هرکال د سګرټ څښلو له امله 6 ميليونه خلک مړه کيږي


د تنباکو اتلس په نامه خپرونه کې د راغلي رپوټ له مخې هرکال په نړۍ کې 6 ميليونه وګړي خپل ژوند يوازې د سګرټ څښلو له امله له لاسه ورکوي. په دغه رپوټ کې، چې د سګرټ څښلو په اړه 14 نړيوال کنفرانس ته وړاندې کيږي، ويل شوي چې د پورتنۍ شمېرې 72 په سلو کې د بې وزلو هېوادونو اوسېدونکي دي. رپوټ همدارنګه وايي چې هرکال 500 ميليارده ډالره هم د سګرټو پر څښلو لګول کيږي، چې دا په خپله اقتصاد ته لوی زيان بلل کيږي.