په مشورتي لويه جرګه کې د جمهور رييس حامد کرزي د وينا بشپړ متن:


 بسم الله الرحمن الرحيم الحمد الله رب العلمين والصلوات و السلام علي خاتم النبيين، د افغانستان دخلكو ډېرو معززو استازو، مشرانو، علماوو، خويندو ورونو اسلام عليكم!

زمونږ جهادي مشر جناب حضرت صيب او له دوي سره د كيمسيون د اعضاوو چې راسته لاس ته تشريف لري، ستاسو د رابللو او د ډېرو ښوو ترتيباتوله امله ډيره مننه كوم.
خداي تعالي دې وكړي، چې زمونږ د نن مجلس او بيا په راتلوونكو ورځو كې ستاسو بحثونه د افغانستان د مظلوم ملت د درد او رنځ د ختم او د پاي تر ټولو ټينګ او حقيقي قدم وي.
ډېر خوشحاله يم، چې نن زمونږ سره د جمهوري رياست معاون صيبان ، جهادي رهبران، قاضي القضات صيب، د اساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې د كميسيون محترم رييس ، د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې محترم رييسان او زمونږ د جمهوري رياست د انتخاباتو كانديد صيبان هم ناست دي، دوي ته هم ښه راغلاست وايم او پر دوي كې به يو ځكه چې لس پرون تعين شول، يوولس كسان دي، په دې كې به يو شپږ مياشتې وروسته يا اووه مياشتې بعد انشا الله د افغانستان رييس جمهور وي، هر يو چې وي اوس دې لا مبارك شي د معاوينانو سره يې.
تر دې د مخه چې ولاړم شم بحث ته، چې ولې دا جرګه جوړه ده؟ د جرګې د ترتيباتو لپاره د كابل ښار تقريباً وتړل شو، پنځه ورځې رخصتي اعلان شوه، د كابل ښاريان په تكليف شول، محصلين له درس څخه پاتې شول، د افغانستان د خلكو په نماينده ګۍ دكابل د معززو ښاريانوڅخه او د محصلينو څخه عفوه غواړم.
يك مساله بسيار مهم ملي بود، نمي توان جز اين كار ديگري كرد، بايد جرگه مي آمد و وطن غريب ما براي جرگه همين يك جاي را دارد و آن هم پهلوي پوهنتون پولي تكنيك ماست، مردم به تكليف شدند از محصلين، از مردم شهر كابل و آنهاي كه از اطراف به كابل مي آيند روزمره، معذرت مي خواهيم.
جرگه ما حضار گرامي قسميكه مدبر صاحب فرمودند فقط به يك هدف جور شده و آن بحث و غور نهايت عميق در مورد قرارداد امنيتي است كه امريكا خواهان آن با افغانستان است و هيچ اجنداي ديگري ندارد و اميدوار هستم كه هيچ اجنداي ديگري هم مطرح نشود. در دو جرگه قبلي هم در جرگه صلح ما كه استاد شهيد استاد رباني زياد سرچ مي كردند و در جرگه قرارداد استراتيژيك ما هم كه جناب حضرت صاحب رياست اش را مي كردند پيش از جرگه آوازه ها شد كه رييس جمهور جرگه را بخاطر تغيير قانون اساسي جور مي كند يا نمي دانم به تغيير قانون انتخابات يا چي، ولي ديديم كه اين طور نبود اين جرگه هم فقط در مورد قرارداد امنيتي است و اميدوار هستيم كه هيچ كسي موضوع ديگر را مطرح نكند و نبايد شود.
حرفي است كه بايد در آخر مي گفتم ولي مي خواهم در آغاز بگويم، شما به نمايندگي مردم افغانستان تشريف آورديد خواهرها و برادرهاي ما، بزرگان قوم، معززين، علماي كرام الدين، روحانيون عزيز كشور، دانشمندان كشور، تعليم يافته هاي كشور به نمايندگي ملتي كه در دور اخير تاريخ خود در چهل سال گذشته در رنج متداوم زندگي كردند، يك روز خوشي را هم نديديم به حيث ملت، به حيث افراد روزهاي بوده كه براي ما خوش گذشته و براي ما سخت گذشته ولي به حيث ملت، به حيث مجموعه ملت، چهل سال است كه روز خوشي را نديدم و شما امروز جمع شديد تا در يك امر نهايت مهم ملي، حياتي براي افغانستان بحث كنيد، مذاكره كنيد و روي سندي كه خدمت شما گذاشته ميشود دقت كنيد. من بسيار زير فشار بودم كه جرگه را دعوت نكنم در جرگه هاي قبلي هم زير فشار بوديم كه دعوت نكنم، ولي جرگه را من براي امروز و فرداي افغانستان به هر حكومتي كه در اينجا باشد و در قضايايي مهم ملي مملكت فيصله كند، حتمي مي دانم. پس وظيفه شما امروز نهايت خطير و مهم است و هر كسي به حرف خود مي آيم چه حكومتي و چه غير حكومتي چه از اقارب من، چه از خويشاوندان من و چه از دوستان من نزد شما بيايد و يا نزد هر فردتان، يا نزد كميسيونها كه رييس جمهور در اين مورد اينطور نظر دارد يا آنطور نظر دارد قبول نكنيد من هيچ نماينده اي ندارم نماينده من شما هستيد، من هيچ نماينده اي ندارم، نماينده من وجدان ملي افغانستان است و من به نمايندگي وجدان ملي افغانستان و ضرورتهاي حياتي افغانستان اين جرگه را خواستم، پس با آزادي كامل و با درنظرداشت منافع ملي و حياتي افغانستان شما غور كنيد و فيصله هايتان را بكنيد.
