مصر له جنراله تر جنراله: سيسي(څلورمه برخه)

 
ډیسمبر۲۰۱۳،۰۱
مرسي—د مصر بې ستورو ولسمشر!
کله چې د ټونس ولسمشر علي د لاریونونو په پایله کې له هیواده وتښتیده، په مصر، وروسته په لیبیا او بیا په سوریې، یمن، مراکش، بحرین، او حتیٰ په عراق او سعودي کې د واکمنانو د خلاف لاریونونه وشول!
دغه لاریونونه په لیبیا کې د قضافي په وژنه؛
د یمن د علي په برطرفۍ؛
د سوریې په ویجاړۍ؛
د بحرین په بې قرارۍ؛
او د مصر په بې ثباتۍ تمام شول!
نړیوالو رسنیو دغو لاریونونو ته د عربي پسرلي نوم ورکړ او کورنیو رسنیو ښه په درز کې ورته تبلیغات وکړل چې اوس له خپل ځانه شرمیږي.
فکر نه کیده چې په مصر کې به حسنې مبارک واک پریږدي! له استعفیٰ څخه پخپلې وروستنۍ وینا کې یې هم په ډاګه کړله چې په هیڅ ډول استعفیٰ او یا هم د واک پریښودلو ته تیار نه دی!
دا چې نور څه وشول او څه پیښ شول، خبرې پرې نه کوو! د مرسي په اړه بحث رامنځته کوو!
مرسي: د مصر لومړنی بې ستورو ریښتونی ولسمشر:
د اخوان ډله پس له ۸۰ کالونو نوره دې پایلې ته رسیدلې وه چې د واک په تښتې به پښې ټینګوي او سیکولر، دیموکرات مصر به له یوې مخې اسلامي کوي. دلته له حاکمیت وروسته به په سوریې، اردن او بیا نو په متحد عربي اماراتو... کې خپلو نورو اخواني ډلو ته دواک رسیدلو لار پرانیزي خو خبر نه وو چې د سیمې استخبارات له دوی ډیر تیز او پخواني حکومتونو ته حاکمان لا هم په زور کې دي. مرسي ددې هیواد لومړنی ولسمشر دی چې د یوه رقابتي ټاکنو څخه تیریږي او واک ته لار مومي. په ورته وخت کې ددې هیواد لومړنی بې ستورو ولسمشر دی چې د مصر په تاریخ کې دغه پیښه پخپل ذات کې بې سارې بلل کیدای شي.
مرسي د هیواد او دسیمې نوموتی او په دفاع وزارت کې تر ډیره پاتې شوی طنطاوي په سینای د حملې له کبله له دندې ګوښه کړ؛ د استخباراتو او د پولیسو عمومي مشران یې هم د طنطاوي په لاره روان کړل. سیسي چې په فوځ کې نه مطرح او نه هم د شهرت خاوند و—چې اوس یې ډیرۍ اخوانیان یهودي بولي— نه یوازې د هیواد د دفاع وزیر کړ بلکې دوې رتبې یې ترفیع هم ورکړله. دا چې سیسي یې ولې د نورو په پرتله غوره وګاڼه دلایل یې ځینې داسې وو:

  • : په امریکا یې پوهنتون کې د زده کړو پرمهال د مسلمانو محصلینو د اتحادیې مشر
  • : ښځې یې لا هم حجاب مراعتوه
  • : له حماس سره اړیکې درلودونکی
  • : د اخوانیانو پلوي
له ورځپاڼې سټار سره د سیسي امریکایی استاد کرنل Steve Gerras پخپلې مرکې کې وایي: "موږ د اسلام په اړه په ډیر څه نه پوهیدو. دا سیسي وو چې موږ ته یې پخپل مذهب کې د غورو ټکو په اړه مالومات وړاندې کړل او پرې پوه یې کړلو."
