دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت  کې دهغې اغیز: (۲)

ښځه  په مختلفو وختونو کې:
که څه  هم دلته دومره ځاې نشته  چې مونږ د تاریخ  زیات مثالونه په تفصیل سره نقل کړو خو دخپلې ادعا د ثبوت  په خاطر ددرې څلورو  مثالونو  یادول اړین ګڼو.
یونان :
په پخوانیو ولسونو کې  چې دکوم  ولس تهذیب او تمدن ډیر ځلانده ښکاري  هغه د یوناني ولس تهذیب او تمدن دې . ددې  قوم په لمړنیو  وختونو کې  هم د اخلاقي آند له مخې  اوهم  د  قانونې حقوقو او ټولنیزو اړیکو په اړوند، بلکې له  هره اړخه دښځې  حیثیت  یو لویدلې  حیثیت و. په یوناني  خرافاتو  کې  یوه خیالي  ښځه  پانډورا (Pandora)  همغسې د ټولو انساني  بدبختیو بنسټ  ګڼل کیده  لکه  څنګه     چې په یهودې خرافاتو کې   بې بې  حوا( علیها السلام)  ګڼل کیږي.
دبي بي  حوا ( علیهاالسلام )په هکله د عبثو او بې  هوده  افسانو د  خپرولوپه بنسټ   چې د یهودې  او عیسوي ولسونو په کړچار کوم زښت  زیاد اغیز شوې  او تر څنګ  یې قانون ، اخلاق او ټولنیزې  اړیکې تر کوم ناوړه  اغیز  لاندې  راوستي  د هیچا نه  پټ  نه  دي . نژدې نژدې  همداسې  اغیز د «پانډورا» کیسو او افسانو د یوناني  ولس په ذهن هم  کړې و . دهغوې  له آنده  ښځه یو پست  او ذلیله   مخلوق  و ،  د ټولنیزو اړیکو په هر اړخ کې یې هغه  ته په کم  نظر کتل  ، د عزت  مقام  یوازې  نارینو ته  ورکړل  شوې و.
د تمدن  دپر مختګ  په لمړیو وختو کې دغه کړنلاره تر یوه وخت  پورې په خپل ځاې و ساتل شوه ، د  تهذیب او پوهې  رڼا  یوازې  همدومره  اغیز  وکړ  چې د ښځې  قانونی  حیثیت په هماغه خپل ځاې  پاته شو ، البته  په ټولنه کې ورته لږ څه  لوړه  درجه ورکړل شوه . هغه د یوناني کور ملکه وه  ، دهغې دکړنو دایره یوازې د کور د چاپیریال  پورې را ټوله   شوې وه ، اوپه دې  پولو کې هغې ته  پوره  واکمني ورکړل  شوې وه ، دهغې ابرو   او  عصمت ډیر ارزښتناکه و او دقدر  او عز ت په  سترګه ورته کتل کیده . دعزتمندو یو نانیانو  دکور  په ښځو کې د پردې کولو رواج  و ، دهغوې ښځې به د ښځو او نارینه و په ګډو  محفلونو کې  نه  را ټولیدې  او نه به  دخلکو تر مخ  د ځان ښودانې په خاطر  باهر  را وتلې .  دنکاح په  واسطه  د یوه نر  سره دښځې  یو ځاې کیدل  د ښځې  له پاره دشرافت او  عزت مقام و . برعکس د یوې بې عصمته  او نا پاکې ښځې  په توګه  اوسیدل  ورته  د ذلت او رسوایې موجب  ښکاریدل .  دا دهغه وخت حال دې  چې  یوناني ولس  پوره ځواکمن و او په  پوره ځواک  سره د پر مختګ او  ودې  په لور  روان  و . که  څه هم په هغه  وخت کې اخلاقي  کمزورتیاوې  موجودې وې  خو هغه ټولې په خپلو حدودو کې را نغښتې وې . د ښځو  څخه چې  د اخلاقي پاکوالي  او عصمت کومه  غو ښتنه  په یوناني ټولنې کیې  کیدله    په هغه اندازه  د نارینه و  څخه نه کیدله .  نه د نارینه و  څخه دغسې  غو ښتنه کیده او نه د هغوې  څخه  لږ تر لږه  دغسې   هیله  کیدله  چې هغوی  دې پاکیزه ژوند تر سره کړي .  بې عصمته  ښځې د یوناني ټولنې یوه نه بیلدونکي برخه وه او دداسې ښځو سره د نارینو اړیکې کوم  عیبجن  کار  نه  ګڼل کیده .
