
شنبه دحوت 17 نيټه
دپكتيا دامنيه قومانداني لخوا درباط په بي وزلو 50 كورنيو باندي دمسليم هنډز دخيره موسسي لخوا ليږل شوي مرستي وويشل شوي
دولايتي بيا رغاوني دټيم يا ( پي، ار،ټي ) لخوا پر 200 هغو بيوزلو كورنيو باندي چي پخوا سروي شوي وه خوراكي او لګ؟ښتي توكي دښاروالي په دوهم تالار كي وويشل شول
يكشنبه دحوت 18 نيټه
دښځو دپيوستون نړيواله ورځ دشاندارو مراسيمون په ترځ كي دښاروالي په دوهم تالار كي دګڼ شمير دولتي ادارو دمسـؤلينو زيات شمير كورنيو او بهرنيو ښځو په ګډون ولمانځل شوه وروسته هغه سوغاتونه چي د ( پي، ار، ټي ) ولايت مقام يوناما ،يونيسيار ، ډي اي ايي بشري حقونو او نور ادارو لخوا مرسته شوي وه په مستحقو ښحو وويشل شول او دكال غوره مور صديقه چي دحليمه خزان دښوونځي ښوونكي وه ونمول شوه
دوشنبه دحوت 19 نيټه
دميلاد نبي كريم (ص) دنيكمرغه ميلاد په مناسبت په مركز او اړونده ولسوواليو كي دعظيم الشان قران ختمونه او خيراتونه وشول
دهيواد دابادي سولي دتامين او دسره وروڼو قومونو ترمينځ داتفاق او اتحاد دوعاګاني وشوي