
په دا ۱۲ کالونو
کی امریکایان په هیڅ وجه د افغان ولس په مقابل کی صادق نه وو او په راتلونکی کی به
هم صادق پاتی نه شی دوی خپلی ګټی یوازی په جګړه کی ګوری او جګړه افغانانوته
خوشبختی نه راوړی له یو سره د
افغانستان په زیان ده نو چی امریکایان سوله نشی
تظمین کولای موجودیت یی په هیڅ وجه زموږ په ګټه ندی. په همدی خاطر له کرزی هیله
کیږی چی د امریکایانو سره تړون لاسلیک نه کړی. دلایل یی
په لاندی ډول روښانوم.
0- که
امریکایانو په افغانستان کی سوله غوښتلای نو جګړه ماران، غله او بی کفایته اشخاص
او افراد یی په کابل کی په قدرت کی نه راوستل، موږ منو چی امریکایان د همدِه
جنګسلارانو پر مټ افغانستان ته راغلل خو د هغوی ۱۲ کاله په قدرت کی پاتی کیدل دا جوتوی چی
امریکا اوس هم د همدغه ظالمانو طرفداره ده او په راتلونکی کی به هم همدغه مهری د
دوی په چوپړ کی وی.
1- امریکا یان یو خوا د لیوانو
سره وزی ماتوی او بل خوا د شپنو
سره تندی وهی. پدی معنی چی یو خوا ته افغانانو ته وایی چی موږ ستاسو سره کومک او د
مرستی لپاره راغلی یو ولی بل خو د پاکستان او ایران
د حکومتونو سره چی په ډاګه د طالبانو تر شاه ولاړ دی مرستی کوی او نږدی اړیک ورسره
لری. ایا امریکا نشی کولای چی په پاکستان او ایران فشار راوړی تر څو طالبان د سولی
منلو ته مجبور کړی؟ خو د امریکا یا نو پدی کی ګټه نشته چی په افغانستان کی سوله
راشی دا ځکه که چیری سوله راشی د امریکایانو موجودیت ته په افغانستان کی اړتیا نه
پاتی کیږی دوی مجبور دی له افغانستان څخه لاړ شی.
2- که یی څوک منی او که یی نه منی
په امریکا کی د ۱۱ سیبتمبر پیښه یوه ډرامه وه او دا ډرامه د دی
لپاره جوړه شوی وه تر څو امریکایان افغانستان ته راشی او دلته دایمی اډی جوړی کړی.
نو که افغانان د امریکایانو پدی غورو غولیږی چی که ددوی سره تړون لاسلیک نه شی نو
دوی به له افغانستان څخه کډه شی ډیر ساده او بی ځایه اندیښنی دی چی لری یی. دا ځکه
چی امریکایانو په همدغه پروژه تر څو په افغانستان کی په دوام داره توګه پاتی شی په
میلیاردونو ډالر سرمایګذاری کړی ده او په زرهاو عسکر یی وژل شوی دی نو امریکایان
لونیان ندی چی دا ټول اوبو ته وغورځوی. نو افغانان د ډاډه اوسی چی امریکایان په
هیڅ وجه له افغانستان څخه نه باریږی او ندی افغانان پدی اړه تشویش کوی. امریکایان
پاخه راغلی دی او په افغانستان کی یی پاخه اړولی دی.
3- ځینی افغانان لا هم ډاریږی او
داسی وایی چی د عراق په شان به امریکا افغانستان هم پریږدی او لاړ به شی. دوی ته
زما عرض دا دی چی امریکایان په مختلفو هیوادونو کی مختلیفی پروژی لری او
دامریکایانو د یو هیواد پروژه د بل هیواد له پروژی سره بشپړ توبیر لری. نو په عراق
کی د امریکایانو هدف او پلان د عراق په تیلو خیټه اچول وو او که ستاسو په یاد وی
کله چی امریکایان عراق ته داخل شول ټول عراق چور شو ولی امریکایانو یو شی خوندی
وساته چی هغه د تیلو سیمی وی له لومړۍ ورځی یی په خپل کنترول کی واخیستی او نور نه
د عراق تاریخی اسار پاتی شول او نه دولتی ټول د عراقیانو له خوا لوټ شول. نو کله
چی امریکایانو خپله پروژه(تیل) تر لاسه کړل او یو لاسپوڅۍ حکومت یی جوړ کړ نور یی
هلته د پاتیکیدلو کومه اړتیا نه وه چی د عراق سره د اډو تړون لاسلیک کړی. نو د
قانونی مصونیت مسله یی بانه وګرځوله
او عسکر یی وباسل پاتی د نه وی چی امریکا په سودی اعرب، کويټ او قطر کی له له
وړاندی اډی درولودلی نو په عراق کی نورو اډو ته د امریکایانو کومه اړتیا نه وه نو
ځکه تری لاړل.
