ږيره زما واک يې د ملا !؟

ډاکټر ګل مرجان منګل د تاند په ویبپانه کی چی د رویټرز خبری اژانس له قوله یی لیکلی وو د راپور په یو برخه کی راغلی دی چی:
((تاند- رویټرز خبري اژانس د افغان او لوېدیځو چارواکو په قول وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تر مشورتي لویې جرګې یوازې څو ورځې مخکې د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې شرطونه رد کړي او په دې توګه یې دا تړون له بشپړ خطر سره مخامخ کړی دی.
رویټرز وايي چې یوه جګپوړي افغان چارواکي او همداراز یوه لوېدیځ دیپلومات ورته ویلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په پر له پسې غونډو کې کرزي له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو بهرنیو ځواکونو له لوري د افغانانو د کورنو د تلاشۍ موضوع د موافقې له مسودې ایستلې ده.))
د امریکایانو له یرغل چی ۱۲ کاله یی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی کومی بی شرمۍ وکړی لکه د جنګسلارانو او بی کفایته  اشخاصو او افرادو څخه د حکومت جوړول ورپسی د دولتی چوکیو ویشل په قومنو باندی نه د کار په وړتیا، همدارنګه د فساد، چور او روشوت  په دولت کی عام کول ، ورپسی د کوکنارو کشت عام کول. د ولس ذهن ته داسی تغیر ورکول چی ټول اسلامی او افغانی ارزښتونه له سترګو وغورځوی او یو شی په نظر کی وساتی چی هغه  ډالر  دی. دا ټول هغه څه دی چی امریکایانو زموږ هیواد او ولس ته تر اوسه ورکړی دی. لکه څنګه چی ما په ځینو نورو لیکنو کی هم اشاره کړی ده چی امریکایانو په دا ۱۲ کالونو کی موږ ته یوه بنیادی پروژه هم نده اباده کړی چی افغانان یی سیوری ته کشینی پدی څو سړکونو موږ نه شو غلتیدلای.
ددی پخواکی امریکایانو د افغان کلتور او رواج بر خلاف ډیر بد، بد کارونه په افغانستان کی تر سره کړل، لکه د بی ګناه او بی دفاع افغانانو نیول بدون له پوښتنی زندان ته اچول او ورپسی مړه کول، د خلکو کورونو ته د شپی او ورځی ورننوتل او  تلاشی کول همدارنګه افغانان په سپیو داړل دا ټول هغه څه دی چی هيڅ افغان خو لا پریږده چی هيڅ انسان ته د قبول وړ ندی خو امریکایانو په افغانستان کی تر سره کړل.
نو که دا پورته د تاند خبر چی له رویټرز یی راخیستی دی او دا خبره رښتیا وی چی امریکایان په راتلونکی کی هم غواړی د افغانانو کورونو ته ورشی او تلاشی یی کړی کرزی ورسره اختلاف کړی وی ډیره په زړه پوری ده، کرزی او حکومت یی، باید په هیڅ وجه امریکایانو ته دا اجازه ورنکړی چی د افغانانو کورونه تلاشی کړی او افغانان زندان ته واچوی. د تروریزم ځای ټولو امریکایانو ته تر موږ ښه معلوم دی چی اسلام اباد دی نه د افغانانو کورونه که امریکایان روښتیا غواړی چی تروریزم له منځه یوسی نو په پنجاپ کی د پنجاپیانو کورونه تلاشی کړی.
نو موږپه کرزی، د کرزی په حکومت او کومه جرګه چی دری ورځی وروسته په کابل کی د امریکایانو سره د  تړون په هکله جوړیږی غږ کاوو چی په هیڅ وجه امریکایانو د هیواد خپلواکی ورنکړی نه باید د امریکا عسکر په افغانستان کی قانونی مصونیت ولری او نه باید امریکایان د افغانانو کورونو ته ورشی او تلاشی یی کړی.
امریکایان که  په یو داسی چوکاټ کی چی ا سلام، افغانی ارزښتونو ته پکشی صدمه نه رسیږی که پاتی شی د افغانستان په ګټه ده.او که امریکایان اسلام او افغانی ارزښتونه په افغانستان کی له پامه غورځوی نو په مخه یی ښه په ۲۰۱۴ کی نه بلکی همد نن د ووزی او زموږ خاوره د خوشی کړی. افغانستان چی دا ۵۰۰۰ کاله کیږی شتون لری، بیا به هم شتون ولری او د امریکایانو په پاتی کیدو او یا وتلو افغانستان له منځه نشی تللای. خو موږ افغانان باید د خپل کور واک په هیڅ وجه میلمه ته ورنکړو.
بیا هم هغه د کوم شاعر شعر ترکرار کوم چی وایی:
پروت په وینو کی لت پت ښه یم په پت کی    نه د سرو زرو په تحت باندی بی پته
سر لوړی او ازاد د  وی افغانستان، نابود او شرمیدلی د وی دافغانستان دښمانان.
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۰۳/۱۱/۱۸