اخواني مشر مرسي غوښتل چې هر څه په تیزۍ او چابکتیا سره وکړي او څومره زر یې چې وس کیږي د پخواني رژیم کسان له دندو ګوښه کړي. ددې پرځای چې نوموړي خدماتي برخې ته پام کړی وای ټول پام یې د واک په ګدۍ د پښې ټینګولو متمرکز کړ.
عبدالباري عطوان، د قدس العربیه سرمحرر پخپلې ویبپاڼې کې لیکي: " اخوانیانو خپله خوښي دوه  ځلې ولمانځله یو هغه وخت چې پخوانی د دفاع وزیر طنطاوي یې له دندې لیرې کړ او بل هغه وخت چې سیسي یې د دفاع وزیر کړ!"
عطوان زیاتوي: "طنطاوي د سیسي په اندازه د واک خوښونکی او غوښتونکی نه و. طنطاوي په دې وتوانیده چې مبارک واک پریښودلو ته تیار او له هغه وروسته ښه حکومتداري ترسره کړي؛ ټاکنو ته لار پرانیزي او نوي حکومت ته ښه راغلاست ووایي."
سعودي عربستان چې نه غواړي په سیمه کې اخوانیان واکمن وویني، د عربو له نورو هیوادونو لکه متحد عربي امارات، کویټ او امریکایانو سره په همکارۍ فوځیان او مخالف سیاسي ګوندونه دې ته وهڅول چې د مرسي خلاف کودتاه وکړي.
که څه هم مرسي ته د ترکیې د استخباراتو لخوا ویل شوي وو چې ددوی خلاف کودتا کیدونکې ده او حلا لارې چارې یې هم ورسره شریکې کړې وې خو بیا هم دوی ډیر پام ورته ونکړ او واک یې خپل وګاڼه!!!
کمزوری او مات سیسي:
په جولای کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، دی تر دې دمه په دې نه دی توانیدلی چې ټولټاکنې چې ده یې متوقع نیټه ۶ میاشتې ښودلې وه ترسره کړي او یا هم په قانون کې هغسې بدلونونه چې ده یې هیلمندي ښولده چې د ۲ میاشتو دننه به یې رامنځ ته کوي، راولي!  دغه سړي دیموکرات اکټه محمد البرادعي چې دده په ملتیا مرستیال ولسمشر شوی و هم له لاسه ورکړ.
له بل پلوه نوموړی هغه وخت لا له سختې انزوا سره مخامخ شو چې نړیوالو مشرانو له بندي بې ستورو ولسمشر محمد مرسي سره په زندان کې د لیدنو غوښتنه وکړله لکه: د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشره آشټون، د افریقایي اتحادیې راغلی وفد او ځینو نورو!!!
د امریکا لوبه:
امریکا په لیبیا کې د خپلو متحدینو په ملتیا په قضافي حمله وکړه نه یوازې دا چې د نوموړي رژیم یې له منځه ویوړ، حمله د قضافي په وژنې هم تمامه شوله.
که څه هم په لیبیا کې وضعیت هومره کړکیچن نه و څومره چې نن سبا په سوریې کې دی خو نه یې متحدین او نه هم امریکا پخپله په سوریې د حملې خبره کوي ځکه د متحدینو، د بشار د مخالفینو او د بشار د ملاتړو ګټو په سر جوړ جاړي نه دي رامنځته شوي!
که له یوې خوا امریکا د دیموکراتو ټولنو د رامنځته کولو دعوه کوي خو په مصر کې له کودتاچیانو ملاتړ یې د منافقت څيره لاپسې څرګنده کړله او په دې یې د سیمې خلکو پوهول چې امریکا د حالاتو، ډیموکراسۍ، ملاتړ خپل تعریفونه لري چې وخت پر وخت څنګه یې چې زړه وغواړي تعریفولای شي.
په اسلامي هیوادونو کې دیموکراسۍ له اول څخه کوم مفهوم نه درلوده چې دغه باور د مرسي په چپه کیدلو سره لاپسې غښتلی شو چې که دغه ګوندونه هر څه کوي باید د زور له لارې یې وکړي ګنې بله د حل لار نه لري.