بلاخره   د یونان په  ولس  د نفس پالنی  او عیش  او شهوانیت  غلبه  پیل  شوه او په هغې دور کې بې عصمته  ښځو ته هغه  مقام او درجه  ورکړل  شوه  چې تر  اوسه  یې  په انساني تاریخ  کې  نمونه   نه  لیدل کیږي  . د عصمت پلورلو  مرکزونه د ټولنې د ښکته او پورته  طبقو  دخلکو د راټولیدو ځایونه  و ګرځیدل . فلسفیان ، شاعران ، تاریخپوهان ، د ادب او فنونو ماهرین او بالاخره د ټولني ټول  ستوري دهمدې لمر تر شاوخوا  را څر خیدل.  هغوې نه یوازې د ادب  او د علم د محفلونو ستورې  شوې بلکې ډیر ستر ستر سیاسي معاملات  او راکړه ورکړه هم دهمدوې په  شتون کې  تر سره کیدله .
دولس د ژوند او مړینې د پریکړو  پورې د تړلو   مهمو مسائلو  د حل  له پاره  د هغو ښځو  را یو  ته  ډیر زیات  اهمیت  ورکول کیده  چې دوه شپې  یې هم  د یوه نارینه سره په وفادارۍ نه تر سره کولې .  د ښایست او حسن پالنې ذوق  په یوناني ولس  کې د شهوانیت اور  نور هم تازه کړ . هغوې  چې دخپل دې ذوق  څرګندونه  په کومو  مجسمو  یا د هنر په بربنډو او لوڅو نمونو  کې کوله  همغې د هغوې  شهوانیت  ته نوره  هم هوا ورکوله .  ان تردې  چې د هغوې د ذهنونو  څخه دا خبره  بلکل  ووتله  چې  شهوت او شهوت پالنه هم کوم  عیبجن کار ګڼل کیږي  . دهغوې اخلاقي معیار  دومره  تبدل  شوې و  چې دهغوې لوې  لوې  فلاسفه  او د اخلاقو مربیانو هم زنا او فحش کوم قبیح  او خراب   کار نه ګاڼه  . په عامه توګه   په یو ناني ولس کې د نکاح  خبره یوه  غیر ضرور ي  مسئله وګرځیده . او د نکاح  پرته دنر او ښځې اړیکې یو معقول  کار  ګڼل کیده   چې دپټولو  له پاره یې هیڅ  اړتیا  نه لیدل کیده .  دهغوې  مذهب  هم دهغوې د حیواني  غو ښتنو په  مقابل کې ماته  وخوړه ،  د «کام دیويAphrodite »  پالنه او بندګي په ټول  یونان کې پیل  شوه  چې  دهغې داستان  یې په  خپلو خرافاتو کې داسې  جوړ  کړې و  چې :
(«کام دیوي» په داسې  حال کې  چې  د یوه  «دیوتا»  ښځه وه  د نورو درې دیوتاګانو سره یې هم اشنایې کړې  وه . تر څنګ  یې  یو فاني انسان هم  ددې سره  «روحاٌ » په  یو ځاې کیدو کې برخمن و. ددې  د نس  څخه د محبت  «دیوتا» (کیوپډ)  را پیدا شو  چې پیدایښت  یې ددې ښځې  او دهغې د عاشقانو دعشق  پایلې وې. دا ښځه  ددې قوم  معبوده و ګرځیده .)
 نو تاسې  اوس  ووینئ  چې  یو ولس  چې دغه  ډول  فاحشه او بد کاره  ښځه   نه  یواځې د خپل ځان  له پاره   نمونه  و ګرځوي  بلکه د معبودیت او پالنې  تر پوړ  یې   ورسوي  نو د هغې  قوم  د اخلاقي معیار  پستې  به  تر کومو پولو پورې  رسیږي .