هره فيصله چې مو وكړه د افغانستان دخلكو د نماينده ګانو فيصله ده، د باندې د افغانستان خلك ستاسو ددې فيصلې په انتظار دي، ټول هغه افراد د دې ملت، اعضا د دې خاورې، چې درديدلي دي، ځورېدلي په دېرش كالو كې؛ آرامش غواړي اوسوله غواړي، امنيت غواړي او د نظام برقراري غواړي په دې خپله خاوره كې، هغوي ستاسې د دې جرګې په انتظار دي، هغوي هم ستاسو څخه د افغانستان د ملت په نماينده ګي د غور او دقت غوښتنه كوي. تكراروم يې چې كه چېرې زما په نماينده ګۍ هر څوك تاسو ته راشي، چې رييس جمهور په دې كې داسې نه وايي، مګر داسې وايي، زما نماينده نه دي او ترټۍ به يې او شړۍ به يې.
بزرگهاي عزيز وطن، خواهرها و برادرهاي عزيز، مهمانهاي گرامي خارجي!
امروز بحث خود را از دوزاده سال پيش آغاز مي كنيم بازهم، به گذشته هاي دورتر شايد در آخر بحث خود بياييم دوازده سال پيش در جهان يك حادثه اي به اتفاق افتاد كه آن حادثه يازدهم سپتمبر سال 2001 بود در امريكا، كه تعميرات بزرگ امريكا توسط طياراتي منهدم شدند، به وزارت دفاع امريكا حمله شد و يك طياره اي ديگر هم پيش از اينكه به مقصد خود برسد سقوط كرد. با آن حادثه اي كه به مردم امريكا رنج آورد سه هزار مردم ملكي شان را به قتل رساند توجه امريكا و جامعه جهاني دوباره به طرف افغانستان جلب شد و امريكا و ناتو و آيساف به اثر فيصله شوراي امنيت ملل متحد و جامعه جهاني بنام جنگ عليه تروريزم به افغانستان آمدند و چون طالبان در آن زمان هم پيمان القاعده دانسته شده بودند و جهان گفت كه از افغانستان شده، پس حكومت طالبان و نظام شان مورد حمله جامعه جهاني قرار گرفت. ملت افغانستان كه از سالها در رنج بود و در جنگ بود و در كشت و خون بيچاره گي مي زيست با ديده باز و با آغوش باز جامعه جهاني را به افغانستان خوش آمديد گفت به اميد يك افغانستان آزاد، آرام و مترقي و در همكاري ما و جامعه جهاني رژيم طالبان و به همراه شان القاعده و خارجي هاي كه از بيرون سرحدات افغانستان با ايشان پنهان به خاك ما آمده بودند اينها از افغانستان دور شدند. افغانستان براي دو سال زندگي آرام به پيش برد، بعد از دو سال به طرف ناامني ها و مشكلات رفتيم افغانستان از آن وقت تا امروز را بدون هيچ گونه شك و ترديدي و با اطمينان كامل كه دست آوردهاي بزرگي داشتند مهمترين اش از ديد من اين است كه افغانستان دوباره خانه تمام مردم افغانستان شد، هر فرد از ملت ما، هر فردي از هر گوشه اي از خاك ما از هر مفكوره، از هر ديد و از هر نظر و از هر سابقه اي كه داشت پس به اين خاك به آزادي آمدند حق شركت در انتخابات پيدا كردند و حق رأي در انتخابات را پيدا كردند، پس بزرگترين دست آورد ما و شما مردم افغانستان در دوازده سال گذشته اين بود كه افغانستان دوباره خانه تمام افغانها شد به همراه اش مردم سالاري به يك اندازه اي و آزادي مطبوعات و تعليم و تربيه و صحت و بهبود اقتصاد عمومي مردم و بهبود اقتصاد يك تعداد به صورت فوق العاده، آن هم شد و به همراه اش باز هم بسيار مهم اينكه افغانستان صاحب بيرق، هويت و شناخت بين المللي شد در تمام جهان بيرق افغانستان در اهتزاز است در تمام جهان، در تمام محافل جهان حضور داريم و بسيار به عزت حضور داريم. چپن ما، لنگي ما، و كلاه ما و پكول ما و چادر خواهرهاي ما را همه جهان به رسميت شناخت ، پس اين خاك تثبيت هويت كرد زيادتر از هشتاد نمايندگي خارجي در افغانستان حضور دارد، ما در اكثر كشورهاي جهان هستيم انشاء الله يك ماه بعد سفارت سريلانكا هم در افغانستان باز مي شود ما قبلاً در آنجا سفارت باز كرديم كشورها از افغانستان طلب دارند كه در كشور ما و شما سفارت باز كنيم كه آنها مي آيند به افغانستان، اين خوبي اش بود ولي چيزيكه آرزوي بزرگ ملت افغانستان بود به همراه دست آوردهاي ما امنيت هم بود امنيت به مردم افغانستان نيآمد مردم افغانستان در بي امني زندگي كردند خانه هاي مردم افغانستان مورد تاخت و تاز قرار گرفت، تعداد زيادي از مردم ما شهيد شدند تعدادي در حملات طالبان و تروريستها و تعدادي هم در حملات خارجي ها بنام جنگ عليه تروريزم، شهداي هر دو چه آنهاي كه بدست طالبها شهيد شدند و چه آنهاي كه بدست خارجي ها شهيد شدند ورثي شان حضور دارند و من خواهش كردم كه از كميسيون كه ورثي شهدا اينجا حضور داشته باشند از هر دو، حكومت ما ترقي كرد ولي حكومت ما ترقي اش در تصادم با اداراتي بود كه خارجي ها به ما ايجاد كردند، گروه هاي شخصي امنيتي، قراردادهاي خودسر و مليشه ها و غيره...