په خوست کې پريوه کور باندې دامريکايي سرتيرو د عملياتو (غوبل ) انځوريز رپوټ


  ناټو ځواكونه وايي چې د خوست ولايت په مركز كې يې د شپې پرمهال پلټنې كړې او له يوه كور نه يې څلور كسان د دولت مخالفينو سره د تړاو په تور وړي دي.
 خو د نوموړې كورنۍ غړي وايي چې وړل شوي كسان دوكانداران دي او ځواكونو د دوى له كوره سره زر او نغدې پيسې هم وړي دي.

 

  په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې  د يكشنبې په شپه يې د خوست ښار شمال ته د متون په ورغه كلي كې عمليات كړي او له يوه كور څخه يې څلوركسان وړي دي، خبرځاى وړل شوي كسان د دولت مخالفين بولي، او زياتوي چې په دغه كوركې يې كلاشنكوف او توپنچه هم موندلي دي.

 د خوست امنيتي چارواكي وايي چې نه دوى ته د دى عملياتو په اړه ناټوځواكونو خبر وركړى او نه هم دنيول شوو كسانو په اړه معلومات لري.

 د نوموړې كورنۍ مشر سيدخان چې بهرنيوځواكونو يې څلور زامن وړي وايي چې زامنو يې په  خوست ښار كې دوكانونه كول او له هيجا سره هم اړيكې نه لري، دغه تن وايي چې ځواكونو د پلټنوپرمهال له دوى يو ميليون اته سوه زره روپۍ او شپيته طولې سره زره هم وړي دي، خو نوموړي ځواكونو يواځې د پنځلس زره كلدارو وړل منلي دي.
  بل پلو د خوست امنيتي چارواكي وايي چې د صبريو ولسوالۍ د څپرې په نوم سيمه كې يوتن ته خپل ماين ور چاوديدلى او وژلى يې دى.