اخوانیان، غبرګون، لاریونونه او قربانۍ یې:
اخوانیانو ته په سیمه کې د راډیکال یا د لویدیځوالو په اصطلاح بنسټ پالو ګوندونو په توګه کتل کیږي خو د مصر اخوانیانو د افغانستان د اخوانیانو سرچپه دا په ثبوت ورسوله چې په ټولې مانا سره دیموکرات دي! سرچپه یې لا دا چې دوی هر شعار او هره خبره د دیموکراسۍ په پلوۍ عنوان کړله.
لیرې نه ده چې دوی به مرسي په مصر کې د دیموکراسۍ قرباني وبولي او که له منځه لاړ دوی به یې د دیموکراسۍ په لار کې د شهید لقب ورکړي. دا چې د پردې ترشا په دې شعارونو  خلک پوهیږي هغه بیله خبره ده!
دوی په ریښتونې مانا سره عدم تشدد ته چې باني یې خان عبدالغفار خان دی ژمن پاتې شول.
دوی یې ووژل، وی رټل خو بیا هم پخپلو غوسو، کینو کنټرول یې له لاسه ورنکړ.
اخواني مشرانو په بشپړ ډول سره په ثبوت ورسوله چې د قربانۍ، ایثار او سرښندنې نمونې که څوک یې لټوي په دوی کې موندلی شي. د ګوند مشرانو له خپلو اولادونو سره په لاریونونو کې برخه واخیستله او هیڅلکه ونه تښتیدل. د ولسمشر محمد مرسي ویاند  ډاکټر یاسر علي د لاریون پرمهال د هغه حاکمیت لخوا ټپي شو چې ځانونه یې د دیموکراسۍ پلویان بولي. د بلتاجي لور حبیبه، د خیرت الشاطر زوم ډاکټر حسن او د ګوند عمومي مشر بدیع ځوی عمر بدیع هم د دیموکراسۍ قربانیان شول.
د اخوانیانو د لاریونونو ډول هم عجیبه شانته و. د لاریون پرمهال ددې پر ځای چې چیغې، سورې، او یا هم تش او خالي شعارونه ورکړي، د قرآن عظیم په تلاوت، تسبیح او تحمید په لوستلو او د عبادتونو په ترسره کولو یې ورځې تیرولې.
د لاریون ځایونه یې مسجدونه ټاکلي وو چې په دې لړ کې رابعه العدویه یې د ځانګړي شهرت او نوم خاوند هم کړ!
په فسبوک، ټویټر کې خورا زیات فعاله وو. ویناوو برخه یې هم نه وه هیره کړې. په غونډو کې یې ځینې نوره ځانګړتیاوې ترڅو خلک وهڅوي او له دوی سره پاتې شي هغه ویناوې او کیسې هم شاملې وې چې دوی به جوړولې لکه چې د اسلام ستر پیغمبر (ص) یې په خوب لیدلی چې د مرسي د مشروعیت په اړه یې دوی ته ډاډ ورکاوه او داسې نور..
مرسي او له ترهګرۍ سره اړیکې یې:
د مرسي په اړه د حکومت یو تور دا هم دی چې له فلسطینۍ حماس ډلې یې سره اړیکې درلودې او ملاتړ یې کاوه! خو که خبره همدا سیي او دقیقه واخیستل شي نو بیا ولې نړیوالو مشرانو د پرځول شوي بې ستورو ولسمشر سره دلیدلو هڅه کوله؟
د اخري خبرو په توګه ویلی شو چې محمد مرسي او  ګوند یې د اسلامي او غیراسلامي هیوادونو د توطیې ګډ ښکار شول چې باید نه وای شوي او کم ترکم یوه دوره چانس ورکړل شوی وای چې دوی څه کولای شول او څنګه یې کول!
تر دې دمه لاریونونه روان دي، څرګنده نه ده چې د پیښو پای به څه رواځي؟!
samiullahelam@gmail.com