در اين گير و دار از يك طرف افغانستان به سرعت در عرصه بين المللي و جهاني به پيشرفت روابط دست مي آفت، به پيشرفت تعليم و تربيه دست مي آفت به بهبود صحت دست مي آفت، به داشتن سرك و آب بهتر دست مي آفت و به حيث يك ملت و يك كشور و يك هويت رسميت عظيم جهاني پيدا مي كرد و از جانب ديگري مردم افغانستان خصوصاً در دهات و اطراف ما زير حملات طالب، تروريزم و حملاتي كه بنام مبارزه عليه اينها مي شد و اين باعث از اين شد كه روابط دولت افغانستان و دولت امريكا و ناتو به تشنج برسد. اين تشنج گاهي بسيار شدت گرفت روزهاي رسيده در ده سال گذشته كه من پيش خود به حيث رييس جمهور افغانستان فيصله كردم كه با اينها ديگر مقاطعه بكنيم و بس كنيم باز عاقبت انديشي مرا منع كرد و تدبير به اين واداشت كه گذاره كنيم شهيدهاي خود را رسيدگي كنيم پرسان كنيم كمك كنيم و كوشش كنيم كه حالات را بخير ملت خود برقرار كنيم. اينها هم بعد از اعتراضات شديد ما و مجادلات شديد ما آهسته آهسته، بسيار آهسته البته مي توانست كه زودتر كنند به اصلاح اعمال خود پرداختند و در جريان اين روابط ما با جهان و كشمكش جنگ بنام تروريزم و ترقي و بهبود زندگي مردم ما جامعه جهاني بخصوص امريكا از ما طلب همكاري هاي درازمدت استراتيژيك كردند، به همراه اش به همراه امريكا يعني به اضافه امريكا هند و كشورهاي بزرگ اروپايي و تركيه هم از ما خواهش كردند. اين گونه قراردادها را با چندين كشور امضاء كرديم به شمول امريكا، قرار اين بود كه در همان قرارداد استراتيژيك با امريكا كه برايش پارسال لوي جرگه خواستيم قرارداد امنيتي هم مي بود ولي ما نخواستيم كه در قرارداد استراتيژيك قرارداد امنيتي هم نهفته باشد ما خواستيم كه اين قرارداد جدا باشد تا وقت برايش داشته باشيم كافي، و براي مطالعه اش دقت كنيم امريكا هم موافقه كرد پس مسائل اين قرارداد امنيتي را از قرارداد استراتيژيك بيرون گذاشتيم و قرارداد استراتيژيك را در مفاد بزرگ آنها و ما مردم افغانستان سنجيديم و جرگه آمد منظور كرد و رييس جمهور محترم امريكا به افغانستان تشريف آوردند و آنرا يكجا امضا كرديم. از ديد ما و در حقيقت قرارداد امنيتي مهمتر از پيمان استراتيژيك ما و امريكا است چون در عمل پيامدها و عواقب هم به ما هم به منطقه و هم به امريكا دارد و به اساس قرارداد پيمان استراتيژيك ما قرار بود در ظرف يكسال افغانستان و امريكا قرارداد امنيتي را ترتيب كنند و امضاء كنند.
البته امريكا عجله درلوده او مونږ دقت غوښت، چې مونږ په دې كې كمزوري طرف وو او دوي زورور طرف وو، نو لهذا مونږ دقت غوښته مونږ تېر كال پر امنيتي قرار داد كار شروع كړ، دوي غوښتل چې دا ژر امضا شي خو مونږ ورته حاضر نه وو، زمونږ له خوا پر دې قرار داد باندې يوكيمسيون تعين شو، چې په هغه كيمسيون كې اول زمونږ سفير په واشنګټن كې او له هغه سره ملګرو پر دې قرار داد له امريكا سره كار كاوه بيا چې دا خبره يو ځاي ته ورسېدله يو څه سند ترتيب اوتكميل او د دواړو جوانبو نظريات معلوم شول، خبره راغله افغانستان ته او مذاكرات ټول دلته وشول، بيا د كيمسيون په رأس كې د امنيت ملي مشاور ښاغلي سپنتا ودرېد او ورسره ډاكتر صيب اشرف غني چې زمونږ د انتقال د كيمسيون مشر وو، چې د افغانستان له كليو او كورونو څخه د خارجيانو عسكر را لنډ شي او را كم شي هغه انتقال يې د افغانستان ملي اردو ته كاوه مونږ هم ورسره ملګري وو او ورسره جنرال صيب وردګ كله چې وزير دفاع وو ملګري وو، بيا بسم الله خان زمونږ فعلي وزير دفاع، رييس د امنيت ملي، د بهرنيو چارو وزارت وزير صيب او مخكيني او اوسني معين صاحب او د افغانستان مربوطه ارګانونه په دې كې داخل شول، دوه درې هفتې وروسته په هر امنيتي مجلس كې ما او معاون صيبانو د امنيتي مجلس اعضاوو هم په دې مجلس كې ګډون كړي دي او غور مو پرې كړي دي او وقتاً فوقتاً مو جهادي رهبران او د افغانستان ملي مشران، د مشرانو جرګې او د ولسي جرګې رييسان او د قاضي القضات او قاضي صيب ګل الرحمان او نور مشران ورونه را غوښتي او هغوي هم په دې كې ګډون را سره كړي دي.
په دې قرار داد كې ما شخصاً دومره دقت كړي دي، چې د دې قرار داد ارزش يې ايجابوي او د افغانستان د ملت ګټې ايجابوي. ياني فوق العاده ډېر دقت مې كړي دي، ټكي په ټكي، لغات په لغات، كرښه په كرښه، ماده پر ماده مې لوستي او تغيير مې پكې را وستي او مذاكره مو كړې ده.
دا چې د امريكا په دې قرار داد كې څه مفاد دي دوي دې تعريف كړي، چې دوي ولې دا غواړي خو دا چې مونږ په دې قرار داد كې څه غواړو او زمونږ په دې كې ګټه څه ده دا زمونږ وظيفه ده چې مونږ يې تعريف كړو، زمونږ وظيفه داده، چې له افغانستان څخه د خارجي قواوو حضور لږ كړو، دوي به راتلونكي كال له افغانستان څخه ځي كه سل زره وه كه تر هغه زيات و دوي به ځي او كه مو موافقه ور سره وكړه كه تاسو ومنله نو بيا د دوي محدود تعداد د لس زرو څخه تر پنځلس زرو پورې په افغانستان كې پاتې كېږي، زه چې كله وايم دوي منظور مې يوازې امريكا نه ده، زه چې كله وايم دوي منظور مې د ناټو هيوادونه او ځينې د آيساف هيوادونه هم دي لكه متحده عربي امارات ، تركيه او زمونږ ځينې نور اسلامي ورونه دا مو اول مرام دي او دې ته بيا وروسته را ځم.
