورته ورته ځواب کی واي دوی چی کوم حرکت شروع کړی باید د مخه ي مونږ شنډ کړو (مژده دلته اقرار کوی چی خپله د طالبانو د تحریک د مهمو غړو له ډلی ده)
بیا د فریبا احمدی د ولسی جرګه یرغمل شوی وکیلی باره کی ګپ شپ لګوی چی د هغی باره کی دلته ډیر تبلیغات کوی چی طالبانو زنانه او تور سری یرغمل کړی ده او زه تلویزونی برنامی ته راوان یم هلته ما نه بوښتنه کیږی زه بیا څه وووایم ؟ طالب مشر ورته واي ورته ووایه چی دولت سره د طالبانو د مجاهدینو فامیلونه بندیان دی د هغو د خلاصون لپاره ي دا کار کړی او بیرته ي خوشی کوی او دا هم ووایه چی طالبان ښخو ته ډیر درناوی لری قدر ي کوی خو دولت ورسره وحشت کوی او انسانی چلند نکوی بیا وحید مژده ورته واي دلته بندیان دی؟ هو هو دغلته دوه کوچنیان او زنانه دی ،بیا مزده ورته واي ووایم چی یوه هفته کی دا کار کیږی ؟ نه نه داسی ووايه چی ډیر ژر به خوشی شی ( دا د هغو طالبانو د کورنیو غړی و چی فریبا احمدی ددوی کورونو کی لومړی سر کی ساتل کیده او دولت چاپه پری ووهله طالبان وتښتیدل نو ددوی کورنی ي ونیولی او طالبان دی ته اړ شول چی فریبا احمدی ونه وژنی او بیا ي پاکستان ته رسولی وه ، او فریبا احمدی مرکه می واوریده چی ویل ي طالبانو ورسره ډیر شه انسانی چلند وکړ ، خو افغانی دود او غیرت کی دا کار ډیر له شرمه ډک و.
بل څل مژده ورته وای خورشید هم درته زنګونه ووهل خو فون مو بند و او نن خو دلته حالت ډیر ښه و غونډه وشوه د امتیت اړون به ضد وغږیدو پخوا دوبت داسی غونډو کی راته خنډونه جوړول دا ځل هیڅ هم نه و اوس دولت هم ورخطا بیا سره به سر د هغو تلویزونی برنامو نومونه ورته اخلی چی زه او حاجی فرید ورځو او د امنیتی تړون به ضد به خبری پکی وکړو ،بیا ورته واي چی زه د لطیف حکیمی لیک درته در ایمیل کوم خو که طالبان یوه اعلامیه نشر کړی چی وواي بهرنی قوتونه دی ووځی نور موږ افغانانو سره مشکل نلرو جنګ ختمیږی او د تاسو دا اعلامیه هم دلته زموږ موقف قوی کوی طالب مشر ورته وای موږ هم اعلامیه نشر کړی د کابل د علما دریځ مو تاید کړی (له نن اسیا نه د حاجی فرید،مژده ، عکسونه او د وینا سر ټکی نشر شول دا هغه خلک دی چی هم دولت خوری او هم تحریک طالبان هم ایران ا شمال ټلواله په درواغو د مسلمانی او حق شعار ورکوی، ملی جبهه او کله ....... ټول په جاسوسی او قتلونو کی دخیل او حتی ځانمرګی به هم تر ولایاتو رسوی .
اوس طالب ته هم وایم وحید مژده باندی دوکه شوی ي اود افغانستان ولس ته هم وایم ملی جبهه هم جاسوسه ده انجنیر احمد شاه عبوری حکومت کی زموږ د ډریورانو د شپږو میاشتو معاش خیټه کی واچولو اته دانی یو سیټه موټري خپلوانو باندی وویشلی موژ به سره ګرمی کی ټورس (ویګن) ته له یوه نه بل ته ختلو کور ته به همدی موټر کی نشو راتلای ویل به ي د جهاد مال ده خو خپله ي مزی کولی، اوس د ملی جبهه مشر شو کرزی صاحب ارګ ورکړه
الله ج دی ټول همداسی رسوا کړی لکه وحید مژده ،حاجی فرید ، او ډله ي ، حیران به شی چی باور په چا وکړی عمرونو او ږیرو ته ي چی ګوری او له اسلام غلطه ګټه لار رانه ورکه شی.
