ورک شوی طوطي

يو سړی د پوليسو حوزې ته ورغی او ويې ويل، چې طوطي مې ورک شوی.
پوليس ورته وويل ،ګومان نه کوم چې ستا طوطي دې پيدا کړای شو.
سړي ورته وويل ،زه هم نه غواړم چې ويې لټویء، مايوازې غوښتل تاسو خبرکړم چې که تصادفاً مو هغه پيدا کړ بايد پوه شیء چې زه د هغې له سياسي نظرياتو سره موافق نه يم ، او ټولې هغه خبرې چې زموږ د دولت په مشرانو پسې يې کوي د ده خپل نظريات دي.