
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د نړۍ اوسنی نفوس چې 6.8 ميليارده دی ، تر 2050 کال پورې به 9 ميلياردو ته ورسيږي. د دغه وړاندوينې له مخې په مخ پر ودې هېوادونو کې به نفوس ډېر زيات شي او له اوسنۍ کچې څخه چې 5.6 ميليارده وګړي دي ، په 2050 کې 7.9 ميلياردو ته ورسيږی ، خو په پرمختللو هېوادونو کې به نفوس ډېره لږه وده ولري او له اوسنۍ کچې څخه (1.230ميليارده ) به 1.280 ميلياردو ته ورسيږی ، يعنې يوازې 50 ميليونه به زيات شي او دغه زياتوالی به هم تر ډېرې کچې د نويومهاجرينو د راتګ له امله وي . په وروسته پاتې هېوادونو کې به نفوس له 800 ميليونو څخه 1.7 ميلياردو کسانو ته ورسيږي.
د همدغې وړاندوينې له مخې امريکا ، کاناډا ، برتانيه ، اېټاليا ، جرمني ، اسټراليا ، هسپانيه او فرانسه به تر ټولو زيات مهاجر ومني او تر ټولو ډېر مهاجرين به له هند ، فلپين ، چين ، مکسيکو او پاکستان څخه نورو هېوادو ته لاړ شي.