یوه یادونه : د ولی خان حکمتیار په نوم مستعار لیکوال ته وایم اوښ دی په کګه او غلطه درومی ستا چی له خپل ازره کی سره هرڅه جار او جنجال راغلی وی خو زما لیکنی په ګمانونو سره مه ننګوه :لعنت د الله په تهمت کونکو وی .ما د هغه لیکنی سلسله ځکه بنده کړه چی د مرحوم الحاج شرافت صاحب یو اوږد لیک له ځینی انټرنیټی پاڼو نشر شو او یوه زړه سوانده مشوره یی راکړی وه نو له ښه فکر وروسته می هغه لیکنه متوقف کړه چی نوم ي و د مولوی صیب خالص ډله د تور او سپین په منځ کی ) هغه وخت زما له یو بل ورور سره هم لږ پری جنجال راغلی و هغه هم داسی فکر کړی و چی زه د خالص بابا سره وران یم او او شک ي هم سم ځکه ؤ چی زما لیکنه د موول صاحب خالص رح له ګوند پیل وه خو هغه ورور به په بدل کی حکمتیار او زرداد ته بد رد لیکل داسی ي ګڼله چی زه کوم حزبی یم بیا زما د هغه ورور تر منځ لانجه په دریم لاس د بریښنا لیک په ذریعه حل شوه هغه وخت ما له خالد هادی ورور په یوه لیکنه کی ګیله هم وکړه چی زما لیکنی نشر ته نه سپاری هغه لیکنه د مولوی صیب خالص بابا باره کی نه بلکه د ټولو ګوندونو په هکله وه او هغه وخت ما انټرنیټ کی هم له خلکو وغوښتل چی د جهادی ډلو،طالبانو،ډیموکراټانو او کمونستانو په هکله چی کومه خاطره لری راسره ي شریکه کړی چی زه می لیکنه پری غنی کړم خو که تا سره د حزبیانو په هکله معلومات وو نو باید رالیږلی دی وايي نه دا چی نن می په غلط ادرس رټی ، که ستا زردادیان ډیر بد خلک ول نو بیا ولی غلی وی مرسته به دی راسره کړی وه ؟ زردادیان په انټرنیټ کی لیکنه ما هم ولوسته ته ي هم ولیکه نشر به شی ته دی لیکنه کی د زرداد صفتونه کوی او زردادیان په انټرنیټ کی لیکنی لیکوال ي غیبت ستا خپل خیال پلو او د هغه خپل ،ته چی همدا اوس د چا په هکله لیکنی کوی او یوه برخه کی دی هم د قلم عفت نده مراعات کړی حتی د ناموس لاس بنکړی دی هم ورته یاد کړی ما دی ټولی ولوستلی ایا دا هم لیکنه ده ؟ نصرالله احمدزی داسی پیژنم چی د نیا او نیکه نوم ي هم پیژنم او که ته دی هم اصلی نوم او کلی راته وواي نو ډیر ژر به دی وپیژنم او له هغه نه به دی ښه وپیژنم مهمه نده چی د کوم ځای احمدزی ي .
نه پو هیږم چی څه مشکل دی ورسره راغلی خو ډیره هڅه کوی چی وحشی او لوچک ي معرفی کړی نصرالله یو ډیر مهم سړی معرفی کړی خو داسی هم نده ددو خرو اوربشی به هم بیلی نکړی خو اوس ځان ښودنه کوی چی لیکوال یم چغه تا مړ غی ، هغه مهم نده اصلآ پلار ي یو څه شهرت درلود او بل طرف ته د زرداد خپلوان ده دغه وجه ده چی ته ي ډیر ټونګری هغه زموږ د ژوند نیمای ته ایله راورسیږی زمونږ د کوچیانو خبره کومه غټه سټه نده ، ستا په ټوله ازره کی ما مدرسه نده لیدلی لږ په کمه اندازه درواغ وایه شرم ده ،د سرتور قومندان خبره دی هم زیاتی او ناسمه لیکلی ولی دی داسی نه لیکل سرتور او د هغه وراره او ترورزی د ناهید په نوم معصومه پیغله دربانی په حکومت کی د مکرویانو له پنځم منزل لاندی وغورزوله سرتور د محاذ یو قومندان حسن خان کړوخیل مرکز ته وتښتیدو له هغی وروسته ي د زعفران او شیر اغا په نوم پاټکیانو سره ملګرتیا شوه هغوی سره ډریور بیا ي پک اپ موټر ورکړ کچه ګړهی کی ي کور و بیا ي همغه موټر ي تری وتښتاؤ ډیر وخت پټ و بیا اوازه شوه چی سر تور قومندان ووژل شواو بیا د سرتور همغه وراره او د ترور زوی چی د کابل له مکرویانو ي یوه حیا داره پیغله ګذار کړه همغوی د شیوه کیو یو اوسیدونکی چی قومندان( شرافت ،شریف او که شراف) نومیده دسرتور د قتل په جرم کی وواژه ځینی خلک واي زعفران د خپل موټر بدل کی وواژه ،ځینی واي چی همدغه کس سره دښمنی وه چی دوی وواژه د شیو کیو و او ځینی واي چی دشپی له مخی چیری میلمه و او ناوړه حرکت تر سره کیدو کوشش ي کړی و نو د کور مالک خپل کور کی ووژلو، ویل کیږی چی ددوی کورنی پخوانی دښمنی هم درلوده یو وراره ي کارخانو کی یوه آډه کی ریسټورنټ هم درلود پوپل نومیده زما ورسره سلام کلام هم و خو اصلی قضیه معلومه نشوه .