خو دوهم مرام او تر اول مرام مهم مرام مو دا وو، چې د دوي تګ را تګ د افغانستان په كليو، په وطن كې او پر كورو باندې حملې بندې شي او د افغانستان خلك له دې څخه مصؤن شي. سختې شخړې مو پر دې سره وكړې، دوي خپل استدلال كاوه او مونږ خپل استدلال كاوه زمونږ استدلال د اولې ورځې هم دا وه، چې امريكا، ناټو او ور سره آيساف چې د تروريزم په خلاف جنګ د افغانستان په كلي او كور كې نه دي، ته د افغانستان كورو ته هر شپه پر څه ځې، ځاله ګۍ يې معلومه ده، پناه ګاه يې معلومه ده، تربيتګاه يې معلومه ده هلته ولې نه ځې؟ دلته څه كوې زمونږ په كليو كې هر ورځ انسانان په عذابوې.
دوي خپل استدلال كاوه د دوي استدلال مونږ ته په عمومي توګه په غټو ټكو كې د قناعت وړ نه وه، نو مونږ غوښتل چې دوي د افغانستان له كورو څخه بند شي او زمونږ قانون و مني او عزت يې وكړي، ورسره د افغانستان په پياوړتيا كې، په تقويه كې د افغانستان سره ملګري شي؛ خپلې مرستې درستې مصرف كړي د افغانستان د قوانينو سره يې سم مصرف كړي او د افغانستان د ادارې د لارې څخه يې مصرف كړي، ملي اردو مو را وروزي، پوليس مو را وروزي او سم يې را وروزي، دا بخور و نمير روزنه چې نن يې كوي دا نه منو، دا د نن بخور و نمير روزنه نه منو، زه جيټ تيارې ور څخه غواړم، دي دا بمبيرك تيارې را كوي دا نه منم، زه ټانګ ځينې غواړم دي پايكپ را كوي دا پايكپ زه په خپله له جاپان څخه را نيولي شم دا نه منم، زه مقتدره اردو غواړم، توانمنده اردو غواړم، زه داسې اردو غواړم چې د دې خاورې دفاع په خپله وكړي، زه داسې افغانستان غواړم چې خپل حكومت د خپلو خلكو دفاع وكړي، نو د دوي سره اتحاد كوو، د دنيا سره ملګرتيا كوو دا دنيا بې ملګرتيا نه كېږي دلته يوازې سړي تر پښو لاندې وي لكه مونږ چې تر پښو لاندې شولو، شخص تنها شخص تنها است. وايي چې: ((خان يې په ياران يې)) هو چې يار دې ښه يار وي، سسته ياري نه كوم، كه څوك زمونږ سره ياري كوي نو دې ياري ټينګه را سره وكړي.
ما ياري سست نمي خواهيم، فريب هم نمي خواهيم و در ياري ما اين چيز ها را ياد نداريم، پس بحث ما جريان داشت، خلاصه سخن به توافقات عمومي رسيديم يك ساحه را كه از روز اول به همراي شان صحبت نكرديم، و گفتيم كه اين مطلق كار ما نيست، صلاحيت حوزه قضايي است، آن روز اول گفتيم به رييس جمهور شان، چند وقت يش در امريكا گفتيم كه من در مورد قرار داد امنيتي در هر موردش به همراي تان صحبت ميتوانم ولي حوزه صلاحيت قضايي از اختيار دولت افغانستان نيست اين از اختيار ملت افغانستان است و ملت افغانستان در اين مورد فيصله كنند البته توضيحات و تشريح كه اين چه است و چه نيست اين را ما داده ميتوانيم و به همين دليل تعداد زيادي از آگاهان قانون ما، قانون دان هاي ما اينجا امروز شركت دارند، آنها اين قرارداد را ديده اند، قاضي القضات صاحب، قاضي صاحب گل رحمن و بزرگ هاي دولتي ما، علماي كرام ما در اين مورد صحبت كنند، چيزيكه من به آن تاكيد كرديم و جګړه كرديم و شخړه كرديم در قرارداد و امنيت خانه هاي مردم افغانستان، تا اينها از خانه هاي مردم افغانستان متوقف شوند.
امنيت خانه هاي مردم افغانستان، تقويه افغانستان، عزت زندگي مردم افغانستان و روابط بين دو كشور مستقل، اين سخن و اين مذاكره را رسانديم تا پريزوز، پريروز متن كه ما ميخواستيم اينها قبول نكردند، گفتند كه ما در آن مشكل داريم، متن ما بود، به هر دو زبان ميخوانم توجه كنيد!
متن ما بود، پيشنهاد افغانستان: نيرو هاي ايالات متحده به مقصد تفتيش يا عمليات نظامي به خانه هاي افغانها داخل شده نميتوانند. نيرو هاي ايالات متحده نمي توانند افغانها را دستگير و زنداني كنند. نيرو هاي ايالات متحده هيچ نوع توقيف خانه را در افغانستان اداره نكرده و نمي توانند داراي زندان باشند.
