دشپې سکون

 
هغه وخت چې شپه خپل وزر خواره کړي او ددې نړۍ ټول ستړي وګړي د سکون په خوب ويده شي،زه مې هم سترګې پټې کړم ددې په تمه چې ګوندې هغه څه ووينم ،چې زه يې په لټه کې يم .خو دا دشپې چوپتيا ،دا سکون او دا توره تياره څه عجيبه غوندې دي .
شپه او له هغې سره تړلي ټول انځورونه زما په ذهن کې د تصويرونو هيندارې پرانيزي.
زه د زړه په سترګو د غمونو هغه پلنې کېږدۍ وينم ،چې مراندې يې د سپوږمۍ په پلوشو تړلي دي .زه د اوښکو هغه سپينې مرغلرې وينم ،چې د سيپيو په منځ کې ځليږي.زه د څپانده سمندر په منځ کې د ماتې بيړۍ شليدلي بادبانونه په نڅا وينم.
زه ځګيروي اورم ،چې د درد په څپو کې زما د زړه په غوږو کې انګازې کوي او  لکه څريکه زما د احساس په رګو کې ځغلي .
 زه يو غږ اورم ،چې د ازادۍ او خپلواکۍ نارې وهي .زه مې خپله اروا وينم چې زما له وجود سره په جګړه ده او زما له کالبوت څخه د وتو هڅه کوي .
زه دا تصويرونه د ډيرو کلونو راهيسې وينم،دهرې شپې په راتګ سره مرم او د هر سهار په راتګ سره بيا نړۍ ته راځم.
زه مې په هره تياره کې خپل مرګ محسوسوم او په هره رڼا کې د خپلې اروا لپاره د شپې سکون غواړم.