احمدزی په څه ویاړ کوی ؟ هغه پخوانی غیرتیان خو اوس نشته زمونږ کوچیان خو د محمد جان زامنو او منجی تباه کړل بامیانو کی ي خرڅ کړو ،ننګرهار او بت خاک کی ي خرڅ کړو ،د لیونی سرنویشت هغه ډول شو،زرداد یي سومبه کړ، قلم اوه کاله بندی و کوم احمدزی منډه پسی وکړ؟ چمن ګوانتانامو کی بندی و هغه خو کوچیانو کی نه راځی ، قادر کوچی ځان ته زمکی او جایداد پیدا کړو، د قومندان پیشو زوی د پلار نیمای ته هم نه رسیږی ، د خان کورنی هم خوند نشته، حسن خان کړوخیل کوچیانو کی نده حساب ، ملاتره خیل په نعیم کوتک مات کړل، سرور احمدزی نوي ملکی زده کوی ، اصیل جانخیل اوس د سر سړی نه لری حاجی سرور ، حاجی خان ، منجی پنجاب کی په اردو اعلامیه نشروی په بیسیوادی سره ولسمشری غواړی خدای دی په خیټه نه مړوی ۴۸۰۰۰ کلداری موږ ورته ورکړی کارډونه دی ، شناختی ده اوس ي والله که دوربین کی هم پیدا کړی چی آټک ته ورشی لاندی تهاڼه والا پولیس یي پوه کړی نیسی دی د لاری کرایه ایله درسره پریږدی چی پیښور ته دی ورسوی ، بت خاک کی یي نمری رانه لس ځله خرڅی کړی جبار خیل خو ي ټوله دوکه کړل یوه ورځ ي له ګوربتی سره ولیږلو چی رحیم وردک په کور حمله وکړی ،رحیم وردک سره دی خدای ښه وکړی ګوربتی معروف خیل ته ي ویل د جهاد د وخت سرګروپ می ي کنی زه پوهیږم چي څه درسره وکړم واي ددفاع وزیر یم غواړی چی منجی او تاسو ټول په یوه رسی وتړم ؟ بیا ي بت خاک کی ډیر تنګ کړو خو وروسته ي انسانیت وکړ لوی لوی خیمی او کمبلی او نور توکی ي راته راولیږل، اوس حکومت هم واي چی منجی لس زره جریبه ځمکه غصب کړی څومیلونه ډالر ي برابر کړ اوس به افغانستان ته را هم نشی ښه مظبوطه دوسیه لری پارلیمان کی ورور ي د واسکټ او لونګی والا سره ملاقات هم نکوی نه پوهیږی چی تاجر ده او که وکیل صیب ؟ محمد نظیر احمدزی د سنګین زوی بیا لږ ګذاره کوی، خدای دی اشرف غنی ولسمشر کړی چی احمدزی خو له غلو خلاص شی که زما وس کیدای د کوچیانو ځوان نسل می راټولولو او ورته ویل می چی دا پخوانی غله نور نه منو نور بس ده انسانیت غواړو ،عدل غواړو ، که د منجی کورنی کی د امان ګل غوندی څوک راوړاندی شی نو باور پری کیدای شی،د نعیم هر ورور سره چی کښینی یو بل باندی نیوکه کوی حیران به شی چی لکه چل ي چی وي کوچیان ي سره ویشلی .
وحید ملا
وروستي