دروژې د فرضیت حکم:
یاایهاالذین امنوا کتب علیکم الصیام کماکتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون(۱۸۳ البقره)
ای هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی(ای مومینانو)فرض کړی شوی دی په تاسی باندی روژه لکه چی فرض کړی شوی ده په هغو کسانو(خلکو) چی پخوا له تاسی څخه وو(لکه پخوانی اومتونه او پیغمبران تر ادمه(ع) پوری) لپاره ددی چی تاسی ځان وساتئ(له ګناهونو څخه او پرهیزګاران شئ ځکه چی روژه د شهوانی قوی ماتوونکی ده)
تفسیر:داحکم د روژی په اړوند دی چی داسلام په ارکانو کی داخیله شوه او یا داخیله دی ،روژه انسان د نفسی خواهشاتو په پریښودلو سره عادی کوی او په دی وسیلی سره کولی شی چی خپل نفس له هغو نفسانی او شیطانی خواهشونو وساتی چی نفس ته ډیر منلی ګران او عزیز وی،روژه په انسان کی د تقوا اوپرهیزګاری روحیه پیاوړی او تقویه کوی،په دی مبارکه روژه کی بل ستر حکمت دادی چي د باغی او سرکښ نفس اصلاح او د اسلام ددین د هغو احکامو اسانه کول دی چی د هغو کول پر نفس باندی ګران اودرانه وی.
مفسرین لیکی چی په یهودانو او نصرانیانو باندی هم روژه فرض شوی وه مګر هغوی په خپل خوشه پکې تغیر او تبدیل اختیار کړ نو د ایت مبارک اخری برخه(لعلکم تتقون) همدی نافرمانی ته اشاره کوی.
روژه فرض عین دی او څوک چی تری انکار وکړی هغه کافر دی،او څوک چې يي بې له شرعی عذر ونه نیسی فاسق او سخت ګنهګار دی.
د روژی د اهمیت په اړوند قران کریم خپله شهادت ورکوی چی روژه دټولو اسمانی شریعتونو کې فرض وه،او د هر امت په عبادتی نظام کې يي د لازمی جز په توګه ځای او ارزښت درلود د همدی پورتنی ایت مبارک یوه برخه په واضع توګه بیانوی:یاایهاالذین امنوا کتب علیکم الصیام.لکه څنګه چی په هغو خلکو فرض کړی شوی وه چی له تاسې نه مخکې تیر شوی دی)
روژه د زړونو په تزکیه کې په طبیعې او فطری توګه لاس لری او له دی سره د انسان نفس ځانګړی روزنه تر لاسه کوی. روژی ته صوم او یا صیام واي چی معنی یي له کوم څیز نه رابندیدل او هغه پریښودل دی او په دی کې د صباه صادق نه تر لمر لویدو پوری څښاک او خوراک،جنسي عمل نه ځان ساتل او ګوښه کیدل دی....لعلکم تتقون.... او ترڅو تاسې کې تقوا پیداشی
نور بیا
ملا وحید
وروستي