
دا تخنیکي آله د تخنیک د مینوالو او کسب کارانو دپاره په زړه پوري اختراع ده :
هغه افغانان چي د کمپوټر سره سرو کار لري، هغو ي د چاپ د ماشین یا Printer په برخه کي هم پوره معلومات لري . کوم شی چي په یو کمپوټر سره ولیکل شي یا رسم شي هغه بیا پر یو کاغذباندي چاپیږي .
دا نوی 3D Printer هغه ته ورته یوماشین دی ، خو په لندي توپیر سره :
دا ماشین ستاسو رسامي پر کاغذ نه چاپوي بلکي د هغه یوه نمونه درته جوړه وي ، دبیلګي په توګه د یو ګيلاس، پیالي، موټر یا ونه یا ګل اویا هرشی چي تاسو یي غواړي، جوړ یي کړي، د هغه نمونه درته را باسي .
په معمولي ډول کسب کارانو او فني خلکو ته معلومه ده ، کوم وخت چي یو څوک غواړي کوم شی جوړ کړي، اول هغه ته یو فکر پېدا کیږي، بیا هغه رسم کوي اویا یي نمومه د کاغذ، لرګي، فلیز ، خټو یا ګچونه جوړوي اوپه اخیر کي ددي نموني له مخي نه هغه په کار خانه یا په فابریکه کي په زیات تعداد سره جوړه وي . دا ډول تولید یا جوړیدل یوه ډیره زړه طریقه ده چي د زرګونو کلونو راهسي بیا ترنن ورځي پوري په کم و زیات توپیر سره دوام لري . ډیر وخت او ډیر مصرف ته ضرورت وو چي یو شی جوړ کړ ل شي ، د هر چا زور نه په رسیدی، یوازي دکموبډایو خلکو انحصار وو.
دد ي ماشین انقلابي ( صنعتي انقلاب) اړخ دادی چي شاید په را تلونکي کي د جوړیدو یا تولید اوسنۍ شکل ته بیخي تغیر ور کړي او هر سړی او هره کورنۍ وکولی شي چي خپل نظر او هدف ته یوه عملي جامه ور واغوندي یاني ډیر ژر، اسانه او ارزانه یوه نمونه ددي نوي ماشین په مرسته جوړ کړي او بیا هغه پخپله کورنۍ کار خانه کي یا په لویه فابریکه کي په زیات تعداد سره د خرڅلاو او تجارت لپاره تیار یا تولیدکړي او ددي لاري نه ځان او کورنۍ ته کار او روزي پېدا کړي .
هیله ده چي ویښ او لیکوال افغانان ددي ماشین نه د ګټو ا خستلو په برخه کي خپل افغا نان وړونو نه په دوامدار ډول سره خبر وساتي ، کیدای شي چي مسئول چاراواکي هم خبر او بیدار شي چي خپل مسئولیت تر سره او خلکو ته سمي لار ښودني وکړي ، څو چي ډیر افغانان د کار و بار او آ رام ژوند خاوندان شي .
داسي یوه اختراع د هر چا لپارګټوره ده، په تیره بیا د روسته پاته ولسونو لپاره لکه افغانانوته .
دا ماشینان لا تر اوسه پوري څه ګران دي، د زرو ډالرو نه شروع کیږي بیا تر څو زرو پوري، همداسي یي مواد د نموني جوړیدو لپاره قیمت دي . خود وخت په تیریدو سره د نورو آلاتو غوندي حتما ارزانه کیږي او هم یي کيفیت ښه کیږي . په ویب پاڼو کي یي عرضه اوس ښه ډیره ده .
د سږ زېږديز کال د د سمبر د میاشتي د ۶ - ۳ نیټي پوري د المان د فرانکفورت د ښار په یو نندار تون کي هم ښودل کیږي . جوړیدونکي کمپني به یي جوړیدو ته لا نوري هم تحریک شي او قیمتونه به یي ژر را کښته شي .
د هیواد او افغان ولس د سوکالۍ، ترقی او یوالي په هیله
ظ . حاذق / المان