امريكا گفت كه درست است ولي اگر كدام عسكر ما ربوده شود، در يك خانۀ برده شود و خطري به حياتش باشد باز ما چطور كنيم، ما برايشان گفتيم كه نمي توانيد، اينها گفتند اگر اينطور است، قرارداد نميشود، اگر عسكر ما زندگي اش در خطر باشد و او را نجات داده نتوانيم، حكومت ما، ولسي جرگه شان و سناي شان و مردم شان اين اجازه را نميدهد، هله هله هله، مذاكره بالاخره پريرشب وزير خارجه شان تيلفون كرد، آقاي جان كري و گفت كه رييس جمهور افغانستان به جرگه تان بگوييد كه اگر ما بزودي به دفاع عسكر ربوده شده خود رسيدگي نكنيم و او اخطاف شود در يك جايي، كسي در يك خانه ببرد، در يك دوكان ببرد، در يك جايي ببرد كه كسي نيست و آنجا ما رفته نتوانيم و شما ما را مانع شويد و او كشته شود اين معامله ما ختم ميشود، من گفتم درست است وقتيكه اينطور است پس شما انتظار كنيد به همراي حكومت آينده افغانستان قرارداد را امضا كنيد، كانديد هاي محترم نشسته اند، يكي شان رييس جمهور ميشه، شش ما بعد انتخابات است، گفت نخير، آنرا نيز نميتوانيم، ناوقت ميشه چون ناتو و كشور هاي ناتو از ما با شما تعهد ميخواهند، بعد ازين كه ما با شما تعهد كرديم و در توافق رسيديم، آنها وارد صحنه ميشوند، اگر ما نباشيم، آنها هم نمي باشند، راست ميگويند، آنها به ما گفته اند كه اگر امريكا نباشد ما هم نمي باشيم، يكيش نمي باشه، همه ميروند، سركرده همه اينها امريكا است. امريكا اگر نباشد، آنها ما را گفتند تمام شان، جرمني هم گفت، فرانسه هم گفت، انگليس هم گفت، پولند هم گفت، همه شان گفتند، حتي بعضي از كشور هاي اسلامي هم ما را گفته اند كه اگر امريكا نباشد باز ما هم ميريم.
پس چي ميكنيم؟ وزير خارجه امريكا پيشنهاد كرد كه اگر من براش شما نامه اي روان كنيم چطور ، به رييس جمهور افغانستان، من گفتم كه خط را بنام جرگه مشورتي افغانستان روان كنيد، گفت آن خلاف تعامل دپلوماتيك است، ما بايد خطاب به دولت كنيم، بايد به شما ارسال كنيم، من گفتم درست است كه روان ميكني چي نوشته ميكنيد؟ گفت نوشته ميكنيم كه رييس جمهور افغانستان و ملت افغانستان از رنجي كه در اين مبارزه عليه تروريزم در چندين سال ديده اند ما آگاه هستيم و ما ميخواهيم كه رنج ملت افغانستان متوقف شود و به همين ترتيب چند موضوع ديگر، من گفتم كه درست است، به شرطي كه رييس جمهور تان نوشته كند و متن آنرا من ببينم. ديشب تا ناوقت شب مصروف بوديم و بالاخره متني را كه رييس جمهور آنها به من نوشته كند، ما متن آنرا تصحيح كرديم، لغات خود را در آن اضافه كرديم، باز رييس جمهور امريكا امضا كرد، متن آنرا امروز براي من روان كرد، به اساس آن يك متن دومي باز موافقه شد.
خط رييس جمهور امريكا را، په دواړو ژبه مو ترجمه كړي دي په پښتو او په دري. دلته له ما سره دري متن دي زه به دري متن درته ولولم ، پښتو متن بيا درته وروسته ولولم. په دري متن كي د امريكي د رييس جمهور خط چي نن سهار راته را ورسيد تاسو ډير غور بايد پكښي وكړي داسي وايي:
(ترجمهَ نامه رييس جمهور اوباما كه توسط رييس كرزي قرائت گرديد)
هر دو كاپي پشتو و دري اين خط را به همراي قرارداد امنيتي خدمت شما ميگذاريم، شما اين خط را ببينيد، نقاط آنرا ببينيد، ضمانت هايش را ببينيد، باز درين مورد فيصله تان را خود تان بكنيد.
(نظر يك خانم اشتراك كننده)
حامد كرزي: اجازه بدهيد كه حرف هاي من تمام شود، درست است، اجازه دهيد خواهر، درست است.
اجازه دهيد خواهران و بردران، هر كس حق دارد صداي خود را بلند، اين خواهر ما حق داشت كه صداي خود را بلند كند، هدف شخصي دارد، هر چي دارد اين جرگه براي اين است كه مردم صداي خود را بلند كند، آرزوي ما اينست كه كسي كه مخالف اين پيمان است اتهام پاكستان يا ايران سرش نشود ما در كشور خود كساني داريم كه مخالف اين پيمان هستند، اين درست نيست، ما كساني را داريم كه بدون چون و چرا طرفدار اين پيمان است، آيا آنها مزدور امريكا هستند، ما كساني را هم داريم كه مخالف هستند، مه خودم به اي متهم هستم كه مخالف هستم ولي مه نيستم، ولي مه شرايط دارم كه پايش را بسته كنم، باز صحيح است.
بگذاريد، آن خواهر حق دارد، در افغانستان خون ريختانده شده، خون مردم ريخته به اين نام جنگ با تروريزم، اگر من هم به عوض او خانم ميبودم همين صدا را ميكردم، پس كسي را متهم به پاكستان يا ايران نكنيد، چون اگر كسانيكه طرفداري بدون چون و چرا را بكند باز پيش ما امريكايي ميشود. بگذارين مردم نظر خود را بدهند، نظر خود را به افغانستان، طرفدار پيمان هستيم ولي امريكا زندگي مردم ما را عزت كند، قانون ما را عزت كند، استقلال ما را عزت كند و همراي ما متحد وفادار و صادق باشد، پول هم زياد بياورد.
ميآيم به حرف پيمان، اين ماده كه پيش شما در متن ميآيد چون توافق بالايش نشده، شايد جايش خالي باشد، بعد از توافقي كه ما با امريكا كرديم و بعد از نامه اطمينانيه كه رييس جمهور امريكا منحيث ضمانت به ما فرستاد و اين پيش شما ميباشد، هم خود ماده كه اصلاح شده است و هم خط رييس جمهور امريكا پيش تان گذاشته ميشود باز شما جرگه فيصله تان را بكنيد، هر فيصله كه ميكنيد، اگر چه او خواهر ما در هر جرگه برآمده ولي گپش بايد عزت شود.
