(له بېنوا او افغان ادبي بهيره پرته ګردو پښتوپاڼو ته)
پوهاند دوکتورم.ا. زيار اکسفورډ،11-9-07
د پښتني ـ افغاني ضدټلوالو يوه پروپاګندي درسته يا وسله داده چې(( پښتانه له سېلمې(طالبي قوم) دی، ځکه د طالبانو ډبر پېري ناورين له همدوی سر راپورته کړی ، وده وش يې موندلي او (( له ښه مرغه)) همدوی پخپله پکې سوځي ، وريتيږي او نورهم پسې دجنګ ـ جنايت ـ جهل په بوخته کې ور ډوبېږي !))
هن، دا ورباندې هم منلای نه شې چې د دغه اورګډي او کور ګډي ناورين اَر لوبغاړي خو همدوی پخپله دي او همدوی ول چې د پاکستان او نورو ګاونډيانو او بيا غبرګو زبرځواکونو په سيده مرسته يې د (ماوېستي ـ اخوان ـ ستمي) نا سپېڅلې ((شمالي ټلوالې)) په رغاونه او د ملګرو ملتو د سوله ييز پلان په شنډونه دغه انسان او انساني تمدن ضد لښکر را نازل کړ. پر دې هم ځانونه ناګاروي چې د دوی دهمټبرو په ګډون پکې له امريکا تر پاکستانه درست بنسټپال عرب و عجم را ټول شوي اوپريوه نړيوال ترهګري غورځنګ اوښتی دی !
په هره توګه، که وغواړو، و نه غواړو، اوس خو ټولې نړۍ زموږ د پزې پېزوان کړي دي او دنيواک او زبېښاک په پلمه يې همدغه سوېلي پښتني سيمه تر ډمه ډولې او واڼه پر جنګغالي را اړولې او رغاونه يې هم پر هماغو بېلتونپالو لورولې، او ترټولو خواشينوونکې يې بيا لا داچې د ((جنګ ـ جنايت ـ جهل)) او بياد ملي اردو او ټولې دولتي اډانې د ړنګونې او د ملي واکمنۍ، افغاني ـ ملي اکر وکر و ځمکنۍ بشپړتيا کورټ د ننګونې په پاداش کې تر ګردو خاين او خونړی سروال د((ملي اتل)) په نامه يې ور نمانځي، ولسوالي پر ولايت ور لوړوي او پاتوړي ټوپکماريې په دولت کې پر نيمايې ونډه هم بسنه نه کوي، چنې وهي، او ګواښونه توربرېښونه کوي !
رادېخواته زموږ خواره کي شاعران هم دا پېنځه شپږ کاله تر ډېرو سوچونو او چورتونو وروسته دې پايلې ته رسي چې له هغه (درغلي) اتل سره د سيالۍ لپاره خپل ورته سختدريځی جهادي سروال ((بابا)) و نوموي او په بدلو سندرو يې و نمانځي، هغه هم په دې دکونو دليلونو:
د نورو په توپير يو جهادي اوانتقادي شاعر هم وو او له دې سره يې پرنورو سروالانو، بډانو او ان خپلو دوکمارو بولندويانو زړه يخ کړی دی؛ د يوازېني پښتون جهادي سروال په توګه تر پايه د هغه(( درغلي اتل)) ټلوال او انډيوال پاتې شوی؛ که هغه د نورو کارنامو تر څنګه کابل وران کړی، نو ده پرخپل ټاټوبي هم اړي نه ده کړې؛ که هغه خپل سيمه ييز کمونېستان بښلي او په څوکيو نازولي، نو ده بيا د خپلې سيمې پر ناکمونېستو هم زړه نه دی سوی؛ که هغه د کابل ملي موزيم تالا ترغۍ کړی، نو ده د فارمونو، فابريکو او ښوونځيو په خوا کې د هډې نالېږند موزيم دړې وړې کړی دی او... !
په هره توګه، د مرسل احمد زۍ ګيله من ليک رازباده کړه چې که شاعران خواران ستمي دښمنانو سيالۍ ته اړېستلي، دا نور زده کړه وال او ليکوال مو خو ګرد سره طالبي دريځ راخپلوي! که ټوپکوال طالب مو د اجمل نقشبندي يا نورو سرونه پرېکوي او ښوونځي کتابتونونه سوځوي، نو قلموال مو ورسره هم د جوال خوله نيسي او دېته يې را راتوشوي چې که خامې خولې زده کوونکې نجونې د خپلو توغنديو موخه کوئ، غټانې درنه ژوندۍ ګرځي. ولې د شهلا، احمدزۍ يا ملالۍ شينوارې غوندې چټې پېغلې يا مېرمنې درنه د دومره پوهې او فرهنګ جوګه شي چې د تلويزين پر پرده همداسې بې پردې راښکاره شي ... او بيا د بي بي سي نړيوالې رسنۍ د خبريالۍ تر پوړۍ ورسي؟
دوه نيم کاله له مخه د کابل په مياشت يوه نيم کتنه کې د بي بي سي دوتر ته ورغلم چې د ځايي خبريالانو پښتو ورسيخه کړم. ليدل مې چې يوه دنګه اوبې ډول و ډاله تور سرې هم راننوته، ډاکتر لطيف ساپي هم وار له واره راوپېژندله، که نه نژدې وه ترې وپوښتم، د ا کوچۍ خورکه دلته څه کوي او رښتيا هم زما داخيال وو چې ګوندې د لندن په بوش هوس کې ناست يم. سرتر پښو په پښتني کاليو نغښتې او يوه چارګل وزمه کړۍ يې پر پزه. راوروسته راته پوره پته ولګېده چې زما لارښوونې تر نورو ګردو همدې ښه ترا اورېدلې اوسهلې دي. نه يې د کابلۍ پښتو(څو،ترڅو، - څخه کتنه،ملاتړ...) پېښې کولې او نه د پېښورۍ هغې(چېرې چې،چاچې،کوم چې...) او داده، همدا اوسنۍ ښکلې او کره بېلګه يې!
زه په ټول ايمان و باور د پښتو ابۍ پر سپين سر لوړم ، هماغسې چې د دغې درنې او دوديالې پښتنې پښتو سوچه او سپېڅلې ده، دغسې يې زړه او کړه وړه هم سوچه او سپېڅلي پښتني دي. هيله ده، اړوند ليکوال خپل بېځايه تورونه او توراوې ترې بيرته واخلي او له طالبي تنګليدۍ په لاس اخېستو سره نور د افغان او افغانستان د نه پوخلاکېدونکو دښمنانو پر ژرنده اوبه ور خوشې نه کاندې!
وروستي