دا  د اخلاقي  را پرزیدو هغه  اندازه  ده  چې  په کې له  ورغورزیدو  نه وروسته  یې  هیڅ  قوم بیا  سر نه شي را پورته کولاې . په هندوستان کې «بام  مارګ» او په ایران  کې د «مزدوکیت «  را څرګندیدل د همداسې  انحطاط  په وخت کې شوې . په بابل کې  فحاشۍ ته د مذهبي تقدس  درجه په همداسې حالاتو کې ورکړل  شوه  چې دهغې  وروسته په نړۍ کې د بابل  نوم د تیرې زمانې  د افسانې پرته په بل کوم  حیثیت  باندې نه اوریدل کیږي. 
کله  چې په یونان کې  د «کام دیوي »   عبادت  پیل  شو  نو قحبه (زنا) ځایونه  په عبادت ځایو تبدیل  شول . فاحشې  ښځې معبودانې و ګرځیدلې او زنا پر مختګ وکړ او د یوه  مقدس  مذهبي  فعل  پوړۍ  ته  ورسیده .  د همدې  شهوت پالنې  یو بل  ښکاروندوې داو  چې  په یوناني ولس کې د لوط علیه السلام د قوم په څیر  وبا  خپره شوه . او مذهب او اخلاقو هغه ته ښه راغلاست   ووایه . د«هومر او هیلوډ» په وخت کې ددې فعل نوم او نښه هم نه وه ، خو د تمدن د پر مختګ تر څنګ   چې کله دهنر او د جمال د ذو ق (Aesthetics  ) تر نامه  لاندې د بربنډوتوب  اودنفس د لذتونو د بندګۍ  ستایل پیل شول  نو شهواني  جذبې  تر  دې  پولو  پورې  ورسیدلې  چې د فطري  لارې نه په تیریدو سره یې  یو نانی ولس په غیر فطري  لاره د خپل  شهواني سکون  له پاره  لټون  پیل کړ. هنر پوهانو خپله دغه  جذبه په لوڅو مجسمو کې راښکاره کړه . د اخلاقو مربیانو ور ته « ددوه وګړو  تر منځ  د دوستۍ د ټینګو  ریښو» نوم  ورکړ.  تر ټولو د مخه هغه دوه یو نانیان  چې ددې وړ وبلل  شول  چې هیواوال  یې  د یاد  مجسمې  جوړې کړې « هرموډلیس او  ارسټوګیټن » وو  چې تر منځ یې د مینې غیر فطرې (لواطت)  اړیکوشتون درلود. دتاریخ  له مخې ددې  دورې نه وروسته یوناني قوم ته  بل کوم  داسې دوران بیا نه  دې ور په برخه شوې . (خواوسنې دوران  یې د هغې پخواني  څخه  له هره ارخه لویدلې او ډیر  ناوړه  دې. ځکه چې  دیونان  په  ګډون   په زیات شمیر اروپایې هیوادنو کې  د نارینه و تر منځ د غیرې  فطرې اړیکو(لواطت )  شتون  اوس  قانوني بڼه نیولې  ده .ژباړن)
روم:
له یو نانیانو وروسته  دروم  ولس  په نړۍ   کې د عروج او لوړتیا سترو مرتبو  ته  ورسید  .  دلته هم هماغسې   د لوړتیا او ځوړتیا انځور  زمونږ  مخې ته راځې چې  د یوناني ټولنې  په  اړه  مو ولوست . کله  چې رومي ولس  د وحشت  له تیارو  څخه را ووت  او د تاریخ په روښانه منظر باندې را څرګند شو  نو دهغوې د ټولنیز ژوند  انځور  دا و   چې نارینه  د خپلې کورنۍ سردار  دې  ، هغه پر خپلې ښځې او  کوچنیانو باندې د ملکیت  پوره  پوره حقوق  لري  بلکې په ځینو وختونو کې هغه د خپلې ښځې د وژلو   واک  هم  لري .