به هر صورت، ميآيم، اجازه راكړي، نو په دې پوه شولو په عمومي ټوګه مي درته وويل چي مونږ څه غوښتل په دي قرارداد كي او امريكا څه غوښتل او سند به ستاسي مخ ته پروت وي، ماده په ماده به يې ولولي، خپل نظر به پكښي وركوي كه چيرته پوه نه شوي چې دا يې ا څه ليكلي دي له خپلو ملګرو سره طبعي ده چي پوښتنه وكړي. نو دا قرارداد څه معني؟ چي راځم د دي قرارداد عملي معني ته، امريكايان په افغانستان كي په ۹ ځايونو كي د ناټو ا و د ځنې اسلامي هيوادونو سره يو ځاي غواړي چي قرارګاه وي ولري، هغه كوم ځاي دي؟ هغه بګرام دي، كابل دي، هرات دي، جلال آباد دي، قندهار دي، شينډنډ دي، ګرديز دي او هلمند دي. ۹ ځاي كي. زمونږ په هوايي ميدانونو كي به دوي هلته وي او هلته ددغه قانون په اساس چي مونږ دا قرارداد ورسره كوو، دوي خپل كار كوي، په دي جريان كي د مذاكراتو په دي تير كال كي ډير په تفصيل د امريكي د رييس جمهور سره خبرې شوي دي او دخارجه وزير سره يي هم، كه مو چيرته توضيحات غوښته په دي هكله چي تاسو په تفصيل څه ويلي دي، په نني غونډه كې ځاي نشته . كه زه دا ټول تفصيل درته ووايم تر مازديګر نه خلاصيږي، نو سپنتا صاحب ناست دي، زموږ پخواني وزير خارجه چې نن په كانديدانو كي دي نه دي راغلي، ډاكتر صاحب اشرف غني د كانديدانو له ډلې څخه ناست دي، جنرال صاحب وردك هم د كانديدانو له ډلې څخه ناست دي، د وزارت خارجي خلك دي، ددوي مامورين دي، زمونږ سفير صاحب دي په امريكا كي، دا به متواتر دلته درسره وي او كه مو توضيحات غوښتل دوي به په دي ټولو مواردو كې تاسو ته توضيحات دركړي.
ولي اما چرا اين قرار داد را ميكنيم فايده قرار داد چيست و ضررش چيست حرف مهم از ديد من به حيث رييس جمهور افغانستان چرا اين قرار داد را ميكنيم در حقيقت اين قرار داد براي ما موقع ميدهد كه ما از همي مرحله گذار خود را به يك حالت ثبات برسانيم گذار به دو معني گذار به معني اين كه ما ترتيب بيرون برآمدن نيروهاي خارجي را ميگيريم به ترتيب كه آنها از ما خوش بروند، آزرده نباشند، اگر ناراحت بروند آسيب شان براي ما بسيار بزرگ ميشه اگر حرف مرا متوجه شده باشيد باز تكرار ميكنيم ما اين قرار داد را به اين خاطر ميخواهيم تا اينها به نحوه كه اينها ميخواهند به تدريج بروند، به تدريج رفتن شان البته قسمت عمده شان تا به اخير سال ميروند ولي ده هزار كه باقي مي مانند آنها را به تدريج در مدت ده سال، اينها براي ده سال قرارداد ميخواهند دايمي نيست فقط براي ده سال تا به ده سال اينها از افغانستان به كلي خارج ميشوند و ما و كشور ما ميمانيم ما در حقيقت در يك حالت گذار هستيم هم از لحاظ امكانات، وسايل و توانمندي هاي خود ما و هم حالات منطقه و هم حالات جهاني. پس اين قرار داد يك مرحله گذار را براي ما ميسر ميكند كه هم نيروهاي خارجي بدون اينكه از ما خفه بروند به تدريج از افغانستان برايند و كمك شان براي ما برسد ولي از آسيب شان بدور باشيم و هم خود ما در ده ساليكه در پيش روي داريم كشور خود را ترقي بيشتر و زيادتر داده باشيم.
چون اينها تا به حالي به اساس فيصله ملل متحد در اينجا هستند، سال آينده اين فيصله ملل متحد ختم ميشود پس بعد از آن كه اينها در اينجا باقي ميمانند براي يك مرحله گذار ديگر اينها ضررت به يك توافق همراه مردم افغانستان را دارند اگر مردم افغانستان براي شان اين توافق را دادند، ميتوانند بمانند در غير آن مجبور كه بروند و رفتن شان به اين ترتيب كه ما به يك حالت گذار نرويم و ترتيب خود را نگيريم به خير كشور ما نيست، دليلش را بعداً براي تان عرض ميكنم.
د افغانستان شرايط د دې قرارداد په عمومياتو كې او زموږ لپاره په اساساتو كې څه دي؟
ډيرې مهمې خبرې ته راځم يو خو د دې قرار داد تخنيكي اړخونه دي،چې دابه كيږي هغه به كيږي او هغه به كيږي.
خومونږ څه شرايط لرو د دې قرار داد لپاره، ولې يې غواړو او يا ولې يې نه غواړو؟
كه دا قرار داد او له امريكې سره ستراتيژيك تړون افغانستان ته امنيت راولي زموږ په ګټه دي، كه سوله راته راولي صحيح ده،نو كه امريكا له موږ سره امنيتي قرار داد كوي موږ ترې امنيت او سوله غواړو.
زه په دې پوه يم ،چې سوله د دوي په لاس كې ده، زه مطلق په دې پوه يم، زما د لسو كالوكاردا يوه خبره راښودلې، چې سوله د دوي په لاس كې ده، نو سوله ورځنې غواړو او امنيت ورځنې غواړو. كله چې سوله وي او امنيت وي دوي دې خداي راولي،
په اډو كې دې ناست وي، چې هرڅه د باندې كوي هغه د دوي كار دي پر مونږ دې كار نه لري.
سوله او امنيت شرط د قرار داد دي، د سولې په پروسه كې دې راسره همكار شي.
زه په دې پوه يم كه زموږ همسايه هيواد پاكستان او امريكا، اول امريكا او دويم پاكستان په سوله كې راسره و دريږي هم به افغانستان امن وي او هم به پاكستان امن وي او دا موږ ورڅخه غواړو.
