
د یو سالم حکومت د دریو ګونو قواووڅخه یوه هم مقننه قوه (قانون جوړونکی) د
یو ملت کور یا پارلمان دی ددوی یو له اساسی او مهمو دندو د قوانینو
تصویبول ،تعدیلول او پر حکومتی کړنو څار نظر ساتل دي خو دلته قیصه بله
ده.................
ملت یې په طمعه دی چی وکیلان صاحبان مو لیږلي کار به وکړي خو ....
دیادونې وړ ده چی د ولسي جرګې ورځنی لګښت تر څلور سوو زرو امریکایی ډالرو
اوړي هغه هم داسي په خیرات روان ملک افغانستان کي خو پارلمان یی ددې دپاره
چی موضوع او اجنډا نلري عمومي غونډې یی اونۍ کې له درو څخه دوه غونډې نیسي
هغه هم کله شهیدان لمانځی ، کله کرکټ او کله فوټبال بس یوه بهانه د غونډی د
پاره له خدایه غواړي....
د افسوس ځای دی دومره ستونزې او مشکلات چی زمونږ ملت ورسره لاس او ګریوان دی له دوی څخه یاده وتي
هغه د پخواني شاه ظاهر شاه د لور قیصه ده چی :د شاه په وخت کې قحطي راغلي
وه خلکو ته غنم څه جوار هم نه رسیدل خلکو لاریون کړي وو شور ماشور وو د شاه
لور له خوبه ډکې سترګي پاڅیده او له پلار نه یی پوښتنه وکړه چی دا خلک ولې
چیغي وهي؟
پلار یی ځواب ورکړو چی وږي دي نو لور یی ورته وايی: چرا کیک و کلچه نمیخوره