خو   کله چې  وحشت  را کم  شو او په تمدن  او تهذیب کې رومیانو پر مختګ وکړ ، نو که څه هم پخوانې کورنې نظام هماغسې پاته و خو دهغې په سختیو کې څه کمښتونه  را غلل او تر  ډیره  ځایه  پورې  یې  داعتدال  حالت  و  مند . د رومي  جمهوریت د  عروج په وخت کې که څه هم د یونان په څیر دپردې  او حجاب  رواج  نه  و خو ښځه او ځوان نسل د کورني نظام پورې  را محدود کړل  شوې وو. د ښځې  له پاره  عصمت او عفت  یو ارزښتناکه  څیز و او د شرافت  ستر معیار ګڼل کیده . د اخلاقو معیار کافي  پورته و ،  یو ځل د روم د سنا دغونډې  یوه  غړي  خپله ښځه د خپلې  لور تر  مخ   ښکل کړه  دهغې دغه  عمل د ولسي  اخلاقو تو هین او سپکاوې و  ګڼل  شو  او د سنا په غونډه کې د هغې د ملامتولو له پاره  اواز  پورته   کړل  شو.
د ښځې او د نر تر منځ د اړیکو شریفانه لار د نکاح  پرته  بله  نه وه . یوه ښځه  هغه وخت د عزت وړ ګڼل کیده  چې هغه  د یوې کورنۍ مور (   Matron) وي . که څه هم  هلته  عصمت  پلورونکو  ښځو   شتون  درلود او  یو شمیر نارینه و  دهغوې سره ناروا  اړیکې  هم درولودل  خو د عامو  رومیانو په آند  دا  یوه ذلیله  طبقه وه  او دهغوې  سره د اړیکو ساتونکي ناینه و ته هم په ښه  سترګو  نه کتل کیدل.
د تهذیب او تمدن د پر مختګ  سره سره  د ښځې  په هکله د رومیانو په  آند  کې  هم بدلونونه را غلل او ورو ورو نکاح  ، کورنې نظام او د طلاقو په قوانیو کې د پخوا   پرخلاف  دومره  زیات  تغیرات   را پیدا شول  چې په حالاتو کې یې  پوره پوره  بدلون راوست  .
نکاح  یوازې د یوه قانونې تړون (Civil contract ) په څیر  پاته شوه او    پایښت یې هم د دواړو اړخونو د رضامندۍ پورې منحصر   و .  د ازدواجي  اړیکو مسئولیتونه  ډیره ساده  ګڼل  کیده ، ښځو ته  د وراثت او مال د ملکیت پوره پوره حقوق  ورکړل  شول او قانو ن   هغه د پلار او میړه د واکمنۍ  څخه  بلکل  ازاده کړه .
رومي ښځې نه یوازې  په اقتصادې  توګه  خپلواکې شوې بلکې د ولسي  دولت  ډیره برخه  دهغوې په واکمنۍ کې ورغله ،  هغوې به  خپلو  مړونو  او نارینه و ته  په  ډیر زیات   سود  باندې  پورونه ورکول . د شتمنو  ښځو میړونه به  په  عملي توګه د هغوې غلامان  ګرزیدل ، طلاق دومره  اسان او ساده شو  چې په وړو وړو  خبرو   به دا  پیوند ماتیده  .
 یو مشهور  رومي فیلسوف  او پوه  «سنیکا  ۴ ق م-۶۵ق م» په ډیره  کلکه توګه د رومیانو تر منځ د طلاقو په زیادښت  باندې  اندیښنه ښکاره کوي   . هغه وایې  چې اوس د روم  په ولس کې طلاق  د شرم  خبره  نه ده .