4- افغانان
لدی توشویش لری چی امریکایان به افغانستان پریږدی، پداسی حال کی چی ډیر دلایل شته
چی امریکایان افغانستان نه پریږدی ، خو افغانان دا تشویش نه لری چی امریکایان د څه
لپاره په افغانستان کی پاتی کیږی او افغانستان ته به څه پیلی ولری؟ هغه څه چی
امریکایان یی په افغانستان کی غواړی غبارت دی له.
په سیمه کی د افغانستان ستراتیژیکی موقیت چی د آډو
اساس جوړی، امریکاه کولای شی چی لاندی ګټی خوندی کړی:
- په سیمه کی د لویو تکا تونو،
لکه هند، چین او روسی مخنوی او د خپلو ګټو لپاره سیمه تر کنټرول لاندی رواستل.
- دوامداره جګړه، دا ځکه چی په
امریکا کی لوی، لوی کمپنۍ دی چی دوی وسله تولیدوی او همدغه کمپنی دی چی د امریکا
حکومت ته ما لیه ورکوی، نو کله چی د کمپنۍ وسله خرڅه نه شی ما لیه حکومت ته له
کومه ورکړی، نو چی مالیه نه وی حکومت نشته بل خوا به په
دوامداره توګه جګړه په افغنستان او سیمه کی امریکا د خپلو
غټو وسلی او نورو لویو کمپنیو
ماشینونه روښانه وساتی چی په
نتجه کی به بیکاری راټیټه کړی او جوړه شوی وسله به پر بیګنا او بی دفاع افغانانو
استعمالیږی.بل خوا د دوامداری جګړی هدف په
افغانستان او سیمه کی دادی تر
څو امریکا د افغنستان او سیمی په خامو موادو خیټه واچوی، دغه هدف ته د رسیدلو
لپاره به اوږده جګړه د افغانستان له حغرافیی بیرون کیږی او د افغانستان په ګاونډ
کی چی کوم هیوادونه پراته دی د امریکا لاس رسی لاره
همواره کړی. او افغانانو به د دغه دوامداره جنګ د سون موادو په شان اسعمالیږی.
نو کله چی امریکا افغانانو ته د سولی د راوستلو
تکل نه لری باید ورسره تړون لاسلیک نه شی. ځینی افغانان داسی فکر کوی چی کرزی پدی
خاطر تړون نه لاسلیک کوی چی خپلی او د ګروپ
ګټی په نظر کی لری او دغه هدفه ته د رسیدلو لپاره د امریکا سره د تړون په نه
لاسلیک کولو چنی وهی او دا هم وایی چی کرزی د افغانستان پر سرنویشت لوبی کوی. او
بله هغه ډله افغانان دی چی دوی هم خپلی ګټی په جګړه کی وینی پر کرزی فشار راوړی او
وای چی تړون بی له قید او شرط لاسلیک
کړه.
زما په اند که کرزی شخصی ګټی هم په پام کی ولری،
خطر به یی دومره نه وی لکه د امریکایانو د پلان او په سیمه کی د دوامداری جګړی، نو
موږ باید د کرزی د شخصی ګټو او د امریکا د دوامداره جګړی، همدا رنګه د دغه جګړی
پیلی افغانانوته یو تر بله سره پر تله کړو او دا
ارزونه وکړو چی په کومه یوه کی د افغانانو ګټی نه تر پښو
نه لاندی کیږی او بر عکس ساتل کیږی سره یو شو.
زه بیا هم تکرآ پوښتم چی ولی امریکایان د سولی ژمنه
نه کوی؟ هیله ده چی موږ افغانان دغه
باريکۍ ته توجه وکړو.تکرارآ یی ځوابوم چی د امریکا پدی کی ګټه نشته چی په افغانستان
کی سوله راشی او پر دلایلو یی ما پورته یوه اندازه روښنایی واچوله.
بیا هم په کرزی صاحب د یو افغان په صفت غږ کوم تر
څو چی امریکایان د سولی د راوستلو ژمنه درسره ونکړی، تر هیڅ فشار لاندی رنه شی دا
تاریخی مسولیت چی غاړی ته یی وا نه چوی او
تړون په پټو سترګو لاسلیک نه کړی. او پدی لاره کی درته کامیابی غواړم.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۰۳/۱۱/۳۰