د روژه لومړی برخه

 د رمضان المبارک روژه د اسلام دریم رکن دي او په قران کي یي د نیولو تر څنګ د روژی اداب او احکام هم بیان شوی دی او ددی مبارکی میاشتي اهمیت هم پکي بیان شوی دی. په قران کریم کي د رمضان دعظمت او فضلیت دری وجهي بیان شوی دی:
۱-په همدی میاشت کي د قران پاک نازلیدل ۲-لیله القدر،یعني په همدی میاشت کي یوه داسی مبارکه شپه ده چي هغه په خیر کی له زرو میاشتو نه بهتره ده. ۳-فرضیت، یعني په همدی میاشت کي روژه د اسلام ددریم رکن په حیث فرض کړی شوی دی.   د همدی فضایلو پر بنسټ رسول الله(ص) دی میاشتي ته د (الله میاشت) په ویلی دی. قران کریم کی الله(ج) فرمايي:شهر رمضان الذی انزل فیه القران هدی للناس وبینت من الهدای والفرقان... البقره ۱۸۵ (درمضان میاشت هغه میاشت ده چي قران پکی نازل کړی شو،چی هدایت دی د خلکو لپاره او دلیلونه دی ښکاره(له جنسه د هغو شیانو) چي هغه لاره ښیي او بیلوونکی دی د حق او باطل. او بیا ورپسي قران کریم کی د حکم  په ډول راځی:فمن شهد منکم الشهرفلیصمه(نو هر څوک چی ومومی له تاسی(ای مکلفینو)دا میاشت نو ضرور دی ونیسۍ روژه د هغی میاشتی) د رمضان د فضلیت او عظمت لپاره یوازی همدا خبره بس ده چی په دی کی الله تعالی د هدایت وروستي کتاب(قران) رانازل کړی دی،حقیقت دادی که انسانیت د هدایت او لارښوونی له دی ستری سرچینی نه بي برخی وای نو د هستی دا ټوله کارخانه به د لمردروښنايي ،ستورو او سپوږمی له زړه پوری رڼا سره سره به  بیا هم خړه پړه او تور تم وه او له دی ټولی ښکلا او ښایست سره سره به بیا هم بي رونقه اونامکمله او بي مقصده وای،په کفر،شرق،الحاد او ګناه کي لالهاند انسان به د ځنګل له ځناورو نه هم ډیر بد واي،قران کریم ددی ځمکي پرمخ د هدایت او روښنايي یوازیني سرچینه ده،څوک چی تری محروم دی او یا یي ځان تری محروم کړی هغه یقینا له هدایت او خیر نه بی برخی دی.   ۲-لیلة القدر: په قران کریم کی دا صریح او څرګند ذکر دی چی قر‌‌آن کریم د رمضان په میاشت کی نازل شوی او دا هم ویل شوی چی د قدر په شپه کی نازل کړی شو. قرآن کریم کی په دی اړوند د القدر په مبارکه سورة کی وای: ۱.بیشکه چې نازل مو کړ دقدر په شپه ۲.او څه شي ته خبر کړې چې څه ده دا دقدر شپه ۳.تر زرو میاشتو غوره ده د قدر شپه ۴.په دې کې راکوزیږی د خپل رب په اذن، روح او د هر کار فرشتې ۵.سلامته ده دا شپه د سباوون تر ختو(راختو) الله تعالی په مبارکې میاشت کی مبارک لارښود کتاب رانازل کړی او ددی لوړ او با عظمته کلام مستوی دومره راکوزه کړې چې د ځمکې پر سر اوسیدونکي انسان ته دفهم وړشي حضرت عایشه (رض) وايي چې رسول اکرم(ص) و فرمایل:((لیلة القدر د رمضان د میاشتې د وروستی لسیزې په طاق شپو کې ولټوئ(بخاری) الله تعالی د روژی په شان مهم عبادت لپاره دا میاشت مقرر کړی او ددې ټولې میاشتې روژې يي پر مسلمانانو فرض کړی دی،او قرآن کریم په دی خبره شهادت ورکوي چې پر پیغمبر علیه السلام باندی د وحي د نزول پیل د روژې په مبارکې میاشت کې شوی   د رمضان عظمت او فضیلت په حدیثو کې:.   رسول الله (ص) د رمضان د عظمت او برکت بیانولو په ترڅ کې فرمایلی:۰۰کله چې د رمضان لومړی شپه راځی نو شیاطین او سرکښه پیریان تړل کیږی،او د دوزخ ټولې دروازې تړل کیږی،یوه دروازه یي هم خلاصه نه  پاتې کیږی او دجنت ټولی دروازی خلاصیږی،یوه یي دروازه يي هم تړلی نه پاتې کیږی او دالله تعالی منادی اواز کوی چې ای دخیر غوښتونکیه وړاندی ځه او ای د بدئ او بد عملئ شوقمنه ودریږه او دالله له لوری ډیر(دالله په فضل او رحم)ډیر نافرمانه بندګان د دوزخ له اور نه خلاصی مومی او بخښل کیږی او دا اواز د رمضان په هره شپه وی))ترمذی) ددې میاشتې لومړی برخه رحمت دی،منځنی برخه یي مغفرت او بخښنه ده او اخری حصه او برخه یي د جهنم له اور نه خلاصون دی(مشکوة   لاسوندونه او ما اخذ اسانه فقه لیکوال مولانا محمد یوسف اصلاحی ژباړن:قاری حبیب الله صافی  د قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو ژبه کی (مجمع خادم الحرمین الشریفین مدینه منوره) تفسیر: د قران پلوشې. لیکوال: ګلبدین حکمتیار   ملا وحید