فايدې يې نورې څه دي؟ كومكونه به راسره وشي د كاله نه پوهيږم وزير صاحب د ماليې ناست دي ۱۶ ميليارده ډالره دي كه څودي، كه لسوكالو لپاره ۱۶ميليارده ډالره دي راكوي.
څلور ميليارده ډالره به زموږ د عسكرو لپاره راكوي او درې نيم دي كه څلور نور دي هغه به زموږ بيارغونې لپاره راكوي، هغه به زموږ وزير صاحب د ماليې تاسې ته په تفصيل وړاندې كړي.
او تربيت به مو وشي او تعليم به مو وشي اوخصوصا ثبات به مو ټينګ او كلك وي.
د دې قرار داد لپاره مې خارجې مشورې كړي دي. د دنيا له ټولو مهمو هيوادونو سره مو مشوره كړيده. همدا مشوره يوكال كيږي،چې جاري ده،چې امريكا له موږ سره دغه شان معامله غواړي ستاسو څه نظر دي؟
اوله مشوره مو له درې سترو هيوادونو سره وكړه،چې هغه چين دي، هند دي او روسيه ده.
روسيې راته دوه واره وويل، يو وار پروسږكال د شانګهاي په كنفرانس كې په چين كې د روسيې رييس جمهور جناب محترم پوټين صاحب راته وويل،چې موږ د افغانستان په مجبوريتونو پوهيږو، موږ د امريكې سره خپل اختلافات ډيرلرو په نورو ځايونوكې خو په افغانستان كې موږ د دوي شتون د څو نورو كلونو لپاره ستاسو په ګټه بولو. بياهند ته ولاړم، هنديان يې طرفداره وو، ويل يې چې تاسې مجبوريتونه لرۍ،چې درسره وي دنيا ديو څو نورو كلونو لپاره ستاسو په ګټه ده. بيا تيره مياشت چين ته ولاړم خاص د همدې هدف لپاره، او د چين له حكومت سره، چې تر ټولو په دغه ساحه كې موږ ته مهم دي ژورې خبرې وكړې د چين جمهور رييس،ښاغلي شي جينګ پينګ په ډير تفصيل خبرې راسره وكړې او راته و يې ويل، چې موږ د امريكې موجوديت په افغانستان كې دګذار په دغه حالت كې د افغانستان لپاره ښه ګڼو.
ستاسو مجبوريتونه دي او تاسو بايد د دوي او د ناټو او د نور نړيوالو مرستو څخه برخه من شۍ او هر قرار داد،چې تاسې كوۍ،چې تاسې خپل استقلاليت ثابت كړي وي د افغانستان، موږ اعتماد ورباندې لرو او منو يې.
له پاكستان سره مو هم مشوره كړې ده، په ظاهره كې يې راته ويلي دي، چې سمه ده.
ايران سره مو هم مشوره كړې ده ايران په ښكاره راته ويلي دي، چې غلطه ده.
تركيه يې طرفداره ده. اسلامي نړۍ يې هم طرفداره ده. د سعودي عربستان له پادشاه د حرمين شريفين له خادم سره مې مشوره كړې ده. هغوي راته ولي دي، چې څه چې د افغانستان په ګټه دي هغه وكړۍ.
نو بين المللي ټولنه او خصوصا ستر هيوادونه ،چې اثر ګذاره دي د افغانستان او منطقې پر حالاتو هغوي د دې قرار داد ملاتړ راسره كړي دي، او خو دايې هم راته ويلي دي، چې موږ يې ملاتړي يو خو افغانستان خپل شرايط هرڅه، چې لري پر امريكا او ناټو دې كيږدي.يعنې دوي زموږ د شرايطو ملاتړي دي او همكار هم راسره دي.
نو روس ،چېن، هند، پاكستان، منځنۍآسيا، همسايه هيوادونه تركيه او زموږ عربي مسلمان هيوادونه متحده عربي امارات ،سعودي ، كويټ دا ټول په دې كې طرفدار دي. ايران موږ ته ويلي چې پكې نه دي.
زموږ كاميابي په دې تيرو لسو كالو كې داوه، چې موږ خپله رابط له نړۍ سره مستقله وساتله. زموږ رابطه له ايران سره د امريكې تر اثراتو لاندې رانغله او زموږ رابطه له امريكې سره د ايران تر اثراتو لاندې رانغله او دا زموږ په ګټه شوله.
ايران زموږ عقيدې ته احترام كوي، البته اوسني حكومت يې يوڅه نرم دي په دې هكله. خداي دې وكړيچې د دوي او امريكې معامله هم سره جوړه شي چې نن يې مذاكرات سره شروع دي.
بزرگان عزيز، خواهران و برادران عزيز ما همه ما بخاطر داريم تاريخ كشور خود را ديديم و خصوصاً تاريخ چهل سال پيش را ديديم كه افغانستان برنده جنگ و جهاد شد ولي شكست خورده سياست شد، درست است يا نه؟ ما برنده جهاد شديم شوروي را از افغانستان كشيديم منفعت اش را تمام دنيا گرفت، امريكا يكه تاز دنيا شد از بركت جهاد ما جرمني تجزيه شده متحد شد، مبارك شان باشد، سخت از دل خوش شديم دوست ما بود، آسيا ميانه آزاد شد كشور هاي مستقل پهلوي ما، برادر هاي ما آزاد شدند تاجكستان ، ازبكستان ، تركمنستان ، قزاقستان ، قرغزستان و آزربايجان، اروپاي شرقي آزاد شد پاكستان صاحب بم اتوم شد از بركت جهاد ما چون پول دنيا برايش آمد واقعاً كه همي قسم شد، بدون هيچ گونه شك صاحب ترقي شد، صاحب نظام شد و صاحب استخبارات شد، آي اس آي بلا كرد، در آن وقت ها پول امريكا هم همرايش بود.