ښځوبه  دخپل  عمر حساب  دخپلو میړونو په شمیر باندې کاوه،  په هغه  وخت کې به ښځّو  یو په بل پسې  څو څو ودونه کول  [اوس  هم هماغسې  دود او رواج  شتون لرې ، بلکه  تر هغې زیات .«ژباړن »]
(مارشل ۴۳ز-۱۳۰ز ) د یوې ښځې یادونه کوی  چې لس میړونه  یې کړي و .  (جودنیل ۶۰ز-۱۳۰ز) د  یوې ښځې په اړوند  لیکي  چې هغې  په پنځه کالو کې اته میړونه  بدل کړي .  (سنټ جروم ۳۴۰ز-۴۲۰ز)  د یوې  ډیرې  هنرمندې ښځې حالات  څرګندوې  چې  اخري ځل یې دیرشم  میړه کړې و  اودا  دهغې  د اخري میړه  یوویشتمه  ښځه وه ،  په هغې وخت کې د ښځې او نر تر منځ    له نکاح پرته  اړیکې  ساتل  شرم  نه ګڼل کیده  ان تردې  چې د اخلاقو سترو سترو  مربیانو  هم   زنا یوه معمولي  څیز ګاڼه .
(کاټو Cato ) چې په(  ۱۸۴ ز )کال په روم  کې د اخلاقو محتسب  ټاکل شوې و په ښکاره توګه یې د ځوانۍ بې لارې توب   سهي  کړچار ګاڼه  او د سسرو  په څیر وګړو  خو بیا  د ځوانانو  له پا ره د اخلاقو  په پولو کې د نرمۍ سپارښتنه   کوله ، ان تردې  چې  (Epictetus) چې  په ( Stoics)فلسفیانو کې  د سختو اخلاقي اصولو ساتونکي  ګڼل کیږي  خپلو پیروانو ته لار  ښوونه کوي  چې د  واده تر مخه د ښځې  سره دخبرو اترونه ځان  په څنګ و ساتي ، خو هغوې  چې په  دې هکله خپل ځان و نه شي ساتلاې باید  ملامت هم نه کړل شي .
هغه وخت  چې د اخلاقو او معاشرت  اړیکې او بند  دومره کمزورې  شو نو بیا  په روم کې د شهوانیت ، لوڅوالي او فواحشو سیلاب  راغې ، په  تیاترونو  کې بې حیایې او لوڅوالې  پیل  شو . لوڅ او برنډ  انځورونه  د هر کور  د ښایست  له پاره   اړین و ګڼل  شول  .   د زنا بازار  دومره  او ج  ته ورسید  چې د قیصر(  ټائبیزئس ۴۱ز -۳۷ز) د واکمنۍ په وخت کې د عزتمندو  کورنیو د ښځو د فحاشۍ نه د مخنیوې په خاطر  قوانین  جوړ کړل  شول . (Flora) نومې لوبه  د رومیانو تر منځ ډیره  مشهوره  وه ، څکه  چې په  دې لوبه کې به  بر بنډو ښځو  د څغاستې   مقابله کوله ،  دښځواو نرو لوڅ   یو ځاې  غسل  هم په دې وخت   کې  په پوره  اوج کې  و . په رومي  ورځپاڼو او مطبوعاتو  کې  لوڅ  انځورونه  او د فحشاو  په هکله  لیکنې پرته  له کومې ستونځې  خپریدې ، او په عوامو او خواصو کې  هماغه ادب  ډیر  مقبول  و چې  په  کې د استعارې او  کنایې  پوره  پرده  نه ساتل کیده .
دحیوانې  غوښتنو په مقابل کې د سر ټیټولو  وروسته د روم د عظمت او لويي  قصر  داسې  پر ځمکه  را پریوت   چې یوه خښته  یې هم  په ځاې پاته نه شوه .