ايران هم آباد شد از بركت جهاد ما، ما چي شديم؟ زير پاي، يك خارجي رفت يك خارجي آشكار كه سر تانك آمده بود، از شوروي مه چي كله كنم نر واري آمد و ما هم نر واري همرايش جنگيديم، شكستش داديم آنها هم رفتند از خاك ما ولي از اشغال آشكار خلاص شديم، اشغال پنهان ده جان ما آمد خون ما ريخته شد شهر هاي ما ويران شد، قصر هاي ما ويران شد، مهاجرت ما به ميليون ها زيادتر شد، بلاخره اين شد كه مملكت ما به اين جا رسيد.
حالي ملت افغانستان تدبير بايد بكند، هند پانزده روز پيش به مريخ راكت روان كرد باور تان ميايد، شنيديد برادران و خواهران ما! هند به مريخ راكت روان كرد اگر سفير شان اينجا حضور داشته باشد مبارك شان باشد بسيار خوش هستيم، مملكت كه زير دست انگليس بود در يك و نيم صد سال امروز مستقل و به مريخ راكت روان ميكند، ترقي كرد.
ما تداوي كوچك ريزش و زكام خود را كرده نميتوانيم، هر روز به امضاي مه هزار ها دالر اين خاك مصرف ميشود كه مريض هاي ما به خارج ميروند و از ملت ما به ميليون ها مصرف ميشود كه به خارج ميرود.
افغانستان بايد كه ترقي كند افغانستان به پيش برود افغانستان بايد در ثبات باشد، افغانستان در تضاد و تصادم نباشد ما نه به همسايه هاي خود تضاد و تصادم ميخواهيم و نه با كشور هاي بزرگ جهان. اگر به آنجا برويم هم توسط كشور هاي بزرگ جهان و هم در تباني با آنها با بعضي همسايه هاي ما دو باره زير پاي ميشويم، بناً هر فيصله كه ميكنيم تدبير سياسي و عاقبت انديشي داشته باشيم چون تصاميمي كه امروز ميگيريم تا به فرداي نسل هاي آينده افغانستان ما خير يا شر ميگذاريم كاري بكنيم كه افغانستان مستقل، افغانستان با عزت، افغانستان با وقار و افغانستان بدون هيچ گونه مشكلي ولي در همكاري و توافق با جهان و در قوت زندگي كند اما چطور و از كدام راه اينجا گپ برميگردد بر اعتماد.
زما او د امريكې ترمنځ اعتماد سم نه دي، زه پر دوي اعتماد نه كوم، دوي يې پرما نه كوي. دا تيرو لسو كلو راښودلې ده، ما شخړې ورسره كړې دي، دوي هم ډير تبليغات راپسې كړي دي، د افغانستان خلكو پركورو، د افغانستان پر ځمكه او د افغانستان پر امنيت او پر دې.
كه چيرې تاسو موافقه وكړه، چې دا قرار داد وشي نو بايد،چې امريكا له موږ سره متحده شي ،چې د دې ترمخه، چې كه دا قرار داد كه تاسو ومنلو او شورا تصويب كړ نو قرار داد دې هلته امضا شي ،چې زموږ انتخابات شوي وي، په سمه او په عزت، او امن مو ټينګ شوي وي او موږ په دې پوهيدلي وو،چې لاره مو دامن خواته روانه ده او دوي دې په دې كې له موږسره همكارشي. په تيرو انتخاباتو كې موږ خپلې تجربې لرو تكرار وم يې نه.
نوموږ يو معياد غواړو كه چيرې تاسې موافقه وكړه او مشوره مو وه نو يومعياد غواړو،چې زموږ كار به په خير شي او زموږ انتخابات به په سمه توګه وشي، كه خراب شي پرما تاوانيږي.
امريكا او غرب ډير زور لري هغه به كرار ناست وي ملت به ماته نفرين كوي،چې انتخابات دې غلط وكړل.
او زه يوازې نه شم كولي،چې د دوي د همكارۍ لاس نه وي. او د همسايه ګانو همكاري راسره نه وي .
زه امن لرونكي انتخابات غواړم، باعزته انتخابات غواړم. داسې انتخابات غواړم ،چې د افغانستان ملت په ټول اختيار او امن او سوله كې وي. او د افغانستان ټول خلك راشي دغو كانديدانوته رايه وركړي. هرڅوك،چې وټاكل شو مبارك دې وي د افغانستان د ملت ټاكنه ده.
ماته به افتخار دا وي، چې ما واك د انتخاباتو له لارې آينده رييس جمهور ته سپارلي وي او دا به د افغانستان د ثبات يوه ډيره لويه نقطه وي.
نو په دې شرايطو سره ،چې دوي يې په تطبيق كې زموږ سره همكار شي، او وښيي چې د افغانستان له سولې سره همكار دي او وښيي چې د افغانستان له امن سره همكار دي.
او زه بيا هم تكراروم د افغانستان امن او سوله د دوي په لاس كې ده، ترډيره حده كه دوي همكاري راسره وكړي نو انشاالله موږ د سولې خاوندان يو.
په دې هيله، په دې آرزو او د افغانستان د آينده نسل د ښه عزت او ښې ترقۍ، چې بيا د چا بچي دبم يا انتحار له ډاره په كنج كې د اتاق پټ نشي.
زموږ او تاسې اولادونه ټول دغسې شوي دي، چې بم وچوي او ماشومان به زغلي يو كنج ته او موږ بل كنج ته زغلو . زما زوي د درې كالو وه،چې د وزارت دفاع نوم يې زده كړ.
كدام طفل جهان در سه سالگي مي فهمدكه وزارت دفاع چيست؟
اين از مصيبت ماست، حملۀ بود بالاي وزارت دفاع، گفت چي بود بابه جان، من گفتم حمله بالاي وزارت دفاع، همان وزارت دفاع در ذهنش ماند، وزارت دفاع، وزارت دفاع، وزارت دفاع.
پس هرفيصلۀ كه ميكنيد سعادت امروز و نسل فرداي خود را در آن در نظر داشته به خير افغانستان فيصله كنيد و تكرار ميكنم در روابط با جهان خير ماست و در استقلاليت عزت ما است، هر دوي شانرا داشته باشيد.
خوش آمديد، بخير باشيد.