مسیحي اروپا:
د غربي نړۍ ددې اخلاقي  زوال د مخنیوي او علاج  په خاطر  مسیحیت  ډګر ته  را ودانګل  چې  په  لمړیو کي  یې په زړه پورې  خدمت  تر سره کړ .  د فواحشو  مخنیوې  یې وکړ .  لوڅوالې او بربنډتوب    یې د ژوندانه  له ټولو څانګو څخه  وویست ، د زنا  دمخنیوې  له پاره یې تدبیرونه   جوړ  کړل ،  عصمت پلورونکو، سندرغاړو او نڅاکونکو ښځو د خپلو دندو نه  توبه  وویسته او په خلکو  کې یې پاک  او سپیڅلې   آند را پیدا کړ  .  خو د ښځې  او صنفي اړیکو په هکله  چې  مسیحي مشرانو کوم  لید  درلود  نو  هغه د انتها  غوښتنې  څخه هم  اخوا  و او په حقیقت کې د انساني فطرت  پر خلاف د  جنګ  پیلامه  وه .    دهغوې  بنسټیز  آند  داو  چې ښځه د ګناه  مور او د  بدیو  جرړې او ریښې دي ، د نارینه و  له پاره  د ګناه  په لور د تګ سر چینه او د  ددوزخ  دروازه ده ، د ټولو  انساني   مصیبتونو پیلامه  له همدې  څخه  پیلیږي  . دهغه ښځینه  حیثیت  پخپله دهغې د شرم  له  پاره  بسنه کوي .  هغه باید  په خپل   حسن او ښایست  باندې و شرمیږي او دا ځکه  چې  هغه د شیطان  لویه وسیله  ده هغه باید ټول عمر په کفاره  ورکولو کې تیر کړي  ځکه  چې  هغې په نړۍ او نړیوالو باندې  لعنت او مصیبت   راوړې دې .
«ټرټولیان Tertullian» چې د مسیحې لومړیو امامانو څخه و  د ښځې په هکله د مسیحي آند  ژباړنه  په دې ټکو سره کوي :
[هغه د شیطان  د راتلو  دروازه ده ، هغه   دمنه کړل شوې  ونې په لور وړونکې «د الله  جل جلا له» د قانون ماتوونکې او د   «د الله  جل جلا له»  دانځور «نارینه » لوټونکې ده .]
«کراې سوسټم Chrysostom» چې  د مسیحیت دسترو اولیاؤ  څخه  شمیرل کیږي  د ښځې په هکله  وایې  چې : [ښځه  یوه  نه  غوښتونکي  بدې ، یوه  پیدایښي  وسوسه ،  یو خوندور  افت ،  یوه کورنۍ  خطره  ، یوه غارت  کوونکي  زړه وړونکي  او ښایسته  مصیبت   دې .]
دهغې بل  آند  دادې  چې د نر او ښځې تر منځ اړیکې، که  هغه دنکاح  په  بڼه   هم وي  ،په خپل ځاې  یو نجس او ناولې  او د نیوکې  وړ کار دې . د اخلاقو  دا  را هبانه لید د پخوا نه د اشراقي فلسفې  «یاNeo- Platonism  » تر  اغیز لاندې  په غربي نړۍ کې خپلې  ریښې  ټینګولې . خو د مسیحیت  په را تګ  سره  هغه خپل  حد ته ورسیدلې. 
 اوس  تجرد  او پیغلتوب  د اخلاقو معیار  وګرځید . خو د واده  ژوند د اخلاقو له  اړخه   پست او ذلیل . خلکو د واده نه ځان  ساتل  تقوې ، تقدس او د لوړو  اخلاقو علامه ګڼله . د پاک  ژوند  د تیرولو له پاره  دا  اړینه ګڼل کیده  چې یا خو باید یو  څوک  بلکل  واده و نه کړي  او که نکاح  یې کړې هم وي نو میړه او ښځه  دې  یو د بل سره  د ښځې او میړه  په څیر اړیکې نه  ساتي  . په ډیرو مذهبي غونډو کې دا  قوانین جوړکړل  شو چې د  چرچ  مسئولین  باید د خپلو  ښځو سره په ځانته  ځاېو کې و نه وینې . د ښځې او میړه  تر منځ  لیده کاته   باید په یوه  ازدا  ځاې  کې په داسې حال کې تر سره شې  چې هلته  دوه درې نور کسان هم  شتون ولري . د ازدواجې  اړیکو   د ناولتوب  فکر به دمیسحیانو په زړونو کې د بیلا بیلو  لارو  څخه ور ترزیق  کیده . د نمونې په  توګه  یوه  قاعده  داوه  چې  په کومه ورځ  چې  په  چرچ  کې میله   جوړیده نو هغه ښځې او میړه ته په کې د ګډون  حقوق  نه  ورکول کیده  چې ددې میلې  تر مخه  به یې   یو ځاې  شپه  تیره کړې وه . دا داسې  بریښیده   چې ګویا هغو ې  کومه ستره ګناه   کړې  وي  او ددې ګناه نه وروسته هغوې په کومې مقدسې مذهبي میلې کې د برخې اخستلو حق  او  وړتیا  نه لري . دغې را هیبانه  آند او لید ټول کورني  اړیکې  (  ان د مور او زوې  تر منځ اړیکې)  ترخه  او پیچلې  کړل . او ټولې هغه  خپلوئ  چې د نکاح په  پایلو کې  را منځته شوې وې   ګندګي ،    غلاظت او ګنا و ګڼل شوې .
دغه  دواړو  آندونو نه یوازې د ښځې  اخلاقي او ټولنیز  حیثیت د حد نه زیات  را وغورځاوه  ، بلکې مدني  قوانین یې  دومره  اغیزمن کړل  چې له یوه پلوه ازدواجی  ژوند د ښځو او نرو له پاره یو مصیبت  و ګرځید او د بل پلوه په ټولنه کې  د ښځې  حیثیت او مرتبه  په هر اړخیزه ډول  را پریوته   .
 د مسیحي  کړنلارې  څخه  اغیزمن  ټول  قوانین  چې په غربي  نړۍ کې   جارې کړل  شوې دې  لاندې   ځانګړتیاوي لري :
1. د اقتصادې  اړخه  یې ښځه بلکل  بې واکه کړه  او د نارینه په  ولکه  کې  یې وغورځوله .
2.  د  وراثت او میراث  په برخه کې  یې دهغې حقوق  را محدود کړل  او په ملکیت  کې یې  له هغې نه  نور هم  زیات  را و نغاړل . ان تر دې چې ښځې  د خپلې  لاس  په  ګټې  باندې  هم   واک  نه  دلود  بلکې دهغې  دهر څه  مالک دهغې میړه  وګرځید .
3. د طلاق  او خلع حقوق  هم ترې واخستل  شول  او په دې هکله ورته  د رجوع کولو  اجازه  نه وه ،  هر څومره اختلافات  به  چې د ښځې  اومیړه تر منځ  را پیدا کیدل  او یا به  که څه هم  کورني ژوند  د اختلافاتو په پایلو کې  ددوزخ په  څیر سوزیدونکې  ګرزیده ، خو دمذهب او قانون  له مخې  هغوې په یو ځاې ژوند کولو  مجبور  وو. په ځینو  ډیرو  ناببره  حالاتو کې  یواځې دومره لاره  پیدا کیده  چې د ښځې او نر  تر منځ  بیلتون (Separation   ) یواځې  یو له بله  څخه  په  جدا  اوسیدو باندې منتج شي .  ددې ډول  بیلتون  وروسته  دهغوې دواړو  څخه  یوه  ته هم د بلې نکاح  کولو  واک  نه و . او دا حالت د پخوانی حال څخه  هم بدتر و .  چې  یا خو دواړه  ټول  عمر راهب او راهبه شي او یا خپل پاته  عمر په زنا او فحشا کې تیر کړی .  د میړه دمړینی نه وروسته او یا د ښځې د مړینې نه وروسته بله نکاح  یو عیبجن کار ګڼل  کیده ،  مسیحي علماؤ به ویل  چې دا یوازی او یوازی  د حیواني  غو ښتنو او هوسونو بندګي ده .  دهغوې په ژبه  دغه کار ته « مهذبه  زنا »  ویل کیده. د کلیسیا په قانون کې مذهبي مشرانو او مسؤلینو  له پاره دوېیمه نیکاح  یو  جرم ګڼل  کیده .  په  عامو  ملکي قوانینو کې  په ځینو ځایونو کې هغه ته  له یوه مخې  اجازه  هم  نه ورکول  کیده . خو په کومو  ځایو  کې  چې قانون  اجازه ورکوله نو هلته  د عامو خلکو  آند  چې  د مذهبي اغیز  لاندې  و  دغه  کار  روانه  نه ګاڼه .
پاتې په دریېمه برخه کې ولولئ....